د حماس روغتیا وزارت: په غزه کې د اسرائيلو بریدونو کې ۱۰۴ کسان وژل شوي

د حماس له لوري اداره کېدونکی روغتیا وزارت وايي چې د اسرائيلو په هوايي بریدونو کې لږ‌ترلږه ۱۰۴ فلسطینیان وژل شوي دي. دا وروسته له هغه پېښېږي چې اسرائيل تور پورې کړ چې حماس یې یو سرتېری وژلی دی.

د اسرائيل پوځ ویلي چې دا بریدونه یې د حماس له لوري د امریکا په منځګړیتوب د اوربند له تړونه د سرغړونو په ځواب کې کړي او په وینا یې،‌ "لسګونه ترهګر او ترهګریز هدفونه" یې په نښه کړي‌ دي.

د اسرائيل دفاع وزیر پر حماس تور پورې کړی چې په غزه کې یې په برید کې یو اسرائيلی سرتېری وژلی او د وژل شوو یرغملو د مړو ورسپارلو له شرطه یې سرغړونه کړې.

خو حماس ویلي چې دا برید په دوی پورې "هېڅ تړاو نه لري" او اسرائيل یې تورن کړي چې هڅه کوي، دا تړون کمزوری کړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ټینګار کړی چې "هېڅه" به اوربند له خطر سره مخ نه کړي خو ویلي یې دي چې د اسرائيل سرتېري په نښه شي نو "ځوابي برید" کولی شي.

د اسرائیلو بریدونو په غزې ښار او د غزې په شمال کې بیت لاهیا، په مرکز کې بوریج او نصیرات او په جنوب کې په خان یونس کې کورونه، ښوونځي او د استوګنې بلاکونه په نښه کړي دي.

په غزې ښار کې مېشتو ځينو عیني شاهدانو ویلي چې بریدونو استوګنیزې سیمې په نښه کړې دي او اسمان ته ترې لوګي پورته کېږي.

د یادولو ده چې حماس غورځنګ د چهار شنبې په ورځ یوه وینا خپره کړه چې د اوربند پر هوکړه یې پکې"په مسؤلانه ارادې" د خپلې ژمنتیا هوډ څرګند کړی. حماس پر اسرائیلو تور ولګاوه چې هڅه کوي "تړون له منځه یوسي او زور وکاروي."

دغه غورځنګ ویلي چې "د اشغال په ګټه د امریکا د حکومت دریځونه زموږ د ماشومانو او ښځو په وژنه کې د هغوی یو ریښتینی ګډون ګڼل کېږي، او د یرغل د دوام لپاره مخامخ هڅونه ده. اشغال د دې خطرناک تاوتریخوالي پوره مسؤلیت پر غاړه لري."

دغه فلسطینۍ ډله زیاتوي: "نړۍ باید دا ومني چې زموږ د ماشومانو او ښځو وینه ارزانه نه ده. موږ له منځګړو او تضمین کوونکو غواړو چې د دې یرغلیز بې بند و باره وضعیت پر وړاندې خپل پوره مسؤلیت ته ودرېږي، او سم لاسي پر اشغالګر حکومت فشار راوړي چې عام وژنې ودروي او د تړون ټولو مادو ته پوره ژمن پاتې شي."

د رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې، اسرائیلي پوځ د چهار شنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د غزې تړانګې په جنوب کې د نښتو پر مهال یې یو سرتیری وژل شوی دی. د پوځ له خوا د ورځې په لومړیو کې ویل شوي وو چې وروسته له هغه یې ډز بندي بیا پلې کړې چې حماس غورځنګ اوربند مات کړ.

د اسرائیلو پوځ زیاته کړه چې د دوی ځواکونو، د شاباک استخباراتي ادارې په مرسته، د وسله والو ډلو اړوند له ۳۰ زیات سیمه ییز قوماندانان په نښه کړل، او ټینګار یې وکړ چې دوی به د تړون پلي کول روان وساتي اودا چې هرې نوې سرغړونې ته به په قوت سره ځواب ووايي.

وروسته بیا، د اسرائيلو دفاع وزیر يسرائيل کاتس اعلان وکړ چې پوځ د وروستي پوځي برید پر مهال لسګونه پوځي تاسیسات په نښه کړي او د حماس ډېر مشران یې له منځه وړي دي.

هغه وویل چې دا بریدونه پر اسرائیلي سرتېرو د برید او د یرغمل شویو کسانو د جسدونو د بېرته سپارلو له تړون د ښکاره سرغړونې په ځواب کې شوي دي، او ټینګار یې وکړ چې د حماس هیڅ مشر به خوندیتوب ونه لري، که هغه پوځي جامې یې اغوستې وي او که په تونلونو کې پټ وي.

اسرائیل وايي وروسته له هغه یې په غزه کې هوايي بریدونه کړي چې حماس د امریکا په منځګړیتوب شوي اوربند له تړون څخه سرغړونه وکړه.

د اسرائیلو د دفاع وزير اسرائیل کاتز حماس تورن کړ چې د سې شبنې په ورځ یې د غزې دننه پر اسرائیلي ځواکونو بريد کړی او د اسرائیلي يرغملو د جسدونو د سپارلو تړون یې مات کړی دی.

فلسطینۍ وسله والې ډلې حماس بیا په بريد کې لاس لرل رد کړي او ټينګار یې کړی چې دوی اوربند ته ژمن دي.

د غزې د بېړنيو خدمتونو ډلې ویلي، لږ تر لږه نهه فلسطينيان د سې شنبې ماښام د اسرائیلو هوايي بريدونو کې وژل شوي دي.

د دغه تاوتريخوالي سربېره د امریکا مرستيال ولسمشر جې ډي ونس ويلي، باور لري چې اوربند به لا هم پر ځای پاتې وي.

د سې شنبې ماښام د اسرائیلو لومړي وزارت له خوا لنډه خبرپاڼه کې ويل شوی وو چې بنيامين نتنياهو پوځ ته د "زورورو بريدونو" امر کړی دی.

بل پلو د دفاع وزير اسرائیل کاتز ويلي، حماس د سې شنبې په ورځ پر اسرائیلي ځواکونو د بريد له کبله له "سرې کرښې" تېری کړی دی.

نوموړی خبرداری ورکړ چې، "حماس پر اسرائیلي پوځيانو د بريد او د يرغملو د جسدونو ستنولو د تړون ماتولو په بدل کې به څو برابره بيه پرې کړي."

يوه اسرائیلي پوځي چارواکي ويلي، برید له ژېړې کرښې ختیځ لور ته شوی هغه سيمه چې د اوربند له مخې د اسرائیلو تر کنټرول لاندې ده.

د اسرائیلي رسنيو د راپور له مخې د سې شنبې له ماسپښين وروسته په جنوبي ښار رفح کې د اسرائيلي ځواکونو پر پوستو د ټانک ضد توغندیو بريدونه شوي دي. بل پلو فلسطیني رسنۍ وايي، په همدې مهال د اسرائیلو له خوا هم د توغندیو بريدونه ترسره شوي دي.

د سې شنبې ماښام د اسرائیلو له بریدونو وروسته عیني شاهدانو ويلي چې په غزه ښار او خان يونس کې یې د درنو چاودنو غږونه اورېدلي دي.

د حماس تر کنټرول لاندې د ملکې دفاع ادارې وياند بي بي سي ته ويلي، د غزې ښار جنوب کې پر يوه کورنۍ بريد کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي چې دری مېرمنې هم په کې شاملې دي.

راپورون وايی، د غزې ښار په لوېديځ کې د الشفا روغتون انګړ هم په نښه شوی دی.

د غزې ملکي دفاع وياند زیاته کړې چې د غزې خان یونس کې پر يوه موټر برید کې پنځه تنه نور چې دوه ماشومان او یوه مېرمن په کې ده، وژل شوي دي.

حماس په یوه اعلاميه کې پر اسرائیلی پوځیانو برید کې لاس لرل رد کړي او د اسرائیلو هوايي بريدونه یې غندلي دي.

حماس وايي، "د رفح په پېښه کې هېڅ رول نه لري او اوربند تړون ته خپله ژمنتيا بيا تکراروي."

"هغه مجرمانه هوايي بمبار چې د فاشيستي اشغالګر [اسرائیلي] پوځ له خوا د غزې پر سیمو شوی، د اوربند له تړون ښکاره سرغړونه ده".

په همدې مهال د یادې ډلې پوځی څانګې ويلي چې د "اسرائیلي سرغړونو" له کبله د يوه اسرائیلي يرغمل د جسد سپارلو پلان به وځنډوي.

د امریکا مرستيال ولسمشر جې ډي ونس واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي، "اوربند لا پر ځای دی. دا په دې معنی نه ده چې ځای ځای به کوچنۍ نښتې نه وي".

نوموړي زیاته کړې، "موږ خبر شوي یوو چې حماس يا بل چا په غزه کې د ننه یو [اسرائیلی] بوځي په نښه کړی دی. موږ اټکل کوو چې اسرائیل به ځواب ورکړي خو زه فکر کوم چې د دې سربېره به د ولسمشر سوله پر ځای وي."

له دې وړاندې د اسرائیلو لومړي وزير ګوتڅنډنه کړې وه چې د حماس پر ضد به وروسته له هغه "ګامونه" پورته کوي چې دې ډلې د يوه داسې کس د جسد پاتې شوني سپارلي چې په غزه کې د پاتې ۱۳ يرغملو له ډلې نه دی.

د نتنياهو دفتر ويلي، د عدلي طب څېړنو وښوده چې پاتې شوني د هغه اسرائیلي يرغمل وو چې جسد یې په ۲۰۲۳ کال کې اسرائیلي ځواکونو په غزه کې موندلی و او دا یې د اوربند له تړون "ښکاره سرغړونه" بللې ده.

د سره صليب کمېټې دا کار غندلی ده.

د امریکا، مصر، قطر او ترکیې په منځګړیتوب په غزه کې د ډونلډ ټرمپ د سولې پلان له مخې اوربند پلی شوی دی.

په تړون کې ويل شوي چې حماس به د اوربند له پلي کېدو وروسته په ۷۲ ساعتونو کې ژوندي او مړه ټول يرغمل اسرائیلو ته سپاري.

حماس د فلسطیني بنديانو په بدل کې ټول ژوندي ۲۰ يرغمل خوشي کړي خو لا هم د څو تنو يرغملو جسدونه اسرائیلو ته نه دي سپارل شوي. حماس وايي، هغه کسان چې جسدونه یې خښ کړي وژل شوي او په غزه کې د ویجاړي له کبله د جسدونو موندلو کې له ستونزو سره مخ دي.

خو د اسرائیلو حکومت ټينګار کوي چې حماس د ټولو جسدونو د ځايونو په اړه کره معلومات لري.

د غزې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه هله پیل شوه چې حماس د اسرائيلو په جنوب کې برید وکړ چې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه پکې ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل شول.

د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې چې ملګرو ملتونو هم تایید کړې دي، په دې جګړې کې له هماغه راهیسې په غزه کې تر ۶۸ زره ډېر فلسطیانیان وژل شوي دي