د پېښور امن جرګه: افغانستان سره په تړاو دريځ کې دې صوبايي حکومت سره مشوره وشي

د عکس سرچینه، PTI
د امن جرګې له هغې ناستې وروسته چې پر چارشنبه (۱۲نومبر) د خیبر پښتونخوا په پارلمان کې وشوه، په یوه پرېکړه لیک کې ویلي، چې فدرالي حکومت باید د افغانستان او پاکستان اړیکو په هکله پالیسۍ کې له صوبايي حکومت سره مشوره وکړي.
بل لور د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) مشر منظور احمد پښتين وايي دې امن جرګې کې يې د ګډونوال پلاوي کسان تر اوسه خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي.
ده پر ټولنيزو رسنيو يوه اعلامه کې ويلي، خبر ورسېدلی دی چې له جرګې وتلو وروسته لاره کې د خيبر پښتونخوا پوليسو او پټو ادارو کسانو له سخت زورزياتی سره د دوی کسان تښتولي دي.
ده د پي ټي ای (تحریک انصاف پاکستان) ګوند له مشرانو غوښتي چې خپلو کورونو ته يې د کسانو رسېدو کې مثبت فعاليت وکړي. د خيبر پښتونخوا يا پاکستان چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افريدي د دې کسانو پر لادرکه کېدو نیوکه کړې ده.
ښاغلي اپریدي وویل:
د جرګې دوه غړي نادرکه دي. دا کار زموږ د قبایلي او پښتون روایاتو خلاف دی. جرګه د پښتنو دود دی. د جرګې ګډونوال له راتلو، جرګه کې تر کېناستو او بېرته تر کوره رسېدو پورې د جرګې مېلمانه دي.
هر چا چې دا کار کړی وي، زموږ د پښتنو دود یې مات کړی، هر چا چې دا کار کړی وي، هغه د پښتون قوم د امن دښمن دی. هر چا چې دا کار کړی وي، هغه نه غواړي په خیبرپښتونخوا کې امن راشي. د دې کار پایله به ډېره سخته وي.''
له دې مخکې د خیبر پښتونخوا پارلمان ویاند د امن جرګې ګډې اعلامیې لوستلو پر مهال وویل: ''د امن او سولې په هکله نن ټول سیاسیون یوه خوله دي، تېره شپه هم وړاندیزونه چمتو شوي او نن ورځ هم پرې کار شوی، تاسې ټولو زموږ لاسونه او مټې پیاوړې کړې.''
د پي ټي ایم غړو تري تم کېدو خبرې داسې مهال کېږي، چې د خيبر پښتونخوا امن او سولې جرګې پرون د خپلو بحثونو په رانغښتلو سره د ۱۵ ټکیو یو پرېکړه ليک خپور کړ، چې پام په کې د امنیت پر ښه والي، د پاکستان-افغانستان تګلارې غوره کولو کې د خيبرپښتونخوا حکومت سره د مشورې او د ترهګرۍ کابو کولو پر غوښتنو راټول و.

د عکس سرچینه، Facebook/Manzoor Ahmad Pashteen
د امن یا سولې په نامه دا جرګه پرون د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې جوړه شوې وه، چې د والي، مشر وزير او مخالف مشر په ګډون د شاوخوا خوا ۲۰ بېلابېلو سياسي ډلو او ګوندونو مشرانو او غړو په کې برخه لرله.
دوی د قبايلي ولسواليو په ګډون د خيبر پښتونخوا بېلابېلو سيمو کې د ترهګرۍ او تاوتريخوالي غندنه وکړه، او د فدرالي او صوبايي بنسټونو ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ هڅونه یې کړې ده.
په اعلامیه کې وړاندیز شوی، چې صوبايي پارلمان او صوبايي حکومت باید د صوبې په کچه کاري پلان چمتو کړي، او د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ لار سملاسي پرانیزي.
په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې امن جرګه د قبایلي سیمو په ګډون چې په صوبه کې شاملې شوې ترهګري غندي او باید د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره هره قانوني تکلاره له صوبايي اسمبلۍ سره د نظر له شریکولو وروسته چمتو شي.)
په اعلامیه کې دغه راز راغلي، چې د امنیتي مسائلو په تړاو د صوبايي اسمبلۍ متفقه پرېکړې باید عملي شي. د امن جرګې په دې غونډه کې د پاکستان تحریک انصاف، عوامي نېشنل، پاکستان پیپلز او جماعت اسلامي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ استازو په ګډون سیاسي فعالانو ګډون درلود. جرګې ته د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي په ګډون یو شمېر ګډونوالو ویناوې وکړې.
بل لور د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي ایم مشر منظور پښتون ویلي، دې جرګې کې د دوی د غورځنګ څو برخه وال له ګډونه وروسته لادرکه شوي دي. د غورځنګ غړي وايي هغه مهال ونیول شول چې کله د جرګې له تالاره د احتجاج په ډول ووتل.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې ځايي پولیس او سي ټي ډي (ترهګرۍ ضد ځواک) به د داخلي امنیت ټینګښت چارو مشري کوي او د قانون له مخې پولیس د اړتیا پر مهال له فدرالي ادارو د مرستې غوښتنه کولای شي.
په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې حکومت باید له پولیس او سي ټي ډي ځواکونو سره د امنیت په ټینګښت کې ځانګړې مالي مرسته وکړي.
په اعلامیه کې دغه راز د باج اخیستنې مخنیوي او غیرقانوني محصولاتو له منځه وړلو لپاره د مربوطې پالیسۍ جوړولو غوښته شوې او وړاندیز شوی، چې: ''په صوبايي کچه د امن داسې فورم دې رامنځته شي، چې ډېری غړي یې غیر دولتي کسان وي.''
په اعلامیه کې ویل شوي د ځايي ادارو مالي ثبات او بساینې لپاره باید اساسي قانون کې بدلون راشي او صوبايي او فدرالي مالي کمېسیونونه باید له یو بل سره غوټه شي.
په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې امن جرګه د صوبايي او فدارلي حکومتونو تر منځ د ترینګلتیا کمولو وړاندیز کوي او د شریکو ګټو شورا غونډه باید له قانوني مودې سره سم راوبلل شي.
څېړونکي وايي که څه هم پرله پسې جرګې شوې، د قانون او نظم ساتلو کې کوټلې پرمختياوې لا هم ډېرې نه ښکاري، سره له دې چې دې جرګه کې د ګډونوالو ترمنځ يووالی کمساری بلل شوی دی.








