تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کندهار کې د ږېرې د'' کمولو یا خریلو'' په تړاو د امر بالمعروف نوي فشارونه او نیونې
- Author, مامون درانی
- دنده, پښتو بي بي سي
بي بي سي ته د کندهار یو شمېر اوسېدونکو، د هغو کسانو په ګډون چې د ږیرې د "کمولویا خریلو" له امله نیول شوي، ویلي چې د امر بالمعروف ادارې محتسبینو په تېرو څو ورځو کې د ږیرې نه پرېښودو په تړاو سخت چلند پیل کړی دی.
د حمید په مستعار نوم د کندهار ښار یو اوسېدونکی، چې د ږیري د کمولو له امله لنډ مهالی بند هم تېر کړی وایې ''د امربالمعروف محتسبین سپک او له عقدې ډک چلند کوي. ''
نوموړی وایې ''موږ یې لومړی حوزې ته بوتلو او هلته یې زموږ شخصي مالومات واخیستل وروسته یې محبس ته ولیږدولو، یوه نیمه ورځ مو هلته تېره کړله، د خوشي کېدو پر مهال یې زموږ د کورنۍ مشران را وغوښتل او له ضمانت وروسته یې په دې شرط خوشي کړو، چې بیا به ږېره نه تراشو او تر یوې قبضې به یې نه لنډو. ''
حمید تور پوري کوي، چې د امربالمعروف محتسبینو ورته ویلي ''مسلمانان خو هسې هم نه یاست دا ږېره خو پرېږده. ''
د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهې عن المنکر ادارې قانون، چې نژدې یو کال وړاندي، د ۱۴۰۳ لمریز کال د وږی پر لومړۍ نېټه د ملا هبتالله اخندزاده له لوري توشیح شو اوس یې په کندهار کې د بشپړ پلي کېدو هڅي روانې دي.
د طالبانو د نافذ شوي قانون یوه برخه د ږیرې په اړه ځانګړي احکام لري.
د امربالمعروف د قانون لسمه ماده کې د محتسب او احتساب د اصولو په اړه ویل شوي، چې محتسبین باید انساني کرامت مراعت او له خلکو سره ښه چلند وکړي.
لسمه ماده کې پر دې هم ټینګار شوی چې "له منکراتو مخنیوی په وعظ او نرمۍ سره وي، په لاس منع کول به هغه وخت اجازه لري چې د کومې لویې بدۍ رامنځ ته کېدو وېره وي."
خو د کندهار ښار د هرات بازار یوه دوکاندار، چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي، بي بي سي ته ویلي، چې د تېرې یکشنبې پر ورځ د امر بالمعروف محتسبین دوکان ته ورغلي او ورته ویلي یې دي، چې "د وروستی ځل لپاره د ږیرې پرېښودو توصیه درته کوو، نور مو حوصله ختمه شوې ده."
دغه کس وایې محتسبینو دا هم ورته ویلي ، چې ږېره زموږ لپاره نه، د خدای لپاره یې پرېږده.
خو ددغه ادارې ویاند، سیف الاسلام خیبر وايي: "تر اوسه هیڅ داسې رسمي امر نه دی شوی چې ږیره دې په جبر پرېښودل شي، د ږیرې په اړه محتسبین هر وخت دوکانونو ته ورځي او دعوت ورته کوي."
سختدریځې تګلارې له کندهار پیل بیا ټول هېواد ته غځولي
ځینو نورو سرچینو هم بي بي سي ته تائید کړې چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت محتسبین د اوونۍ په اوږدو کې د ښار سوداګریزومارکیټونو، بازارونو، تعلیمي مرکزونو او نورو ادارو ته ورځي او د ږیرې پرېښودو په اړه وروستۍ سپارښتنې او سرغړونکو ته د بند او جرمانې ګواښ کوي.
سرچینو دا هم ویلي، چې محتسبینو له ځینو شرکتونو، دوکانونو اوخوړنځایونو ځینې کسان نیولي، او له لنډمهاله بند او ضمانت وروسته یې د هغوی د سر ورېښتان هم ورخریلي دي.
په کندهار کې د عینو مېنې ۳۵۰ بستریز روغتون کارکوونکو ته هم د خبرداري لیک نښلول شوی، او ترې غوښتل شوي چې خپل ظاهري بڼه له شریعت او سنتو سره برابره کړي.
په خبرتیا کې لیکل شوي: "د ږېرې خریل او لنډول دواړه عملونه ګناه ګڼل کېږي، او که څوک دغه امر ونه مني، نو له هغه سره به قانوني چلند وشي."
د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې محتسبینو په کندهار کې سلمانيانو (ناييانو) ته هم خبرداری ورکړی چې د ږيرې کوچنۍ کول يا خريل منع او د دوی د اوامرو اطاعت دې وکړي.
کندهار کې یو سلمان بي بي سي ته ویلې، چې د یو کس د ږېرې د لنډېدو له امله محتسبینو هغه دوې ورځې بندي کړی و.
د طالبانو حکومت دا ډول قانون جوړونه د خپلې تګلارې برخه ګڼي، خو په تېر کې د بشري حقونو د فعالانو له نیوکو سره مخ او دغه تګلاره یې د خلکو پر ورځني ژوند او خصوصي حريم باندې د مداخلې په توګه ګڼلې وه.
د ږیرې په اړه د امربالمعروف قانون کې څه راغلي؟
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون له مخې، د "ځانګړو منکراتو" تر سرلیک لاندې د نورو مواردو ترڅنګ دا هم ویل شوي چې د وزارت محتسبین د ږیرو د خریلو (تراشلو) په مخنیوي مکلف دي.
د دغه قانون ۲۴مه ماده کې لومړی نصیحت یا توصیه کول راغلي، د الله تعالی له عذاب وېرول، په سختو ټکو ګواښل، مالي جریمه لګول، له یو ساعته تر درې ورځو پورې لنډمهاله بند ورکول او که اصلاح رامنځته نه شي، نو محکمې ته د شخص ورپېژندل شامل دي.
قانون ټینګار کوي چې باید دا سزاوې له ترتیبي اصولو سره سمې او د سرغړونې له نوعیت سره برابرې وي.
همداراز، په قانون کې راغلي چې نارینه مکلف دي ږیره پرېږدي او باید تر قبضې (یوه ټاکلې اندازې) کمه نه وي. د ږیرې خرییل یا تراشل منع دي او دا عمل د منکراتو له جملې څخه ګڼل کېږي.
د طالبانو او نورې اسلامي نړۍ د تګلارو توپیر
د "امر بالمعروف او نهی عن المنکر" مفهوم، چې د نیکۍ امر کول او د بدۍ مخنیوی دی، په نورو اسلامي هېوادونو او ټولنو کې هم شته، خو هلته د طالبانو د حکومت په څېر په دومره سخته بڼه نه پلی کېږي.
په سعودي عربستان کې د "هيئة الأمر بالمعروف والنهي عن المنكر" (د نیکۍ امر او د بدۍ مخنیوی کمیټه) په نوم یوه اداره شته، چې د ۱۹۲۶ کال راهیسې د شریعت د احکامو پلي کولو لپاره کار کوي.
دا اداره د نارینهوو او ښځو پر جامو، اخلاقو او ټولنیزو کړنو څارنه کوي، خو د ږیرې خرېیل منع نه دی.
په ایران کې د "ګشت ارشاد" (اخلاقي پولیس) په نوم یوه اداره د اسلامي جامو او ټولنیزو نورمونو د پلي کولو لپاره کار کوي.
دوی د ښځو پر حجاب او د نارینهوو پر عمومي چلند څارنه کوي، خو د ږیرې خرېیل په اړه ځانګړی قانون نه لري.
په نورو اسلامي هېوادونو لکه پاکستان، مصر او سودان کې د "امر بالمعروف او نهی عن المنکر" مفهوم د دیني عالمانو، مدني ټولنو یا مذهبي حلقو له خوا د تبلیغ، وعظ او ارشاد له لارې غیر رسمي ډول ترویج کېږي، نه د سختو دولتي محدودیتونو یا سزاګانو له لارې.