ایټالیا ته د کډوالو رسېدلې کښتۍ کې د نوي زېږېدلي ماشوم مړی موندل شوی

د عکس سرچینه، EPA
ایټالیا کې ژغورنډلې د ناقانونه کډوالو له یوې کښتۍ د یوه نوي زیږېدلي ماشوم مړی تر لاسه کړی.
ژغورونکي وايي ښايي دا ماشوم چې مور یې د شمالي افریقا ده، پر لاره زېږېدلی وی.
ټاکل شوې د اروپايی کمیسیون مشره اورسولا ون ډرلیین یکشنبه د کډوالو د ستونزې په تړاو د ایټالیا لمپېدوسا ټاپو ته سفر وکړي.
د دغه نوي زیږیدلي ماشوم مړی هم د لمپېدوسا ټاپو ساحل کې په هغې کښتۍ کې موندل شوی چې ناقانونه کډوالو په کې ځانونه تر دغه ځایه رسولي دي.
ځايي چارواکو ویلي د دې پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.
لمپیدوسا ټاپو د ایټالیا له هغو ټاپو ګانو دی چې په ځانګړې توګه د شمالي افریقا له هېوادونو لوی شمېر ناقانونه کډوال ورته راځي.
دا د نورو افریقايي هېوادونو کډوال دي چې د شمالي افریقا هېوادونو، په ځانګړي توګه تونس ته ځانونه رسوي او له هغه ځایه بیا د سمندر له لارې ایټالیا ته ځي.
له بلې خوا د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني پر اروپايي ټولنې غږ کړی چې د ناقانونه کډوالۍ له امله د رامنځته شوي فشار په کمولو کې ورسره مرسته وکړي.
نوموړې هڅه کوي اروپايي ټولنه قانع کړي چې د مدیترانې سمندر له لارې د ایټالیا ساحلونو ته د کډوالو د کښتیو د رسېدو مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخلي.
د اروپايي کمیسیون مشره اورسلا ون ډر لیېن هم د ایټالیا لمپېدوسا ټاپو ته د کډوالو د اړوندو چارو جاج اخستلو لپاره سفر کوي.
د کډوالو زیاتېدو سره د لمپېدوسا ټاپو اوسېدونکو لاریونونه هم کړي.

د عکس سرچینه، EPA
د ایټالیا لومړۍ وزیرې ویلي له اروپايي کمیسیون له مشرې غواړې چې د وضعیت خطر درک کړي او له تونسه د کډوالو د ورتګ مخنیوي په هدف یوې هوکړې لپاره چټک ګامونه واخستل شي.
د اروپا د پارلمان ایټالوي غړي نیوکلا پروکاچینې بي بي سي ته وویل ایټالیا نه شي کولی په یوازې سر د دومره لوی شمېر کډوالو چاره وکړي.
هغه وویل "موږ واقعا تر فشار لاندې یو، د کډوالو دا بهیر د یرغل په څېر دی. یوازې سږ کال دوه لکه کډوال ایټالیا ته راځي. له دې پوهېدلی شئ چې وضعیت څومره سخت دی. د دې بهیر مخنیوي لپاره باید لاس په کار شو."
د ایټالیا سره صلیب ویلي د کډوالو په یوه داسې مرکز کې چې د ۴۰۰ کسانو ساتلو لپاره جوړ شوی، ۲۵۰۰ کډوال ساتل کیږي.
یو شمېر داوطلب کسان هم له کډوالو سره د مرستې لپاره هلې ځلې کوي.
دوی زرګونو تازه راغلو کډوالو ته خواړه برابروي او سیسیلي ټاپو ته یې په لېږدولو کې مرسته کوي.
د روان کال له پیل اوسه نږدې یولک او ۲۶ زره کډوال ایټالیا ته راغلي دي.
دا شمېر د تېر کال پر تله نږدې دوه برابره لوړ دی.











