تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کابو کولو لپاره بیړنيو ګامونه ته اړتیا ده"
د بشري حقونو برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر ریچارډ بېنیټ وايي دغه هیواد کې د بشري حقونو او بشري وضعیت بېړنيو حل لارو ته اړتیا لري.
ریچارډ بېنیټ دغه څرګندونې تیره شپه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د افغانستان په اړه د خپل وروستي رپورټ د وړاندې کولو پر مهال کړي دي.
ښاغلي بېنیټ ویلي د طالبانو تګلارو دغه هېواد کې د بشري حقونو وضعیت له ګڼو ننګونو سره مخ کړی او بشري وضعیت ، اقتصادي ستونزې د کډوالو جبري ستنول او د وروستۍ زلزلې اغېزې او د ګڼو نورو ستونزو حل عاجلو ګامونو ته اړتیا لري.
نوموړي دې لړ کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې افغانستان کې بې وزلو سره مرستو ته دوام ورکړي.
ریچارډ بېنيټ افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه دې تازه رپوټ کې د طالبانو توقیف خونو کې د ربړونې، ناوړه چلن او عاملینو ته یې د سزا نه ورکولو یادونه هم کړې ده.
نوموړي ویلي: " هلته په توقیف خونو کې د ربړونې او ناانساني چلن پر وړاندې د معافیت کلتور شته، دغه راز د بښنې له ژمنې سره سره د مخکني حکومت د کارکوونکو او پخوانیو امنیتي منسوبینو سره چلن کې بشري حقونو تر پښو لاندې کیږي. "
ښاغلي بېنیټ د بشري حقونو د فعالانو په ګډون د هغو فعالانو د توقیف د دوام په اړه خبرداری ورکړ چې سوله ییز لاریونونه یې کړي او د بیان ازادۍ له حقه یې ګټه اخستې.
له کله چې طالبان واک ته رسېدلي یو شمېر خبریالان، د بشري حقونو او پوهنې برخه کې فعالان او فعالانې یې نیولي دي. له دې ډلې یو شمېر خوشې شوې خو څو تنه یې لا هم په توقیف کې دي.
له دې ډلې یو تن د قلم لار ټولنې مشر مطبع الله ویسا دی چې له تېرو نږدې اوو میاشتو راهیسې په توقیف کې له نا معلوم برخلیک سره مخامخ دی. طالبانو ویلي هغه یې د خپل سرو کړنو په تور نیولی دی.
د ملګرو ملتونو دې رپورټر له پاکستان او ایرانه په زور د افغان کډوالو د وېستلو په اړه اندېښنه ښودلې ده. خو کډوال وايي ملګرو ملتونو او نورو اړونده ادارو د کډوالو د حقونو لپاره اړین ګامونه نه دي اخستې.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته د رپوټ له وړاندې کولو مخکې ښاغلي بېنیټ بي بي سي سره خبرو کې دې نیوکو ته په ځواب کې وویل چې یوازې د ملګرو ملتونو ادارې نه بلکې نور ټول هغه هېوادونه هم مسؤولیت لري چې له افغانانو سره یې د مرستې ژمنې کړي دي.
د ریچارډ بېنیټ په رپوټ کې طالبانو له خوا له شپږم ټولګي پورته او پوهنتونونو کې له زدکړو د نجونو د منع کولو یادونه هم شوې او ټينګار شوی چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه باید د افغانانو له بشري حقونو او په ځانګړې توګه د افغان میرمنو او نجونو له حقونو د دفاع لپاره غوڅ دریځ غوره کړي.
د نجونو پر زدکړه بندیز په اړه ښاغلي بېنیټ بي بي سي ته ویلي طالبانو دا بندیز لنډمهال بللی خو وايي "اوس چې دادی دوه کاله تیریږي، موږ په دې اړه اندېښمن یو چې دا څه ډول یو موقتي ګام دی. "
طالبانو څو ځله ویلي چې دې ستونزې ته د حل لارې موندلو لپاره هلې ځلې روانې دي، خو د دوه کلونو په تېرېدو د دې حل لارې چې طالبان یې یادونه کوي هیڅ څرک نه لګیږي.
اسلامي نړۍ، لویدیځو هېوادونو او د بشري حقونو فعالانو د طالبانو دا بندیز غیر اسلامي او د بشري حقونو خلاف یو ګام بللی.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارد بنیټ په مساوي ډول د تعلیم مسلې ته هم خپل رپورټ کې اشاره کړې او ویلي دي چې د تعلیم او تربیې کومه بڼه چې اوس طالبانو تر کار لاندې نیولې هغه تر ډېره د دیني مدرسو پروګرام ته ورته ده . ده ویلی ویره لري چې دا به د افغانستان ځوان کهول د پراخو مهارتونو مخه ونیسي او د عصري علومو له زدکړې به یې بې برخې کړي.
طالبانو لا د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر دې موندنو ته غبرګونه نه دی ښودلی خو وړاندې ورته څرګندونې رد کړي او هغه تبلیغات بللي دي.