کوم خواړه باید ونه خوړل شي او ولې باید ورته پام وکړو؟

    • Author, مارک شي
    • دنده, بي بي سي

بیل مارلر یو وکیل دی، چې د روغتیا او خوړو خوندیتوب په برخه کې فعالیت کوي. نوموړي په تېرو دېرشو کلونو کې د ځینو هغو کسانو وکلات او دفاع کړې، چې د ناسمو خوړو له کبله ناروغان شوي دي.

ښاغلی مارلر د نیټفلیکس (Netflix ) په یوه مستند فلم کې یې د کارپوه په توګه کار کړی دی.

د دې مستند فلم انګېزه د ښاغلي مارلر له لومړي کتاب څخه راپورته شوې ده.

ده خپل کتاب کې د خپلې لومړۍ لویې قضیې په اړه لیکلي دي.

بیل مارلر له بي بي سي سره د هغو خوړو په اړه خبرې کړې، چې تاسو یې له خوړلو باید ډډه وکړئ البته که غواړئ چې ناروغه نه شئ.

۱۷ کلنې امریکايۍ نجلۍ ستیفني اینګبرګ ښه ژوند درلود.

نوموړې له خپل ټاټوبي سنت لوییز څخه دومینیکن ته په رخصتۍ روانه وه.

د الوتنې له الوت مخکې د استفانی نس لږ درد وکړ، خو هغې ورته چندانې پام ونه کړ.

ان دا، چې کله خپل منزل ته ورسېده، حالت یې یو څه ښه شوی و.

خو د شپې لخوا یې حالت بیا خراب شو او روغتون ته لاړه.

د شپې په تېریدو سره سهار کې یې خپله مور نه پېژندله.

پښتورګي يې کار نه کاوه. هغې ته تورم مغزي یا د مغزو پاړسوب پیدا شوی و.

د هغې مور او پلار هغه بېرته د امبولانس په واسطه متحده ایالاتو ته یووړه او هالته معلومه شوه، چې نوموړې د ای کولای باکتریا په ذریعه په عفونت اخته شوې ده.

د شپې لخوا یې حالت بیخي خراب شو، یو پادري یې راوستو چې وروستۍ دعا ورته ولولي. ستیفني هم د نیټفلیکس په مستند فلم کې یو مهم رول لري.

دا مستند فلم ښیي، څنګه هغه خواړه، چې موږ یې خورو او د خوړو تولید دوره کې د حفظ الصحې اصولو نه مراعات کېدو له کبله د مصرف کونکو لپاره وژونکي پایلې رامنځته کوي.

کله چې پادري په دعا پیل وکړ، د ستیفني سترګې خلاصې شوې. هغه ژوندی پاتې شوه. خو د ای کولای باکتریا او عفونت په کې اوږد مهاله اغېزې پرې پرېښودې.

نوموړې په دې مستند فلم کې وايي: "زه باید هره ورځ درمل وخورم، چې پښتورګي مې سم کار وکړي. کېدای شي زه د پښتورګو بدلولو ته اړه شم. دا هغه څه دي چې هیڅوک یې اوریدل نه غواړي. ما یوازې یو سلاد وخوړ او اوس باید د ټول عمر لپاره زما په روغتیا باندې د هغې اغېزې وزغمم."

د روغتیا نړیوال سازمان شمېرې ښيي، چې ستیفني یوه له هغو ۶۰۰ میلیونو کسانو ده، چې هر کال د ککړو خوړو له کبله ناروغه کېږي.

له نیکه مرغه ستیفني د هغو ۴۲۰،۰۰۰ کسانو په ډله کې نه وه، چې د ککړو خوړو له کبله هر کال مړه کېږي.

خوړو ته پاملرنه، کولی شي ستاسو ژوند وژغوري.

لاندې د بیل مارلر مشورې دي. او هغه خواړه یادوي چې د صحتمند پاتې کېدو لپاره باید له خوړلو یې ډډه وکړئ:

د هغو جوسونو او شیدو څښل چې پاستوریزه (د سلو درجو نه کم حرارت ورکول چې میکروبونه یې وژل شي) شوې نه وي.

ښاغلی مارلر وايي: "تاسو شاید فکر وکړئ چې خامې شیدې یا هغه چې پاستوریزه شوې نه وي ستاسو روغتیا ته ګټه لري خو باور وکړئ په دې ډول د یادو خوړو خوړل هغه خطر ته په کتو یې ارزښت نه لري. "

" داسې بریښي چې خلکو هغه ناروغۍ په بشپړ ډول هېرې کړې، چې په ۱۹مه پیړۍ کې یې شتون درلود."

هغه خواړه چې تېغ یې وهلی وي

ښاغلی مارلر هغه خواړه یا د حبوباتو دانې نه خوري، چې تیغ یې وهلی وي.

د لوبیا، میو، مشنګو او ورته نورو خوړو تېغ وهل له زهرجن کېدو یا مسمویت سره نېغ په نېغه اړیکه لري.

آلمان کې په ۲۰۱۱ کال کې د ۹۰۰ کسانو پښتورګي خراب شول، چې دوی کې ۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د دوی د ناروغۍ لامل د یو ډول تېغ وهل شویو دانو خوړل وو.

ښاغلی مارلر وايي: "کله چې تخمونه یا دانې په آزاده هوا کې وده وکړي، ککړېږي. بیا یې چې کله تړلې فضا ته راوړئ او په اوبو کې یې اچوئ چې تېغ ووهي نو دا په دې معنی ده چې د باکتریا ودې لپاره مو ورته ښه زمینه برابره کړه."

"زه د خوړو د خوندیتابه کارپوهانو په ډله کې هیڅوک نه پېژنم چې تېغ وهلې شوې دانې دې وخوري."

هغه غوښه چې ښه پخه شوې نه وي

کله چې موږ غوښې په اړه غږیږو په ځانګړې ډول ماشین شوې غوښې په اړه باید پوهه شو هغه باکتریا چې د خوښې پر مخ وه اوس خپله خوښه کې ور ګډه شوې ده.

له همدې کبله کله چې د غوښې برګر خورئ نو باید غوښه یې ښه پخه شوې وي.

کله چې موږ سختو ناروغیو او د باکتریاو په اړه غږیږو نو اړینه نه ده، چې باید شمېر یې زیات وي.

ښاغلی مارلر وايي: "یوازې ۵۰ ای کولای باکتریا کولی شي تاسو ووژني. د دې باکتریاو ۱۰۰ زره یې د یوې ستنې په سر کې ځاېږي. دا هغه څه دي، چې هیڅ په سترګو لیدی نه شئ.

نوموړی وړاندیز کوي، چې ستاسو برګر باید لږ تر لږه ۹۶ درجې سانتي ګراد کې پوخ شي چې ټولې باکتریاوې په کې وژل شوي.

د کباب په حالت کې خطر معمولا ټیټ وي ځکه چې د کباب په مخ باکتریاوې د پخلي پر وخت وژل کېږي.

مخکې مینځل شوې او مخکې پخې شوې میوې او سبزيجات/سابه

د خوړو د خوندیتابه یو بل متخصص منصور صمد پور په یاد مستند فلم کې وايي:

"کله چې تاسو یو برګر خورئ تر ټولو خطرناکه څېز برګر نه دی بلکې په هغه کې شته پیاز، کشنیز او سره بانجان دي."

په ۲۰۰۶ کال کې د ای کولای باکتریا یوه څپه رامنځ ته شوه، چې اصلي سر چینه یې پالک و.

په پایله کې تر ۲۰۰ زیات کسان ناروغه شول او پنځه تنه مړه شول او ښاغلی مارلر د یاد ویروس د ډیرو قربانیانو وکیل و.

دا ککړتیا په کلیفورنیا کې د پالکو په فارم کې رامنځ ته شوې وه او همدا پالک بیا د هېواد ګوټ ګوټ ته استول شوي وو.

ښاغلی مارلر وايي: "کله چې ډېر خلک ستاسو خوړو ته لاس وروړي، هغوی یې ککړوي، او دا ککړتیا په چټکۍ سره ټولو خوړو کې خپرېږي."

خامې یا کمې پخې شوې هګۍ

هغه څه چې هګۍ زهرجنې یا ککړوي هغه د سالمونلا باکتریا ده.

ساسالمونلا یوه عامه باکتریا ده، چې د اسهال، تبه، التهاب او د معدې د درد لامل کېږي.

دا باکتریا زاړه او ځوانان کولی سخت ناروغان کړي او ان د مرګ لامل یې هم کېدای شي.

بسته بندي شوي خواړه او ساندویچ

ښاغلی مارلر وړاندیز کوي: "ډاډه ترلاسه کړئ چې د پوښ یا قطعي پر مخ تاریخ یې تېر شوی نه وي او هغه خواړه وخورئ چې تاسو پخپله چمتو کړي یا ستاسو په مخ کې چمتو شوي وي."

ښاغلی مارلر وايي، باکتریا په متحده ایالاتو او ټوله نړۍ کې لویه وژونکې بلا ده.

باکتریا کولی شي هر هغه څوک تر روغتونه ورسوي، چې خوړلې یې وي.

نوموړی وايي: "لیسټریا میکروب کولی شي په اسانۍ سره د یخچال په یخنۍ کې وده وکړي. که څوک تاسو ته ساندویچ جوړ کړي او تاسو یې سمدلاسه وخورئ، نو دې حالت کې د لیستریا میکروب خطر کم دی. خو که دوی ساندویچ جوړ کړي او دا د یوې اوونۍ لپاره په یخچال کې پاتې شي او بیا یې وخورئ، په دې وخت کې د لیستریا میکروب دومره وده کوي چې تاسو ناروغه کړي."

خو سوشي معمولا تاوان نه کوي

سوشي یو ډول چاپاني خواړه دي، چې د ماهي له خامې غوښې او ورېژو جوړېږي.

د ښاغلي مارلر لپاره دا دومره خطرناکه خواړه نه دي، خو هغه سپارښتنه کوي چې د سوشي د اخستلو ځای ته پام کوئ.

نوموړی وايي: "زه چې کله غواړم بهر خواړه وخورم نو کېدای شي د کبابو رستورانت پر ځای د سوشي رستورانت ته لاړه شم ځکه په کبانو کې د ککړتیا احتمال کم دی. "

نوموړی زیاتوي: "زه معمولا له سوپر مارکیټونو سوشي نه اخلم. خو کېدای شي یو ښه سوشي رستورانت په بشپړ ډول خوندي وي ځکه کب د باکتریاو لپاره ښه کوربه نه دی او دا چې د خطر کچه په کې ټیټه ده دا ما ته د ارامۍ حس را کوي."