تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شکره څه ډول ناروغي ده او مخنیوی یې څنګه کېږي؟
نن (نومبر ۱۴مه) د ملګرو ملتونو لخوا د شکرې ناروغۍ د نړیوالې ورځې په توګه پېژندل شوې ده.
ډېرې داسې ناروغۍ شته چې هره ورځ د خلکو ژوند ګواښي، د ګڼو طبي څېړنو له مخې په وینه کې د خوږو ډېرېدل چې په افغانستان کې د شکرې ناروغي بلل کېږي، د خورا ډېرو ناروغیو مور ده.
روغتیاپالان لکه ډېر چاغوالی یا ډېر ډنګرتوب، د تمرکز نشتوالی، د سترګو تت لید، د خولې، شونډو او ژبې وچوالی او ډېره ستړیا هم د شکرې ناروغۍ نورې نښي بولي.
له ۱۹۸۰ کال راهیسې په ۳۰ کلونو کې د دغو ناروغانو شمېر له ۱۰۸ میلیونو څخه ۴۴۲ میلیونو ته لوړ شوی او اوس ویل کېږي چې د ۲۰ او ۷۰ کلونو ترمنځ شاوخوا ۵۷۰ میلیونه کسان په یو ډول نه یو ډول پر دغه ناروغۍ اخته دي.
په ځینو هېوادونو کې له ۱۰ کسانو څخه یو یې د شکرې ناروغي لري، خو ډېری یې تر کلونو کلونو پورې نه پوهېږي چې له دې ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، په لید کې ستونزې، له فعالیت څخه د پوښتورګو غورځېدل، د زړه حمله او نور د انسان روغې سټې ته له دغې ناروغۍ ورپېښېدونکي مشکلات دي.
د شکرې ناروغۍ طبي نوم ډیابېټس دی. د شکرې ناروغي یوه اوږدمهاله ناروغي ده چې د پانکراس له کمکارۍ او انسولین د ناکافي تولید له امله رامنځ ته کېږي. د انسولین په نشتوالي کې جسم نه شي کولی بدن ته جذب شوي خواړه په سمه توګه ووېشي، چې زیاتوالی یې په وینه کې د ګولوکوز د پرڼ کېدو یا غلظت لامل کېږي.
شکر یوه مزمنه ناروغي ده، چې په وینه کې د شکر یا خوږې کچه ورسره ډېره لوړېږي، شکر دوه ډوله دی:
لومړی ډول کې د وجود دفاعي سیستم د انسولین پر تولیدوونکو ژونکو (حُجرو) برید کوي او له منځه یې وړي.
دویم ډول کې بدن د انسولین کافي اندازه تولید دروي یا په بدن کې د انسولین د هرکلي مسؤلې حجرې انسولین ته غبرګون نه ښيي.
دویم ډول شکر ډېر معمول دی.
د شکرې ناروغۍ نښې نښالې
- تنده یا زر زر تږي کېدل
- د تشو بولو زیاتېدل
- د ستومانۍ او ستړیا احساس
- د وزن کمېدل
- په سپوخس او غولنګونو کې خارښت او په فنګس اخته کېدل
- د زخمونو زر نه رغېدل
- په سترګو خړه یا د نظر کمېدل
د شکرې ناروغي څنګه تشخيص کېدلای شي
په نارمل حالت کې په تشو بولو کې شکره نه راوځي، خو که په وينه کې یې کچه لوړه شي، نو د متیازو یو ساده ټسټ یا معاینه یې په بولو کې د راوتو پته لګولای شي او په نهره یا هم له خوراک وروسته د وينې معاینه یې تشخيص کره کولای شي.
په وينه کې د (اېچ بي اې ون سي) په نامه یوه توکي کچه یې هم د تشخيص لپاره غوره کړای شوې ده.
درملنه
د شکرې ناروغۍ په کنترول کې مناسب خوراک ډېر رول لري. د وزن کموالی، فزيکي فعالیت او ورزش یې په درملنه کې زیات مهم دي او اوږد مهاله خطرونه یې کموي.
د وينې فشار او کولېسټرول کنټرول یې پر بدن د بدو اغېزو په کمولو کې مرسته کوي. په ټایپ ۲ ډایابيت اخته ځينې کسان یوازې په دغو لارو چارو سره خپل شکر قابو کولای شي خو ځينې نور بیا ګولیو او یا انسولين ته اړتیا پیدا کوي.
د شکرې ناروغانو ته ښایي چې د خپل ډاکټر/ډاکټرې سره په اړيکه کې وي او د خپل زړه، سترګو، بډوډو او پښو خاص خیال وساتي.
لږ پلی تګ ښايي د شکر ناروغۍ مهارولو کې مرسته وکړي
د ۲۰۲۳م کال یوې څېړنې څېړنې موندلې وه چې هر ساعت کې درې دقیقې پلی تګ په وینه کې د شکر د کچې کمېدو کې مرسته کولی شي.
د یوې کوچنۍ تجربې دا پایله د بریتانیا د شکر ناروغانو لپاره یوه کنفرانس کې وړاندې شوې وه.
یاده څېړنه پر هغو ۳۲ کسانو عملي شوې چې د شکر لومړی ډول ناروغي یې لرله، دوی کې داسې کسان ازمویل شوي چې په هر ساعت کې څو دقیقو لپاره پلی ګرځېدلي او دې کار یې په وینه کې د شکر کچې مهارولو کې مرسته کړې ده.
په بریتانیا کې د شکر لومړي ډول څه باندې ۴۰ زره ناروغان دي.
کله چې یو بدن په شکر ناروغۍ اخته شي، نو بدن د انسولین تولید دروي چې دا کار په وینه کې د شکر د کچې لوړېدو سبب ګرځي او د پیچکارۍ له لارې د ځینو انسولینو ترلاسه کېدو ته اړتیا پیدا کېږي.