په هند کې اته کلنې ماشومې باندې تېری ناندریز شوی

اصفه

د عکس سرچینه، COURTESY FAMILY OF ASIFA BANO

د عکس تشریح، آصفه بانو د هند کشمیر کې کوچیانو ډلې څخه ده.

په هند کې په یوې اته کلنې ماشومې ډله ییز جنسي تیري یوه ناندریز حالت رامنځته کړی.

آصفه بانو چې د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې له کوچيانو څخه وه د جنوري پر ۱۷مه یې مړی په ځنګله کې وموندل شو.

کیسه هغه وخت ناندریزه شوه چې هندي ښي اړخي ګوندونو په دې تړاو د اتو هندوانو د نیول کیدو پر خلاف مظاهره وکړه.

اوس په دغه ویشل شوې سیمه کې کړکېچ مذهبي رنګ اخیستی دی.

د پولیسو لخوا نیول شویو کسانو کې یو یې پخوانی حکومتي چاروکی، څلور یې پولیس وو. دوی ټول د ځایي هندو ډلې غړي وو چې له مسلمانو کوچیانو سره په ځمکه شخړې لري.

اصلي شخړه هغه مهال پیل شوه چې د دغو نیول شویو کسانو پر خلاف مظاهره کې د واکمن بهارتیا جنتا پارټۍ دوو وزیرانو ګډون کړی و.

په خواله رسنیو له نجلۍ سره د همغږۍ غږ پورته شو او له هر لوري د (اصفې ته انصاف) او د (کاتوا) ښار هشتګونه پیل شول.

هند

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، خلکو د اصفې ملاتړ پیل کړی او د تورنو کسانو محاکمه یې غوښتې.

د آصفې کورنۍ د کشمیر له کوچیانو شپنو څخه ده چې د همالیا غرونو شاوخوا خپل څاروي څروي. دوی ډېری وختونه په ژمي کې د کشمير جمو ته راځي او په عامه ځنګلونو کې خپل څاروي پیايي. دې کار په دې وروستیو کې ځایي هندوان غصه کړي وو.

څېړونکي باور لري چې تورنو کسانو غوښتل دغه کوچیان له سیمې وشړي.