تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ګوګل اجرایوي مشر: څه چې اې ای وايي په پټو سترګو یې مه منئ
- Author, فیصل اسلام
- دنده, د اقتصاد مدیر
- Author, ریچل کلون
- دنده, د سوداګرۍ خبریاله
د ګوګل د لوی شرکت شرکت "الفابت" مشر بي بي سي ته ویلي که د مصنوعي ځیرکتیا (AI) پوکاڼه وچوي، نو هر شرکت به اغېزمن شي.
سندر پچای له بي بي سي نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، که څه هم د AI پانګونې وده یو "بې ساری پړاو" دی، خو اوسني AI بهیر کې یو ډول "نا منطقي چلند" هم شته.
دا خبرې په داسې وخت کې کېږي چې د 'سیليکان درې' او نورو سیمو کې د دې وېره زیاتېږي چې ښايي یوه پوکاڼه رامنځته شي، ځکه د AI ټېکنالوژۍ شرکتونو ارزښت په وروستیو میاشتو کې بې ساري لوړ شوی او شرکتونه په دې صنعت کې سترې پیسې لګوي.
کله چې ترې وپوښتل شول ایا ګوګل به د AI پوکاڼې د چاودنې له اغېزو خوندي پاتې شي که نه، ښاغلي پچای وویل دا لوی شرکت ښايي دغه کړکېچ وزغمي، خو یو خبرداری یې هم ورکړ.
هغه وویل: "زه فکر کوم هېڅ شرکت خوندي نه پاتې کېږي، موږ هم نه".
په دې ځانګړې او پراخه مرکه کې چې د ګوګل د کاليفورنیا په مرکز کې وشوه، هغه د انرژۍ اړتیاوې، د اقلیم د هدفونو ورو کېدل، په برېتانیا کې پانګونه، د خپلو AI ماډلونو دقت او د AI انقلاب پر کارونو د اغېزو په اړه هم خبرې وکړې.
مرکه په داسې وخت کې خپرېږي چې د AI بازار وضعیت تر بل هر وخت زیات تر څارنې لاندې دی.
د الفابت شرکت د ونډو ارزښت په اوو میاشتو کې دوه برابره شوی او ۳،۵ ټریلیونه ډالرو ته رسېدلی، ځکه بازارونه باوري شوي چې شرکت لا هم د ChatGPT د جوړوونکي OpenAI له سیالۍ سره مقابله کولی شي.
یو ځانګړی دقت د الفابت هغه ځانګړي سوپرچیپونه دي چې د AI لپاره یې جوړ کړي او د نویډیا (Nvidia) له چېپونو سره سیالي کوي. نویډیا چې جېنسن هوانګ یې مشري کوي، په دې وروستیو کې د نړۍ لومړنی ۵ ټریلیونه ډالرو ارزښت لرونکی شرکت شو.
لکه څنګه چې ارزښتونه لوړېږي، ځینې شنونکي د هغې پېچلي شبکې (جال) په اړه شک ښيي چې د OpenAI شاوخوا ۱،۴ ټریلیونه ډالرو معاملې پرې شوې دي، په داسې حال کې چې اټکل کېږي دغه شرکت سږکال د پلان شوې پانګونې له زرمې برخې هم کم عاید ولري.
په هغو څرګندونو کې چې د امریکا د فدرال ریزرف د پخواني مشر اَلن ګرینسپین د ۱۹۹۶ کال خبرو ته ورته دي، چا چې د ډاټکام د پړاو پر مهال د بازار د "غیر منطقي رضایت" په اړه د ۲۰۰۰ کال له سقوط وړاندې یې خبرداری ورکړی و، ښاغلي پچای وویل دغه صنعت د پانګونې په داسې پړاوونو کې "له اندازې ډېر" مخ ته تللای شي.
هغه وویل: "موږ اوس د انټرنېټ تاریخ ته پام کولی شو. څرګنده ده چې ډېرې زیاتې اضافي پانګونې شوې وې، خو هېڅوک به دا پوښتنه ونه کړي چې انټرنېټ یو ژور بدلون و."
هغه زیاته کړه: "زه تمه لرم چې AI به همداسې وي. نو زه فکر کوم چې هم منطقي اړخ لري او هم په کې د غیر منطقي چلند عناصر دا ډول شیبه کې موجود دي".
د هغه څرګندونې د JP Morgan د مشر جېمي ډیمون له خبرداري وروسته راځي، چا چې تېره میاشت کې بي بي سي ته ویلي وو، که څه هم د AI پانګونه به ګټه ورکړي، خو په دې صنعت کې لګول شوې یو څه پیسې به "شاید له منځه ولاړې شي".
خو ښاغلي پچای وویل د ګوګل ځانګړی ماډل چې د ټېکنالوژۍ "بشپړه ټولګه" له خپلو چپونو نیولې د یوټیوب ډېټا او ماډلونو او مخکښ ساینس پورې پخپله لري، دې شرکت ته دا وړتیا ورکوي چې د AI د بازار د هرې احتمالي ګډوډۍ مخه ښه وزغمې.
د ټېکنالوژۍ دا ستر شرکت په برېتانیا کې خپله ونډه نوره هم پراخوي. په سېپټمبر کې الفابټ اعلان وکړ چې په برېتانیا کې د مصنوعي ځیرکتیا پر برخې پانګونه کوي او د راتلونکو دوو کلونو لپاره به ۵ میلیارده پونډه په زېربنا او څېړنو ولګوي.
ښاغلي پچای وویل الفابټ به په برېتانیا کې د "نړیوال معیار" څېړنې ترسره کړي، په ځانګړي ډول په خپل مخکیني AI واحد ډيپماینډ کې چې په لندن کې دی.
هغه وویل ګوګل به لومړی ځل په تدریجي ډول هغه ګام واخلي چې د برېتانیا حکومت پرې ټینګار کوي، یعنې "په برېتانیا کې د خپلو ماډلونو روزل" – یو داسې ګام چې وزیران باور لري برېتانیا به له امریکا او چین وروسته د AI درېیم "سترځواک یا سوپرپاور" کړي.
ښاغلي پچای وویل: "موږ ژمن یو چې په برېتانیا کې په خورا مهم ډول پانګونه وکړو."
خو هغه د AI د "لویې" انرژۍ اړتیاوو په اړه هم خبرداری ورکړ. د نړیوالو انرژۍ ادارې له مخې یوازې تېر کال AI د نړۍ د ټولې برېښنا ۱،۵٪ کارولې وه.
ښاغلي پچای وویل باید ګامونه پورته شي، په ځانګړي ډول په برېتانیا کې، چې د انرژۍ نوې سرچینې رامنځته او د انرژۍ زیربناوې پراخې شي.
هغه وویل: "تاسې نه غواړئ چې اقتصاد د انرژۍ له کمښت سره محدود شي، ځکه دا به پایلې ولري."
هغه دا هم ومنله چې د AI د پراخېدونکي فعالیت د انرژۍ لوړ لګښت د شرکت د اقلیم د هدفونو پر پلې کولو اغېز لري، خو ټینګار یې وکړ چې د الفابټ هدف لا هم دا دی چې تر ۲۰۳۰ پورې د نوې انرژۍ ټېکنالوژیو په کارولو خالص صفر ته ورسېږي.
هغه وویل: "هغه چټک پرمختګ به هم اغېزمن شي چې موږ یې هیله لرله."
ښاغلي پچای وویل AI به د کارونو پر بڼه هم اغېز ولري، ځکه دا "تر ټولو ژوره ټېکنالوژي" ده چې بشر پرې کار کړی دی.
هغه وویل: "موږ باید د ټولنیزو ګډوډیو له پړاوونو تیر شو."
هغه زیاته کړه چې AI به "نوي فرصتونه هم رامنځته کړي".
هغه وویل: "AI به ځینې کارونه بدل او نوې بڼې ته واړوي او خلک باید ځان ورسره عیار کړي."
هغه زیاته کړه هغه کسان چې ځان له AI سره عیار کړي "ښه به پر مخ ولاړ شي."
هغه وویل: "دا مهمه نه ده چې تاسې غواړئ ښوونکی شئ یا ډاکټر. دا ټول مسلکونه به وي، خو هغه کسان به پکې بریالي وي چې د دې نوو وسایلو کارول زدکړي."