تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایران د وسله والو ځواکونو مشر له طالب مشرانو سره د لیدو لپاره کابل ته تللی
د ایران د وسله والو ځواکونو د مرستیال لوی درستیز په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی کابل ته تللی. په وروستیو کې د ایران د پوله ساتو ځواکونو او طالبانو ترمنځ په سرحدي سیمو کې څو ځله تاوتریخوالی رامنځ ته شوی دی.
برید جنرال بهرام حسیني مطلق د افغانستان پلازمېنه کابل کې د طالبانو د وسله والو ځواکونو له مرستیال مالي خان صدیق سره "د ګډو سرحدي همکاریو" د زیاتولو په موخه کتلي دي.
دا د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو او د هلمند سیند د اوبو پر سر له ناندریو وروسته تر ټولو لوړ پوړی پوځي ایرانی پلاوی دی چې کابل ته سفر کوي.
د طالبانو د دفاع وزارت وايي، په دې کتنه کې چې په کابل کې د دفاع وزارت په مقر کې ترسره شوه، دواړو لورو د سرحدي ستونزو، د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا او د خپلو اړوندو چارواکو له لارې د ستونزو پر حل ټینګار وشو.
په دې کتنه کې د کورنیو چارو، د سرحدونو او قبایلو چارو او د کرنې وزارت او د طالبانو د ځمکو ادارې مسوولینو هم حضور درلود.
د طالبانو د وسله والو ځواکونو مرستیال ویلي دي چې "اسلامي امارت تل د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او په بېلابېلو برخو کې لا زیاتو همکاریو ته ژمن دی".
د طالبانو د دفاع وزارت په وینا، "ایراني پلاوي په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ژمنې مثبتې و ارزولې او د اړیکو د لا پیاوړتیا ډاډ یې ورکړ."
ایراني چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دغه سفر په اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نعیم الحق حقاني په خپل ټویټر لیکلي چې د اسلام کلا په پوله د ترافیکو د درېدو خبرونه حقیقت نه لري او ترافیک د معمول په څېر روان دی.
هغه زیاته کړه، "البته، هغه څه چې د پولې په صفري نقطه کې د ایراني ځواکونو له خوا د دېوال جوړولو څخه د مجاهدینو (طالبانو) د مخنیوي په اړه خپاره شوي، ریښتیا دي."
مالي خان صادق د طالبانو د حقاني شبکې له نږدې کسانو څخه دی او څه موده په بګرام کې بندي و. نوموړی د ۲۰۱۹ کال په نومبر میاشت کې له انس حقاني او یو بل بندي سره خوشی او د قطر پلازمېنې دوحې ته ولېږدول شو.
کابل ته د ایران د دغه لوړ پوړي پوځي پلاوي سفر په داسې حال کې شوی، چې څو ځلې د ایراني پوله ساتو او طالبانو تر منځ پر پوله تاوتریخوالی رامنځ ته شوی او په ځینو مواردو کې سرحدي ساتونکي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
دوه اونۍ وړاندې د طالبانو او ایران پوله ساتو ځواکونو په اسلام کلا کې سره ولیدل.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا غونډه وروسته له هغه وشوه، چې ایراني ځواکونو د افغانستان په خاوره کې د یوه سړک د جوړولو اقدام وکړ، چې د اسلام کلا په پوله کې د طالبانو د سرحدي ځواکونو له خوا تړل شوی و.
طالبانو د ګډې پولې پر ټاکلو ټینګار کړی دی.
درې میاشتې وړاندې د ایران او افغانستان ترمنځ د ملک په پوله کې د طالبانو له خوا د یوه ایراني سرحدي ساتونکي د نیول کېدو ویډیو خپره شوه او په کې ښودل شوې وه چې طالبان په زوره د ایراني سرحدي ساتونکو یو نیول شوی عسکر لېږدوي. دغه سرتېری وروسته خوشې شو، خو له هغه سره د طالبانو چلند په ټولنیزو شبکو کې پراخ انعکاس درلود.دا د
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او سفیر حسین کاظمي قمي دی چې وايي که ایران ته اوبه ورنکړل شي نو ایران پوهیږي چې څه وکړي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد واحدي بیا ویلي له طالبانو سره باید تفاهم وشي او ایرانی پلاوی پرېښودل شي چې وګوري په رښتیا هم اوبه د وچکالۍ له امله کمې شوي دي.