۷۰ کلنې ښځې غبرګونې ماشومان زېږولي؛ 'د ژوند ملګری یې چې خبر شو، وتښتېد'

یوګانډا

د عکس سرچینه، WHI&FC

د افریقا په یوګانډا کې یوې ۷۰ کلنې ښځې د ای في ایف (IVF) طبي درملنې په مرسته غبرګونې ماشومان زیږولي دي.

د روغتیا برخې د مسولینو معلوماتو له مخې، سفینې د یوګانډا په پلازمېنه کمپالا کې په یوه روغتون کې یو هلک او یوه نجلۍ زیږولې ده.

د دې غبرګونو مور سفینې له ځايي رسنیو سره د خبرو پر مهال دا یوه معجزه بللې ده.

د روغتون استازو سفینې ته د مبارکۍ ویلو پرمهال وویل، چې دلته د طبي بریا پرتله د انسان روحي پیاوړتیا ډېره مهمه ده.

د یادولو وړ ده، چې تر دې مخکې په ۲۰۱۹ کال کې هم په هند کې یوې ۷۳ کلنې مېرمنې د ای في ایف ( IVF) درملنې په مرسته غبرګوني ماشومان زیږولي وو.

د یوګانډا د ښځو نړیوال روغتون او د زیږون مرکز په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: "موږ یوه بې مخینې چاره ترسره کړه، افریقا د ډېر عمر مور په ۷۰ کلنۍ کې دوه ماشومان وزېږول. "

د روغتون د معلوماتو له مخې دغه ماشومان د چارشنبې په شپه پیدا شوي دي. د مور او ماشومانو روغتیايي حالت ښه دی.

سفینې د یوګانډا ډیلي میل ورځپاڼې ته وویل، چې د هغې میندواري خورا ستونزمنه وه ځکه د هغې د ژوند ملګری چې خبر شو دا غبرګونې ماشومان زیږوي، نوموړې یې پرېښوده او ورنه لاړ.

یوګانډا

د عکس سرچینه، WOMEN'S HOSPITAL INTERNATIONAL AND FERTILITY CENTER

سفینه وايي: "که تاسو له یوه زیات ماشومان وزېږوئ، دا د نارینو نه خوښېږي. له هغه وخته چې زه روغتون ته داخله شوې یم، ده (خپل ملګری) بیا خپل مخ نه دی را ښکاره کړی".

سفینې په دریو کلونو کې دوه ځلې ماشومان زیږولي دي. تر دې وړاندې په ۲۰۲۰ کال کې هم هغې لور زېږولې وه.

نوموړې وايي، غوښتل يې نور اولادونه هم ولري، ځکه د دې ماشومان نه کېدل او خلکو به تل پرې ملنډې وهلې.

"ما به د خلکو د ماشومانو پالنه کوله او کله به چې لوی شول، زه به یې پرېښودم. ما به تل دا سوچ کاوه چې کله زه زړه شم زما خیال به څوک ساتي. "

دا څرګنده نه ده، چې آیا سفینې خپلې تخمې کنګل کړې وې او که یې د ماشومانو د زیږون لپاره له مرستندویه کسانو اخیستې وې.

د يادونې وړ ده، چې معمولاً ښځې د ۴۵ او ۵۵ کلونو تر منځ د مينوپاز(د میاشتنۍ ناروغۍ دریدل) په ناروغۍ اخته کېږي، چې وروسته يې د اولاد د زېږولو توان کمېږي، خو په طبابت کې د نوښت له امله اوس دا ډول مېرمنې د اولاد زېږولو توان لري.

ای في ایف (IVF) درملنې په لړ کې د میرمنې هګۍ په لابراتوار کې د نارینه تخمې (سپرم) سره القاح کېږي او جنین بیا د میرمنې په رحم کې ځای په ځای کېږي.