د امریکا عدلیې وزارت: پخواني طالب قومندان د یوه خبریال برمته او پر امریکايي پوځيانو بریدونو کې لاس لرل منلي

د عکس سرچینه، Reuters
دامریکا عدليي وزارت ویلي د طالبانو یوه پخواني قومندان د محاکمې پر مهال منلي چې هغه په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹کلونو کې یو امریکايي خبریال او دوه افغان وګړي تښتولي وو.
نجیب الله نومي دا کس چې عمر یې ۴۹ کاله ښودل کېږي د یوه امریکايي خبریال د تښتولو او پر داسې برید پر پلانولو تورن دی چې له کبله یې درې امریکایان وژل شوي وو.
د هغه د معلوماتو له مخې تښتول شوي کسان د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډېورنډ کرښه ساتل کېدل.
نجیب الله چې په ۲۰۲۰م کال کې د رویټرز خبري اژانس د پخواني خبریال ډېوېډ رود د تښتولو په تور تورن شوی و اوس د عمري بند سزا له اعلان سره مخ دی.
د روېټرز خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ هغه پخوا هم دغې قضیه کې خپله ښکلتیا منلې وه، حاجي نجیب الله همداراز د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹م کال تر منځ هغه برید کې هم خپله ښکلتیا منلې چې په کې لږ تر لږه دوه امریکایان وژل شوي وو.
د امریکا د عدليې وزارت ویلي طالب وسله والو د نجیب الله تر مشرۍ لاندې امریکايي عسکر هدف ګرځولي وو. دغه وزارت دا هم ویلي چې له یوه فرانسوي خبریال سره د خبرو پر مهال هغه دا وضاحت هم ورکړی چې څنګه یې امریکايي او فرانسوي سرتيري په نښه کول.
د امریکا د څيړنو فدرالي ادارې یا د اېف بي ای د نیویارک څانګې مرستیال مشر جی رایا په یوه وینا کې ویلي " دغو ترهګریزو بریدونو د بشریت هیڅ خیال نه ساته او نجیب الله بالاخره ومنله چې زموږ د خلکو په بې وخته مړینه کې یې لاس درلود."
په رپوټونو کې ویل شوي چې نجیب الله کابل ته څېرمه د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د طالب وسله والو مشري کوله. هغه په ۲۰۲۰ کال کې اوکرایین کې ونیول شو او بیا امریکا ته ولېږدول شو. د هغه د نيول کېدو په اړه لا هم ډېر څه نه دي ویل شوي او دا چې هغه څه ډول له افغانستانه اوکرایین ته رسېدلی و. بي بي سي د امریکا د عدلیې وزارت دې اعلان ته د طالبانو حکومت غبرګون وپوښت، مرستیال ویاند یې حمد الله فطرت وویل " دا چې څوک او څنګه نیول شوی، معلومات نه لرم."
له هغه مهال چې د طالبانو او امریکا ترمنځ جګړه کې د خبرو هڅې شوي او بیا په دوحه کې د دواړو لورو ترمنځ یوه هوکړه لاسلیک شوې، د یوه بل یو شمېر زندانیان یې ازاد کړي او هیله یې ښودلې چې د همکارۍ په لټه کې دي.
د روان کال د مارچ پر شلمه ۲۰ مه یو امریکايي پلاوی کابل د امریکا د ولسمشر د یوه سلاکار اډم بولر په مشرۍ کابل ته لاړ او یو امریکايي زنداني یې ازاد کړ.
وروسته د طالبانو حکومت یوه وینا پاڼه کې وویل " اډم بولر د افغانستان او امریکا ترمنځ د زندانیانو په تړاو د باور جوړونې برخه کې پرمختګ یو ښه ګام وباله."











