له ګوانتانامو د طالبانو دوه پخواني خوشي شوي بندیان کابل ته ورسېدل

د عکس سرچینه، RTA
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په ګوانتانامو کې دوه پخواني بندیان يې چې په عمان کې نظربند وو نن سهار (دوشنبه) کابل ته ورسېدل.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع بي بي سي ته وویل، ملا عبدالظاهر صابر د لوګر اوسېدونکی او عبدالکریم د خوست ولایت اوسېدونکي دي چې دواړه په ۲۰۰۲ کال کې امریکايي ځواکونو نیولي وو.
دوی په ۲۰۱۷ م کال کې له ګوانتانامو زندان څخه خوشي بیا په عمان کې تر څار لاندې او د سفر له اجازې پرته همالته وو:
"د هغو اسیرانو اړوند چې امریکايي ځواکونو نیولي او کلونه یې په ګوانتانامو زندان کې تېر کړي وو، یو ملا عبدالظاهر صابر چې د ملا عبدالقادر زوی د لوګر مرکز حصارک کلي اوسېدونکی دی. نوموړی په ۲۰۰۲ کال کې خپل کور کې د امریکايي ځواکونو په چاپه کې ونیول شو، امریکایانو د همدې کال په اکتوبر میاشت کې له بګرام څخه د ګوانتانامو زندان ته ولېږداوه."
ښاغلی قانع وايي د ۲۰۱۷ کال د جنوري پر ۱۶مه امریکایانو نوموړی له ګوانتانامو زندانه ازاد او په عمان سلطنت کې یې نظربند کړ، هلته اوه کاله واوسېد او بهر ته یې د تګ اجازه نه لرله.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د طالبانو حکومت د پرلپسې هڅو په پایله کې پر ښاغلي عبدالظاهر بندیزونه لیرې شول او ۱۴ کاله وروسته بېرته خپل هېواد ته راستنېږي.
عبدالمتین قانع وايي، دویم بندي حاجي عبدالکریم د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې د ۲۰۰۲ کال د اګسټ میاشتې پر ۱۴مه د پاکستان حکومت ونیو او له څو میاشتو بند وروسته امریکایانو ته وسپارل شو.
نوموړی وايي، ښاغلی عبدالکریم د ۲۰۰۳ کال په لومړیو کې ګوانتانامو زندان ته ولېږداوه چې اوس له ۱۴ کلن زندان وروسته عمان ته ولېږدول شو، هلته اوه کاله نظربند و او بهر ته یې د تګ هېڅ اجازه نه لرله.
د ۲۰۲۲ کال د جون پر ۲۵مه، له ګوانتانامو زندان خوشی شوی بندي اسدالله هارون ګل له خوشي کېدا وروسته له دوحې نه کابل ته په یوه شخصي جیټ الوتکه کې لېږدول شوی و.
اسدالله هارون چې په ۲۰۰۷ کال امریکايي ځواکونو نیولی و، نژدې ۱۵ کاله ګوانتانامو زندان کې بندي و.

د عکس سرچینه، Taliban
شاوخوا ۲۲ کاله وړاندې د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ په یوولسمه کیوبا کې د امریکا په سمندري اډه کې د ګوانتانامو زندان د سختو امنیتي تدابیرو لاندې پرانیستل شو.
موخه دا وه هغه کسان چې د ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ادارې په جګړه کې نیول شوي، د "ترهګرۍ" په وړاندې، پرته له دې چې د دې هېواد د معمول حقوقي قانوني معیارونو سره مطابقت ولري - هغه چې د هر زنداني اساسي حقونه تضمینوي - د امریکا په خاوره کې بندي شي، پوښتنې ترې وشي او محاکمه شي.
د شاوخوا ۸۰۰ کسانو له ډلې چې یو وخت په دغه توقیف ځای کې بندیان وو، اوس ۳۰ تنه پاتې دي.
د تېر ۲۰۲۳ کال د جون په وروستیو کې له ګوانتانامو څخه تر ليدنې وروسته د ملګرو ملتونو يوې رپورټرې د امريکا د حکومت له لوري له بنديانو سره د ظالمانه او سپکاوي ډک چلن پر دوام نيوکه کړې وه.
دا په تېرو یوویشتو کلونو کې لومړی ځل و چې د ملګرو ملتونو یوې رپورټرې ته اجازه ورکړل شوه چې د ګوانتانامو په پوځي اډه کې د ترهګریزو بریدونو په تور د نیول شویو مشکوکو کسانو توقیف ځای ته ولاړه شي.
ګوانتانامو زندان څنګه جوړ شو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۲۰۰۱ کال کې د سپتمبر له پېښو وروسته پر افغانستان د امريکا پوځي بريدونو وروسته څه د پاسه ۲ مياشتې تېرې شوې وې.
د امريکايي ځواکونو له لوري د القاعدې او هم طالبانو يو شمېر جنګيالي نيول شوي وو.
په واشنګټن کې ولسمشر جورج بوش د بنديانو په اړه يو پوځي فرمان خپور کړ.
ولسمشر بوش خپل د دفاع وزير ډونلډ رمسفېلډ ته د يو مناسب ځای را کتلو امر هم وکړ چې غير امريکايي وګړي له کوم تور پرته په کې تر ناټاکلې مودې پورې بندي شي.
د دغه امر له مخې که کوم بندي محاکمه کېدی، محاکمه به يې پوځي وی.
د ۲۰۰۱ کال په دسمبر کې د امريکا د عدليې وزارت له خوا دفاع وزارت (پنټاګون) ته په يوه يادښت کې ليکل شوي دا چې ګوانتانامو خليج د امريکا خاوره نه ده، نو د امريکا فډرالي محکمو ته د بنديانو قضيې نه شي رسېدی.
ګوانتامو شاوخوا يوه پېړۍ مخکې امريکا له کيوبا نه په ګرو نيولی وه او دلته جوړه شوې اډه په لومړيو کې د زرګونو ناقانونه کډوالو لپاره، چې له کيوبا او هايتي نه امريکا ته تلل، چمتو شوې وه.
په دې ډول د امريکايي چارواکو په باور ګوانتانامو مناسب ځای و چې په افغانستان کې له القاعدې او طالبانو سره د تړاو په شک نيول شوي کسان ورولېږدوي.











