تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر خوست او کونړ د پاکستان بریدونه؛ 'د افغانستان استازولۍ ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کړی'
- Author, عبیدالله حسام
- دنده, بي بي سي
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ اعلان کړی چې په خوست او کونړ کې یې د پاکستان د بریدونو په تړاو د یادو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کړی دی.
طالبانو ویلي په کونړ او خوست کې د پاکستاني الوتکو په بمباریو کې نژدې ۵۰ ملکي خلک وژل شوي دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان پر خاوره د یاد هېواد ښکاره تېری دی چې په پایله کې یې لسګونه ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.
ښاغلي فایق ویلي ددې بریدونو په تړاو یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته شکایت کړی او د دا ډول بریدونو مخنیوی او پرې د ملګرو ملتونو د منشور په بنسټ غوره غوښتنه یې کړې ده.
نوموړی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان تېر حکومت لخوا ګورمال شوی دایمي استازی دی چې اوسمهال هلته د افغانستان استازیتوب کوي. یاد سازمان تر اوسه د طالبانو استازی نه دی منلی.
وړاندې د طالبانو چارواکو تایید کړې وه چې پر خوست او کونړ د پاکستانیانو هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۷ کسان وژل شوي دي، چې په دوی کې ۲۴ کسان یوازې د یوې کورنۍ غړي وو.
د رپوټونو په بنسټ د دغې پېښې قربانیان تر ډېره له وزیرستانه خوست او کونړ ته بېځایه شوي خلک وو چې هلته یې پناه وړې وه او مېشت شوې وو.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د یادې پېښې په تړاو کابل کې د پاکستان سفیر ورغوښتی و چې په دې اړه د دوی اعتراض لوړپوړي پاکستاني چارواکو ته ورسوي.
په تېرو ورځو کې د افغانستان په څو ولایتونو کې د پاکستان د بمبارۍ د غندلو په تړاو لاریونونه وشول.
په ورته مهال پاکستان له طالبانو غوښتي چې د هغو پاکستاني طالبانو په ضد دې ګام واخلي چې ددوی د ادعا له مخې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي.