د افغانستان خبریالانو مرکز: ۱۴۰۲ کال هم د رسنیو او خبریالانو لپاره تیاره وو

ل

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, صابر عزیز
    • دنده, بي بي سي

د خبریالانو او رسنیو دغه ملاتړی بنسټ په خپل کلني رپوټ کې کاږي چې روان ۱۴۰۲ ه ش کال په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو ازادي نوره هم ناوړه حالت ته ستنه شوې.

د افغانستان خبریالانو مرکز دا نوی رپوټ د "خبریال ملي ورځې" په مناسبت چې هر کال د کب په ۲۷ مه نمانځل کېږي خپور کړی.

رپوټ کاږي روان کال په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان، د ازادۍ او خپلو بنسټیزو او قانوني حقونو تر لاسه کولو په برخه کې له " شدیدو" محدودیتونو سره مخ وو او په وینا یې " حقونه یې په پراخه کچه تر پښولاندې شوي دي."

د خبریالانو مرکز په کلنې رپوټ کې راځي: " په تېرو دوولسو میاشتو کې په رسنیو او خبریالانو فشار او ګواښ، له وړم کال نه هم ډېر وو، لامل یې هم هغه حکمونه دي چې د رسنیو قانون له منل کېدو سره سره د طالبانو حکومت او ځینو محلي چارواکو له خوا صادر شوي."

د خبریالانو مرکز موندنې ښيې، هغه خبریالانو چې یاد حکمونه یې په پام کې نه دي نیولي." ګواښل یا زنداني شوي، رسنۍ هم له تنبیهي غبرګون سره چې لنډمهالی او یا دایمي بندیز دی، مخ شوې."

د رپوټ له مخې د رسنیو او خبریالانو د حقونو تر پښولاندې کولو کې د طالبانو حکومت او یا هم ځينې ولایتي چارواکي چې " ځواکمن" بلل شوي په خپل سري ډول لاس لري.

د دغه مرکز شمېرې ښيي چې د خبریالانو او رسنیو د حقونو ماتونې ټولې ۱۳۹ پېښې یې ثبت کړې دي. په دې پېښو کې ۸۰ د ګواښلو، او ۵۹ نورې هم د زنداني کولو دي.

ب

د عکس سرچینه، AFJC

یاد مرکز بیا پر خبریالانو هدفي بریدونه چې له امله یې خبریالان مړه او یا ټپیان کېږي، کومه پېښه نه ده ثبت کړې چې په وینا یې "دا د خپل ډول مثبت او هېله بښونکی بدلون دی."

په رپوټ کې پر رسنیو د لنډ مهاله یا دایمي بندیز ۸ پېښې راغلې دي. دایمي بندیز د خبریالۍ د زدکړو په هغه دوره لګول شوی چې نارینه او ښځینه خبریالانو ته پکې ګډې زدکړې ورکول کېدې.

لنډمهاله بندیز بیا په شپږو محلي راډیوګانو او یوه محلي ټلویزیون لګول شوی دی.

دارنګه په تېرو ۱۲ میاشتو کې د دوو محلي راډیوګانو مسئول مدیران د جنایي جرم او یا بهرنیو رسنیو ته د جاسوسۍ په تور محاکمه شوي چې په وینا یې هر یوه ته د یوه کال زندان سزا ورکړل شوې ده.

د افغانستان خبریالانو مرکز د طالبانو حکومت کې د استخباراتو اداره او دارنګه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د رسنیو او خبریالانو ځپونکې ادارې بللې دي.

د رپوټ په ټکو د طالبانو حکومت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت شکایتونو او سرغړونو ته رسیدګۍ ځانګړي کمیسیون له لارې هڅې کړې خو د طالبانو په حکومت کې په دې ځواکمنو ادارو یې زور نه دی رسیدلی.

د خبریالانو ملي ورځې په اړه د طالبانو حکومت څه وايي؟

g

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه رپوټ ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د حکومت مرستیال ویاند ملا حمد الله فطرت یې بیا د خبریالانو ملي ورځې په مناسب په خپاره کړي ویډیویي پیغام کې وایي هیله لري خبریالان د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره حقایقو ته ریښتینی انعکاس ورکړي.

نوموړی وایي: " اسلامي امارت خبریالانو ته پر وخت مالومات ورکولو ترڅنګ، د دوی د امنیت او خوندیتوب د امکان تر حده د لازمو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکوي."

ښاغلی فطرت هیله څرګندوي چې خبریال خپلې خپرونې او فعالیتونه داسې چمتو کړي چې د ټولنې د رواني ډاډ او عامه اذهانو د روښانتیا په برخه کې اغېزناک تمام شي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

بل خوا د طالبانو حکومت کې د اطلاعاتو او کلتور چارسمبالي وزیر ملا خیرالله خیر خواه ددې ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې رسنۍ د پوهو ملتونو د اساسي او عامه پوهاوي په برخه کې ارزښتمنې بللې دي

نوموړي ویلي: " له هغو نوښتونو ملاتړ کوي چي رسنیزه پوهه پیاوړې کوي، سالم انتقاد ته لاره پرانیزي او په رسنیو کې اخلاقی معیارونو ته وده ورکوي."

د هغه په وینا د خبریالانو د ګډ کار په پایله کې به د خبریالانو حقوق خوندي او ملت ته ښه رسنیز خدمات وړاندې شي.

افغان خبریالانو ملي ورځ څنګه ونمانځله.

h

د عکس سرچینه، Social Media

افغان خبریالانو بیا خپله ملي ورځ تر ډېره په خواله رسنیو خپلو ځانونو او یا د دوی په ټکو " د بیان ازادۍ سنګر ملګرو" ته د مبارکیو په ورکولو سره نمانځلې.

دغه خبریالان چې ډېرو یې دندې له لاسه ورکړې او کم شمېر یې په رسنیز فعالیت بوخت دی، د خپلو کړنو د پخوانيو او یا تازه انځورونو په خپرولو سره د خبریالۍ یاد تازه کوي.

د دوی له منځه د سعید مسکین یار په نامه یوه خبریال په خپله فیسبوک پاڼه له خپاره کړي انځور سره لیکلي" دې عکس خواشینی کړم، موږ په کم وخت کې ډېر شاته لاړو، پنځه کاله وړاندې مو یوازې په خپلو کارونو او پرمختګونو فکر و مګر اوس د تیر ژوند په بایللو شېبو کې ایسار یو."

بل افغان خبریال ګل احمد احسان بیا لیکلي چې د افغانستان په هر ډول سختو شرایطو کې خبریالۍ ته دوام ورکوي، د هغه په ټکو که: " زه د خبریال په توګه د هر مظلوم په څنګ کې درېدلی یم او بیا به هم اوږه پر اوږه د هر ډول ظلم او ناروا په مخنیوي کې مبارزه نه پرېږدم."

ا

د عکس سرچینه، Saeed Meskin Yar

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ م کال اګست پنځلسمې بدلون وروسته چې طالبان بیا په دغه هېواد واکمن شول افغان رسنۍ او خبریالان هم له ګڼو بدلونو سره مخ شوې.

د رپوټونو پر بنسټ په تېرو څه د پاسه دوه نیمو کلونو کې لویه برخه خبریالانو چې ډېره برخه یې ښځینه هغه جوړوي خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

ډېرې افغانې رسنۍ هم د اقتصادي او نورو ستونزو له امله تړل شوې او یوې جوتې برخې خبریالانو هم له هېواده کډه کړې ده.

د خبریالان، رسنۍ او ملاتړي بنسټونه یې اندېښنه څرګندوي چې که روان وضعیت همداسې دوام ومومي ښایې شته رسنۍ هم له فعالیته ولوېږي او په دندو پاتې خبریالان هم د خپلو هغو همکارانو په لیکه ور ګډ شي چې له وړاندې یې پر مخ د رسنیو دروازې تړل شوې دي.