تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د وېنزویلا نیکولاس مادورو: "غوره شوی کس" چې ټرمپ وپرځاوه
- Author, ډینیل ګارسیا مارکو، انګیل برموډیز او جوس کارلوس کوټو
- دنده, د بي بي سي نیوز مونډو
کله چې نیکولاس مادورو په ۲۰۱۳ کال کې د هوګو چاویز تر مړینې وروسته د وېنزویلا ولسمشر شو، د هېواد خلک له مخکې چمتو وو: ځکه هغه د چاویز لهخوا د واک د سپارلو لپاره ټاکل شوی کس و؛ یو داسې سړی چې د خپل کاريزماتیک مشر له خوا د واک واګې ورسپارل شوې وې.
د ۲۰۱۲ کال په وروستیو کې، د وېنزویلا پلازمېنې کاراکاس او د کیوبا پلازمېنې هاوانا ترمنځ د چاویز تګراتګ ډېر شوی و، ځکه هغه د سرطان درملنه کوله چې وروسته یې له امله مړ هم شو. خو تر مړینې مخکې، هغه پر ملي ټلویزیون راڅرګند شو او خپل ځایناستی یې اعلان کړ.
چاویز په ټلویزیوني وینا کې وویل، که دی د واک پر مخ وړلو توان له لاسه ورکړي، نو د هغه وخت مرستیال ولسمشر مادورو باید نه یوازې خپله قانوني موده پوره کړي، بلکې په نوو ټاکنو کې هم د ولسمشر په توګه وټاکل شي.
چاویز مادورو هغه څوک باله چې د ده سیاسي پروژه، یعنې "بولیواریایي انقلاب" به پر مخ وړي. دا د چاویز سیاسي او اصلي شعار و، هدف یې دا و چې وېنزویلا د سوسیالیستي او ټولنیز عدالت پر بنسټ هېواد جوړ کړي. هغه مادورو یو عملي او عملي سیاستوال ګاڼه، نه افراطي؛ داسې سړی چې هم په کوڅهییزو لاریونونو کې په ساده جامو راڅرګندېده او هم په رسمي غونډو کې له کورتۍ او نکټایي سره ارام و.
دا د مادورو لپاره د پام وړ بریا وه، ځکه هغه خپل سیاسي ژوند له دې لارې جوړ کړی و چې تل کم اټکل کېده او ډېری خلکو به د کمو رسمي زدکړو لرونکی او سختدریځه کس باله. خو په حقیقت کې، هغه همدا انګېرنه تر ډېره وخته د ځان په ګټه وکاروله.
دا هم مادورو و چې د ۲۰۱۳ کال په مارچ کې یې د هوګو چاویز د مړینې اعلان وکړ؛ هغه مهال چې د وېنزویلا اقتصاد، چې نژدې په بشپړه توګه د تېلو پر عوایدو ولاړ و، له جدي لړزې سره مخ کېده.
له دې وروسته، هېواد له لسو کلونو زیات د سیاسي او ټولنیزو ګډوډیو شاهد و؛ داسې موده چې پرلهپسې بحرانونه، دننه او بهر د مادورو پر استبدادي واکمنۍ نیوکې او پر واک د هغه ورځ تر بلې کمزوری کېدونکی دریځ پکې څرګند و.
ولسمشر په کړکېچ کې
د نیکولاس مادورو لپاره دا روښانه وه چې ننګونه به ډېره لویه وي. هغه نه یوازې دا چې باید د کاريزماتیک هوګو چاویز ځای ناستی شوی وی او د خلکو هغه ژوره وفاداري یې بیا راژوندۍ کړې وی، بلکې له یوې مخ پر خرابېدونکې اقتصادي وضعې سره هم مخ و.
د چاویز د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې، هغه مهال چې د تېلو بیې ورو ورو راټیټېدې، د لویو اقتصادي اصلاحاتو خبرې روانې وې. د چاویز له مړینې وروسته، د همدغو اصلاحاتو پلي کول، لکه د اسعارو د تبادلې د نظام بدلون د مادورو پر غاړه شول.
خو مادورو چې د خپل مخکیني ولسمشر په څېر یې پرېکنده مشري نه لرله او د بېلابېلو سیاسي ډلو ترمنځ بند پاتې و، ونه توانېد اصلاحات په سمه توګه پر مخ یوسي. په ۲۰۱۴ کال کې د نړۍ په کچه د تېلو بیې سختې راولوېدې چې له امله یې هغه ژور اقتصادي کړکېچ رامنځته شو چې تر نن ورځې یې د وېنزویلا خلک اغېزمن کړي دي.
د هغه مهال شنونکو پر حکومت نیوکه کوله چې په چټکۍ سره د رامنځته کېدونکي بحران د مهارولو لپاره یې اغېزناک ګامونه وانهخیستل. هغوی اندېښنه ښودله چې مادورو د دولت مهم اداري واکونه جګپوړو پوځي چارواکو ته وسپارل؛ دغو چارواکو ته د خوراکي توکو او بنسټیزو اړتیاوو د واردولو مسولیت او ان د دولتي تېلو شرکت PDVSA چلول هم ور وسپارل شول، هغه شرکت چې د هېواد د عوایدو اصلي سرچینه ده.
سره له دې چې د پوځ نفوذ زیاتېده خو د پوځ دننه نارامۍ دوام درلود؛ په دې کې دسیسې، داخلي ترینګلتیاوې او نیونې شاملې وې. له هماغو لومړیو کلونو راهیسې، د مادورو حکومت تل نازک او بېثباته ښکارېده.
لویه ننګونه
په ۲۰۱۵ کال کې، د ژورېدونکي کړکېچ په منځ کې د وېنزویلا مخالفو سیاسي ځواکونو د ۱۹۹۹ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره په ملي اسمبلۍ کې لوی اکثریت ترلاسه کړ. دا مانا چې هغوی کولای شول د واکمن ګوند له ملاتړ پرته قوانین تصویب کړي او چارواکي وټاکي.
د دې حالت له اټکل سره، مادورو د نوې اسمبلۍ له کار پیل مخکې خپل وفادار قاضیان سترې محکمې ته وټاکل. همدغو قاضیانو وروسته د ملي اسمبلۍ واکونه محدود کړل، د درېیو مخالفو استازو غړیتوب یې وځنډاوه چې مخالف لوری پوره اکثریت ترلاسه نه کړي او بیا یې اسمبلي د محکمې د سپکاوي مرتکبه وبلله چې له امله یې د اسمبلۍ ټولې پرېکړې بېاعتباره کړی شوې.
د لاتینې امریکا ګڼو حکومتونو پر دغو ګامونو نیوکه وکړه او دا چاره یې وغندله خو د ۲۰۱۶ کال تر پایه محکمو هم د ولسمشر د ګوښه کولو ټولپوښتنه (ریکال ریفرنډم) بنده کړه او هم یې مادورو د سیاسي محاکمې هڅې شنډې کړې. د ۲۰۱۷ کال په مارچ کې، مخالفانو پر حکومت د "کودتا" تور ولګاوه.
که څه هم سترې محکمې خپله پرېکړه په ۷۲ ساعتونو کې بېرته واخیسته خو تاوان شوی و. پراخه ولسي غوسه راوپارېده او څلور میاشتې پرلهپسې احتجاجونه وشول چې شاوخوا ۱۲۰ کسان پکې ووژل شول. حکومت له یوې خوا سخت چلند وکړ خو له بلې خوا یې د خپل ملاتړ لپاره لویې مظاهرې هم تنظیم کړې.
د حکومت تر ټولو اغېزمنه تګلاره دا وه، ولایتي ټاکنې یې اعلان کړې چې له امله یې مخالفان د ګډون او نه ګډون پر سر ووېشل شول. همدارنګه، حکومت یوه اساسي یا موسس اسمبلي جوړه کړه، داسې قانونجوړونکې اداره چې له ملي اسمبلۍ پورته واک یې درلود خو له حکومت سره همغږې وه. پر دواړو ټاکنو باور نه کېده او د درغلیو تورونه پرې ولګیدل.
په پای کې، سخت فشار، د خلکو د احتجاج ستړیا او د حکومت پر خپل دریځ ټینګ درېدل د دې لامل شول چې مادورو له دې سخت پړاوه ځان وباسي او واک ته دوام ورکړي.
مادورو د ګوایدو پر وړاندې
د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ کې نیکولاس مادورو د ولسمشر په توګه د خپلې دوهمې دورې لوړه وکړه. نوموړي د ۲۰۱۸ کال د مې میاشتې ټاکنې ګټلې وې خو دا ټاکنې د اپوزېسیون د ډېری ګوندونو له ګډون پرته ترسره شوې وې او امریکا، اروپايي ټولنې او د لاتینې امریکا له لسګونو زیات هېوادونو دا ټاکنې درغلي بللې وې.
اپوزېسیون په ځواب کې وویل، د ولسمشرۍ څوکۍ تشه ده او د اساسي قانون له مخې باید د ملي اسمبلۍ مشر، خوان ګوایدو، لنډمهالی ولسمشر شي او په ۳۰ ورځو کې نوې ټاکنې اعلان کړي.
د امریکا د هغه وخت ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې او همدارنګه د اروپا او لاتینې امریکا یو شمېر هېوادونو، خوان ګوایدو د ولسمشر په توګه وپېژاند.
وروسته ټرمپ د وینزویلا د تېلو پر صنعت بندیزونه ولګول، همدا دا د دغه هېواد د عایدو اصلي سرچینه بلل کېږي.
د بندیزونو له امله د وینزویلا د تېلو تولید په شدیده توګه راکم شو او د مادورو حکومت د هغو شتمنیو کنټرول هم له لاسه ورکړ چې ارزښت یې میلیونونو ډالرو ته رسېده او د هېواد له پولو بهر ساتل کېدې.
د اپرېل د ۳۰مې په لومړیو ساعتونو کې، خوان ګوایدو د وینزویلا د یو شمېر سرتېرو او د اپوزېسیون له مشر لېوپولدو لوپېز سره یو ځای یو پیغام خپور کړ، په پیغام کې یې له خلکو وغوښتل چې سړکونو ته راووځي.
خو د پوځ له لوري د مادورو د حکومت پر ملاتړ کې کوم ستر درز رامنځته نهشو او خپله ګوایدو هم د نیول کېدو تر دوامدار ګواښ لاندې و. په پای کې د هغه دا هڅه بېپایلې شوه او ورو ورو سړه شوه.
زیاتېدونکی فشار
په تېرو ۱۸ میاشتو کې د دوو مهمو پېښو له امله: د ۲۰۲۴ په جولای کې د وینزویلا د ولسمشرۍ ټاکنې او د ټرمپ د بېرته سپینې ماڼۍ ته راتګ، د مادورو واک پام وړ کمزوری کړ.
مادورو د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان شو خو هیڅ رسمي او تصدیق شوي پایلې خپرې نه شوې. په مقابل کې، اپوزېسیون د شمیرو ۸۰سلنه زیاتې پاڼې خپرې کړې چې په کې یې خپل کانديد، ادمونډو ګونزالېز یوروتیا، د واضح ګټونکي په توګه ښودل شوی و.
ژر تر ژره د مادورو د ملاتړ بنسټ کې جلاوالی ښکاره شوه. زرګونه وینزویلان سړکونو ته راووتل ترڅو اعتراض وکړي. د حکومت د رسمي شمیرو له مخې، له دې امله له ۲,۰۰۰ زیات کسان ونیول شول.
ګونزالېز یوروتیا اسپانیا ته وتښتېده، پداسې حال کې چې د اپوزېسیون مشره ماریا کورینا ماچادو چې په ټاکنو کې یې د ګډون اجازه نه درلوده، پټه شوه. دا یوازې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې د اسلو په ښار کې د نوبل د سولې جایزې اخیستلو پرمهال راڅرګنده شوه.
د ټرمپ د سپینې ماڼۍ ته د بېرته راتګ سره د مادورو پر وړاندې فشار لا زیات شو او د لاتینې امریکا په سیمه کې د نشهيي توکو پر ضد کلکه ستراتیژي عملي شوه. ټرمپ ژر مادورو تورن کړ چې د وینزویلا د وسلهوالو ځواکونو د یوې لویې ډلهییزې قاچاق شبکې مشر دی خو مادورو دا رد کړه.
په څو میاشتو کې، امریکا هغه ځواکونه چې ټرمپ یې "په لاتینې امریکا کې تر اوسه جوړه شوې تر ټولو لویه بیړۍ" وبلله، د وینزویلا شاوخوا ځای پر ځای کړل چې د شاوخوا ۱۵,۰۰۰ سرتېري وو.
دغه ځواکونو د هغو کښتيو پر ضد عملیات پیل کړل چې ګنل کېده د نشهيي توکو بار په کې وي او له سپټمبر راهیسې لږ تر لږه ۱۱۰ کسان ووژل شول، د بشري حقونو مدافعینو هم پرې نیوکې کړې دي.
د مادورو له نیول کېدو څو ورځې مخکې، روکسانا ویژل، د بهرنیو اړیکو شورا ملي امنیت څېړونکې، بيبيسي ته وویل، د امریکا پوځي شتون په کریبین سمندر کې د مادورو د سیاسي جوړجاړي امکانات ډېر محدود کړل.
دا وضعیت په ډراماتیک ډول څرګند شو: هغه سړی چې چاویز په شخصي توګه د وینزویلا انقلاب د دوام لپاره ټاکلی و، اوس په نیویارک محکمه کې محاکمه کېږي.