تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مصنوعي ځیرکتیا په مټ هغه سرطانونه تشخیص شول چې د ډاکټرانو له سترګو پټ پاتې شوي وو
د مصنوعي ځیرکتیا یوه وسیله، چې د بریتانیا د روغتیا ملي ادارې لخوا ازمول شوې په بریالیتوب سره په ۱۱ مېرمنو کې د سینې سرطان کوچنۍ نښې وموندلې، چې د ډاکټرانو له سترګو پټې پاتې شوې وې.
دا وسیله، چې د میا په نوم یادیږي، د بریتانیا د روغتیا ملي ادارې کلینیکونو په ګډه د ۱۰،۰۰۰ ښځو اېکسرې یا د تیونو کمپيوټري انځورونه واخیستل او مصنوي ځېرکتیا باندې یې وارزول.
ډیری دا مېرمنې له سرطان څخه پاکې وې، خو په بریالیتوب سره یې ټولې هغه مېرمنې چې د سرطان نښې یې درلودې په نښه کړې او ترڅنګ یې ۱۱ نورو مېرمنو کې هم د سرطان هغه نښې پیدا کړې، چې د ډاکټرانو ور پام شوی نه وه.
یادې مېرمنې د سرطان ناروغۍ په ډېر لومړي پړاو کې وې او سرطان دانه ډېره کوچنۍ وه چې تشخیص شي.
بي بي سي د بریتانیا د روغتیا ملي اداره کې میا ولیده، چې څنګه کار کوي.
هغه تومر یا دانه چې موږ ته را وښودلی شوه، په رېښتیا سره هم دومره کوچنکی وه، چې د انسانانو سترګې هغومره وړتیا نه لري چې هغه وویني.
خو، دا د تومرونو یا غدو ډول پورې هم اړه لري، کولی شي وده وکړي او بیا په چټکۍ سره خپور شي.
باربرا یو له هغو ۱۱ ناروغانو څخه ده، چې سرطان یې د میا لخوا تشخیص شوی و خو د هغې اېکسرې چې د روغتون راډیوولوژیست لخوا مطالعه شوه هالته په کې نه و لیدل شوی.
د نوموړې ۶ ملي میتره غده پر خپل وخت تشخیص شوه، یو عملیات یې وکړ او یوازې ۵ ورځې یې راډیوتراپي درملنه ترسره کړه.
د تېرو پنځو کلونو شمېرې ښيي، د سینې سرطان ناروغان چې تومورونه یې له ۱۵ ملي میتره کوچني وي ۹۰ سلنه یې ژوندي پاتې شوي.
باربرا وايي، خوشحاله ده د خپلې خور اومور پرتله چې ورته ناروغي سره لاس او ګریوان وې درملنه یې اسانه وشوه.
که مصنوعي ځېرکتیا نه وای د باربرا سرطان غده به تر راتلونکي دریو کلونو پوره نه وه تشخیص شوې.
هغې د پام وړ نښې نښانې نه درلودې.
د میا جوړونکی خیرون ادعا کوي، د مصنوعي ځیرکتیا له برکته د ازموینو پایلې چې معمولا ۱۴ ورځې وروسته له ازموینو به معلومیدلې اوس دریو ورځو کې معلومیږي.
یادې قضیې هیڅ یوه یې یوازې د میا لخوا نه وه تشخیص شوې بلکې انسانانو هم ارزولې وې.
اوس مهال دوه رادیولوژیستان په یوه اېکسرې یا سکن باندې کار کوي خو تمه کېږي چې د یوه رادیولوژیست ځای به یې مصنوعي ځیرکتیا ونیسي چې د هرې جوړې بوج به نیمايي شي.
د خیرون د ستراتیژۍ مشرې سارا کیرویش وویل، د میا جوړولو او روزنې شپږ کاله وخت نیولی، چې د مایکروسافټ د کمپیوټرونو کلاوډ سیستم لخوا پرمخ وړل کېږي.
د دې وسیلې تریننګ د میلیونونو اېکسرو پر سر شوی، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه را ټولې شوې وې.
نوموړې وویل: "زما په اند ترټولو مهم شی چې ما زده کړی دا دی کله چې تاسو د روغتیا لپاره مصنوعي ځیرکتیا جوړوئ نو له لومړئ ورځې یې باید ټول شموله جوړ کړئ. "
د سینې سرطان ډاکټران په اوسط ډول په کال کې شاوخوا ۵،۰۰۰ د سینې سکینونه یا اېکسرې ګوري، چې په یوه ناسته کې ۱۰۰ دانې ګوري.
له یوه اړونده ډاکټر څخه وپوښتل شول چې ایا اندېښنه نه لرې، یوه ورځ مصنوعي ځیرکتیا ستا ځای ونیسي او ته خپله دنده له لاسه ورکړې په ځواب کې وویل، په دې باور دی چې د تکڼالوژي له برکته به وکولی شي زیات وخت له ناروغانو سره تېر کړي.
یاد ډاکټر وویل: " زه میا ته د ملګري په توګه ګورم او زما تمرینونو ته وده ورکوي."