پر وېنزویلا د امریکا پراخ بریدونه: امریکایي ځواکونو ولې د دغه هېواد ولسمشر نیولی دی؟

    • Author, سمیع الله موسی زی
    • دنده, بي بي سي

امریکا د وېنزویلا پر پلازمېنه کاراکاس له پراخو هوايي بریدونو وروسته اعلان وکړ چې د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن سیلیا فلوریس یې نیولي دي.

تازه ولسمشر ټرمپ ویلي، ښاغلی مادورو او مېرمن یې په یوه بېړۍ کې د امریکا نیویارک ته لېږدول کېږي او امریکايي چارواکو مخکې ویلي، د نیویارک یوه محکمه کې د نشه یي توکو د قاچاق او ترهګرۍ اړوند د هغه پر ضد دعوا ثبت کړې ده.

د امریکا لویې څارنوالې پام بانډي وېنزویلا کې د امریکا د بریدونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د وېنزویلا مشر به د امریکا په خاوره کې په نږدې راتلونکې کې عدالت ته وړاندې شي.

وېنزویلا کې له دې بریدونو وروسته بېړنی حالت اعلان شوی.

د دې هېواد د دفاع وزیر د ځواکونو د ځای پر ځای کولو خبر ورکړی او مرستیالې ولسمشرې یې له امریکا غوښتي چې د ښاغلي مادورو او د هغه د مېرمنې د ژوند په اړه شواهد وړاندې کړي.

د امریکا هوايي ځواک تېره شپه د وېنزویلا پر پلازمېنه کاراکاس هوايي بریدونه وکړل.

په دې بریدونو کي د رپوټونو له مخې د یوه پوځي هوايي ډګر په ګډون پينځه پوځي اډې په نښه شوې دي.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د ښار له څو سیمو سرې لمبې پورته کېږي او د زورورو چاودونو غږونه اورېدل کېږي.

په یوه ویډیو کې لیدل کېږي چې څو چورلکۍ د ښار پر سر الوتنه کوي.

له بریدونو څو ساعته وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې دا برید امریکا کړی او ولسمشر نیکولاس مادورو یې د هغه له مېرمنې سره یو ځای نیولي او له هېواده یې ایستلي دي.

پر خپله خواله رسنۍ ټروت سوشل د ښاغلي ټرمپ له اعلان وړاندې رپوټ ورکړل شو چې ولسمشر نیکولاس مادورو د بریدونو له پيل سره هېواد کې په ملي کچه بېړنی حالت اعلان کړ او ځواکونو ته یې له هېواده د دفاع امر وکړ.

د ډونلډ ټرمپ له اعلان وروسته د وېنزویلا د ولسمشر مرستیالې دېلسې رودریګرز یوه غږیز پيغام کې د امریکا دا برید وحشیانه وباله او غوښتنه یې وکړه چې د امریکا حکومت دې شواهد وړاندې کړی چې ښاغلی مادورو او مېرمن یې ژوندي دي:

''موږ ډېر غوسه یوږ، د وېنزویلا ملت په غوسه دی. زموږ د خپلواکۍ د زېږیدو پر ځای، پر کاراکاس برید شوی. پر هغې پلازمېنې برید شوی چې زموږ د لوی هېواد د خپلواکۍ ګټونکی په کې زېږیدلی. پر کاراکاس تېری شوی. د همدې وحشیانه وضعیت او وحشیانه برید پایله کې موږ نه پوهېږو چې ولسمشر مادورو او لومړۍ مېرمن چېرته دي. موږ د ډونلډ ټرمپ له حکومته غواړو چې سملاسي داسې دلایل وړاندې کړي چې وښيي ولسمشر مادورو او لومړۍ مېرمن ژوندي دي.''

د وېنزویلا دفاع وزیر له برید څو ساعته وروسته په ټول هېواد کې د ځواکونو د ځای پر ځای کولو خبر ورکړ.

ولادیمیر پادرینو لوپېز یوه ویډیويي پيغام کې د (تر ټولو ناوړه یرغل) پر وړاندې د مقاومت د متحدې جبهې د رامنځته کولو غږ وکړ. دفاع وزیر وویل ځواکونه د ولسمشر مادورو په امر ځای پر ځای کېږي.

د وېنزویلا د کورنیو چارو وزیر دیوسدادو کابیو ویلي برید کې د برېښنا بنسټونه په نښه شوي دي.

د امریکا او وېنزویلا ترمنځ ترینګلی حالت له تېرو څو میاشتو راهیسي روان دی.

امریکا خپل سمندري ځواکونه د وېنزویلا په شاوخوا اوبو کې ځای پر ځای کړي او په څو هوايي بریدونو کې یې هغه کښتۍ په نښه کړي وې چې امریکايي چارواکي وايي امریکا ته یې نشه یي توکي لېږدول.

په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱۰ تنه وژل شوي دي.

دغه راز امریکا د ونزویلا د تېلو دوې لیږدوونکې بېړۍ چې دوی پرې بندیزونه لګولي وو مصادر کړي دي. څو ورځې وړاندې په کرسمس کې دامریکا ولسمشر په لومړي ځل پر وېنزویلا د ځمکني برید خبره وکړه.

امریکا د وېنزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو هم د نشه یي توکو په قاچاق کې ښکېل بولي او ادعا کوي چې د درغلۍ له مخې نوموړی د ولسمشریزو ټاکنو بریالی نوماند بلل شوی، خو د د وېنزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو دا تورونه رد کړي.