خوست کې د یوه وزیرستاني امام پر کور برید؛ د چاودنې څرنګوالي په اړه بېلا بېلې خبرې کېږي

د افغانستان له سویل ختیځ ولایت خوست رپوټونه وايي، د یوه امام په کور برید کې لږ تر لږه دوه ماشومان وژل شوي دي او دوه نور ټپیان دي.

دا پېښه نن سې شنبه سهار وختي د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ میاخیلو کلي کې پېښه شوې.

دغه امام له شمالي وزیرستانه خوست تللی و. په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي هم د چاودنې پخلی کوي خو د چاودنې د څرنګوالي په اړه څه نه وایي.

خو رپوټونه وايي چې د اسماعیل خیل او مندوزیو ولسوالۍ کې دا برید "هوايي" و او د یوه وزیرستاني کډوال کور یې په نښه کړی دی.

په خوست کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند مستغفر ګُربز د دې پېښې په اړه بي بي سي ته وویل "د خوست ولسوالۍ د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د بهرم خېلو سیمې په مربوطاتو کې د ملا محمد فاروق په نوم کس چې په یاده سیمه کې ملا امام دی په کور کې چاودنه شوې چې له کبله یې دوه ماشومانې شهیدانې شوې، یوه بله ماشومه او ماشوم ژوبل شوي دي. په دې اړه پلټنې روانې دي چې معلومه شي دا پېښه څنګه او له څه رامنځته شوې ده."

له دې سره ځینو رسنیو د ځايي خلکو له قوله رپوټ ورکړی چې د مفتي فاروق پر کور دا برید بې پيلوټه الوتکې کړی او په خپله دی او میرمن یې ټپيان شوي دي.

ځايي خلکو رسنیو ته ویلي چې ملا محمد فاروق میاخیلو کلي کې امام وو او له وزیرستان دغې سیمې ته کډوال شوی وو.

یاده دې وي چې څوکاله وړاندې د ډیورنډ کرښې بلې غاړه ته د پاکستان پوځ له خوا د وسله والو ډلو پرضد عملیاتو پرمهال ګڼ شمېر کورنۍ خوست ته کډه شوي دي.

پاکستان حکومت وايي د پاکستاني طالبانو ډله افغانستان کې ده او له هغه ځایه پاکستان کې بریدونه تنظیموي. هغه ادعا چې طالبان یې ردوي.

که څه هم د دې برید په اړه لا کره معلومات نشته چې څنګه رامنځته شوی او که چاودنه وي نو څه ډول پېښه شوې، خو تېر کال روژې میاشت کې پاکستاني جټ الوتکو د خوست په سپیرې او د کونړ په شلتن ولسوالیو کې هوايي بریدونه وکړل.

هغه مهال ځايي سرچینو ویلي وو دې بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي. هغه مهال پاکستاني طالبانو یوه اعلامیه کې ویلي وو پاکستاني پوځ د وراوښتې مرګ ژوبلې غچ اخیستلو لپاره خوست او کونړ کې پر عام خلکو بمبار کړی دی.

په دې وروستیو کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف یو ځل بیا هم ګواښ کړی و چې که اړتیا شوه د افغانستان د ننه به د پاکستان ضد عناصرو پر وړاندې عملیات وکړي. د هغه دغو څرګندونو ته طالب چارواکو او عامو افغانانو سخت غبرګون وښود چې وروسته یې بیا د بهرنیو چارو وزیر وویل دوی د افغانستان د ننه د داسې عملیاتو پلان نه لري.

د دې ترڅنګ د امریکا يي ځواکونو ډرون الوتکې هم وخت ناوخته د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې لیدل شوي دي. ځینو طالبان چاراکو هم دا منلې ان تر دې چې د افغانستان هوایي حریم یې اشغال شوی بللی.

اسلام آباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي وزیر امیر خان متقي د سفر پرمهال هم په دې اړه خبرې شوي دي. نوموړي رسنیو ته ویلي وو د پاکستان او چین بهرنیو چارو وزیرانو سره یې هوکړه کړې چې "هڅه به کېږي چې خاوره او فضا یو د بل پرضد ونه کارول شوي." خو نوموړي د دغې هوکړې په اړه نور جزیات ورنه کړل.