د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر د ښځو پر کار د بندیز په اړه خبرو لپاره کابل ته ځي

UN

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مارټین ګرېفېټس - د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارټین ګرېفېتس د طالبانو حکومت لخوا په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندېز په اړه خبرو لپاره کابل ته ځي.

د رویټرز خبري اژانس په حواله افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو همغږي کوونکي رامز الاکبروف نیویارک کې رسنیو ته ویلي چې‌ ښاغلی ګرېفېتس به راتلونکو اوونیو کې د دغه کېدونکي سفر پر مهال د طالبانو حکومت کې د امکان تر حده له جګپوړو چارواکو سره وګوري.

هغه زیاته کړې "خواشینې یو چې دې پرېکړې [نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز] وار له مخه زموږ ځینې پروګرامونه اغېزمن کړي دي."

نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې چې ملګرو ملتونو وویل افغانستان کې یې له زماني اړخه ځینې مهم پروګرامونه په لنډمهاله ډول درېدلي او ښايي نور فعالیتونه یې هم ټکني شي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږه کوونکی وايي ښځې د دوی د مرسته رسونکي ځواک ۳۰ سلنه برخه جوړوي او دا چې د دوی پر ځای نارینه نشي ګومارل کېدلی.

هغه دې ته هم اشاره کړې چې افغانستان کې "د خلکو بشرپاله اړتیاوې خورا ډېرې دي نو دا مهمه ده چې موږ پاتې کېدو او د دغو مرستو لېږدېدو ته دوام ورکړو."

ملګرو ملتونو ویلي‌ چې د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي بې وزلۍ کې ژوند کوي، هرو دریو کې دوه کسان د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري او شل میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي.

ښاغلي الاکبروف دا هم ویلي چې دوی د طالبانو حکومت له وزارتونو سره د دې پرېکړې د اغېزو په اړه پر خبرو بوخت دي او په دې لړ کې یې د عامې روغتیا له چارسمبالي وزیر سره د ښځینه مرستندویانو لخوا ښځو او نجونو ته د خدماتو رسولو په اړه ناسته "یو څه رغنده" وه.

دی وايي د روغتیا له وزیر سره "وار له مخه یوې هوکړې ته رسېدلي یو او هغه دا چې په دې سکتور کې به خنډ نه رامنځته کېږي او د خدماتو برابرونکې ښايي کار ته راستنې شي. نو راځئ وګورو چې دا څنګه پایله ورکوي."

نوموړي ویلي‌ چې له نورو وزارتونو سره هم په دې تړاو خبرې روانې دي، خو کومه هوکړه لا نه ده شوې.‌

هغه پر دې هم ټینګار کړی چې د دې پرېکړې بېرته اخیستلو لپاره د فشار پر ځای باید طالبانو سره خبرو ته لومړیتوب ورکړ شي.

د افغانانو د مړینې خطر

مرستې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملګري ملتونه وايي دوه پر دریمه برخه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

د ماشومانو ژغورنې صندوق، پاملرنې، ورلډ وېژن او د ناروې کډوالو شورا د طالبانو حکومت لخوا په نادولتي‌ ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز له پرېکړې وروسته افغانستان کې د فعالیتونو ځنډولو اعلان کړی.

دوی پنجشنبه یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې که نړیوالې مرستې درېږي نو د زرګونو کسانو د مړینې خطر رامنځته کېږي.

د ماشومانو ژغورنې نړیوال صندوق اجرائیه مشره ایګنر اشېنګ وايي"که موږ ونه توانېږو چې خپل پروګرامونه پیل کړو نو ماشومان به مړه شي. سلګونه او زرګونه کسان به مړه شي. وضعیت همدومره جدي دی."

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت د ډسمبر په ۲۳مه د دغه وزارت د سرپرست مولوي دین محمد حنیف لخوا یوه لاسلیک شوي مکتوب کې وویل، چې د اسلامي حجاب نه مراعاتېدو له امله یې په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

خو د ملګرو ملتونو د مرستو همغږی کوونکی وايي دا پرېکړه کندهار کې د طالبانو مشرتابه شورا کړې ده.

د نوموړي په وینا طالبان د دې پرېکړې پر سر ویشلي دي.

women

د عکس سرچینه، Getty Images

تېره ورځ د امریکا په ګډون د افغانستان ۱۲ مهمو مرستندویه هېوادونو او اروپايي ټولنې یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې طالبان باید دا پرېکړه بېرته واخلي.

دوی ویلي و چې دغه ګام د میلیونونو کسانو ژوند خطر سره مخ کړی دی.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو،‌ د اسلامي همکاریو سازمان او ګڼو نورو ادارو او هېوادونو هم د ښځو په تړاو د طالبانو پر وروستیو پرېکړو نیوکه کړې او له هغوی یې غوښتي چې دا پرېکړې بېرته واخلي.‌ 

طالبان بیا وايي د "شریعت او افغاني‌ دود" په چوکاټ کې د ښځو له کار او د نجونو له زدکړو سره ستونزه نه لري‌ او ګواکې د یوه "مناسب چاپېریال" جوړېدو لپاره یې کار کوي.‌