افغانستان کې په شکر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په لوړېدو دی

نن 'نومبر ۱۴مه' له شکرې ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. افغانستان کې یوه څېړنه ښيي، چې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۲٫۴ سلنې اوس ۵٫۳ سلنې ته لوړ شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نه لېږدېدونکو ناروغیو د څانګې مشر ډاکټر سید حبیب اروال بي بي سي ته وویل، د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ یې د شکرې ناروغۍ په باب سروې ښودلې، چې په افغانستان کې ۵٫۳ سلنه خلک په شکر اخته دي.

ښاغلی اروال وايي، له فزیکي حرکت او سپورت پرته خواږه او غوړ خوراکونه تر ډېره د شکر ناروغۍ د ډېرېدو لامل ګرځي.

نوموړی وايي، په ۲۰۱۰ کال افغانستان کې په شکر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲٫۳ سلنه و.

ډاکټر اروال وايي، هغه کسان چې عمرونه یې تر ۳۰ کلونو اوښتي وي، باید هره ورځ نیم ساعت تر ۴۰ دقیقو ورزش او یا پلی تګ وکړي، غوړ او خواږه خواړه ډېر ونه خوري، له دخانیاتو ډډه وکړي.

یوې سروې ښودلې، چې په نړیواله کچه د بورې او خوږو کارول ډېر شوي او هغو هېوادونو چې د بورې کارولو کچه په کې لوړه شوې، د روغتیايي چارواکو سپارښتنو ته پام نه دی کړی.

د "ګلوبل بورډن او ډیزیز" په نامه یوې خپرنۍ په ۲۰۱۹ کال په ۱۹۵ هېوادونو کې روغتیايي سروې کړې، چې وايي، منځني ختیځ کې وګړي د نورې نړۍ پرتله د مړینې اړوند پرهېز تر ټولو ټیټه کچه کې دي.

د شکرې د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۱۸ کال اسراییلو کې ځوانانو هره ورځ تر ۲۰ ډېرې قاشوغې بوره خوړلې ده، چې اسراییلو کې د شکرې ناروغۍ د ملي شورا د مشر پروفیسر ایتاماز راز په وینا، دا یو کړکېچ دی.

مالیزیا، باربوډوس، فیجي او برازیل هم د ډېرې بورې کاروونکو هېوادونو په سر کې راځي، خو شمالي کوریا بیا تر ټولو کم بوره کاروونکی هېواد بلل شوی.

د شکرې ناروغي څه شی ده او څنګه ترې ځان ساتلای شو؟

د شکرې، شوګر یا ډایابيټ ناروغي په ګرده نړۍ کې په زیاتېدو ده او زموږ په سيمه کې خو دومره ډېره شوې چې د چا خبره پخوا به دې له چا پوښتنه وکړه چې څنګه یې؟ وېل به یې شُکر دی، خو اوس چې له چا هم د حال پوښتنه کوې وایي، شوګر دی!

د روغتیا د نړیوالې ټولنې د شمېرو له مخې پر ډیابيټ د اخته کسانو شمېر په ۱۹۸۰ کې له ۱۰۸ ملیونو، په ۲۰۱۴ کې ۴۲۲ ملیونو ته لوړ شوی دی او په درسته نړۍ کې اته نيم سلنه خلک د شکرې ناروغان دي.

په برتانیا کې له ۴۵-۵۴ کلنو خلکو کې هر لسم کس د شکرې ناروغ دی او له ۷۵ کلنی پورته بیا نژدې هر څلورم کس دا ناروغي لري.

دا بيماري د پرمختللیو ملکونو پرتله په وروسته پاتې هېوادو کې په چټکۍ زیاتېږي.

د شکرې ناروغي د ړندېدو، د زړه حملې، د بډوډو یا ګوردو له کاره لوېدو، فلج یا ګوزڼ (سټروک)، د پښو د پرې کېدو او په نارينه وو کې د جنسي کمزورۍ یا (امپوټنس) یوه ستره وجه ده.

ولې په شکره ناروغۍ اخته کېږو؟

د بنیادم په خېټه کې د معدې شا ته پنکریاز پروت دی چې د نورو انزایمونو او هارمونز تر څنګ انسولين هم جوړوي.

د انسان د خوړو ډېری برخه له هضم وروسته په کولمو کې په شوګر بدليږي چې لویه برخه یې د ګلوکوز په بڼه وينې ته جذب کيږي او د بدن ژونکې یا حجرې یې د انسولين په ذريعه د انرجۍ لپاره د سون توکي په توګه کاروي.

ټایپ ۱ ډایابيټ

د شکرې دغه ډول په ماشومانو او ژڼيو کې پیدا کېږي.

دا یوه آټوامیون ناروغي ده چې د انسان بدن د پنکریاز د هغو ژونکیو یا حجرو پر ضد چې انسولين توليدوي انټي باډيز جوړوي اوهغه له کاره غورځوي، نو په دې ډول په بدن کې انسولين بيخي جوړيږي نه او د شکرې د کنټرول لپاره لازمه ده چې په پوستکي کې د پېچکارۍ یا پمپ په ذريعه انسولين واخيستل شي.

د دې ناروغۍ نښې په ورځو او اوونیو کې ځان جوتوي.

که په وخت یې درملنه و نه شي، په وينه کې زیاته شکره له متیازو سره وځي چې بدن د اوبو له سخت کمښت سره مخامخېږي، وينه تېزابي کېږي چې 'ډایابيټېک کيټواسيډوسز' یې بولي، انسان کوما ته ځي او د مرګ زیات خطر لري.

د شکرې ناروغۍ نښې نښالې

  • تنده یا زر زر تږي کېدل
  • د تشو بولو زیاتېدل
  • د ستومانۍ او ستړیا احساس
  • د وزن کمېدل
  • په سپوخس او غولنګونو کې خارښت او په فنګس اخته کېدل
  • د زخمونو زر نه رغېدل
  • په سترګو خړه یا د نظر کمېدل

د شکرې ناروغي څنګه تشخيص کېدلای شي

په نارمل حالت کې په تشو بولو کې شکره نه راوځي، خو که په وينه کې یې کچه لوړه شي، نو د متیازو یو ساده ټسټ یا معاینه یې په بولو کې د راوتو پته لګولای شي او په نهره یا هم له خوراک وروسته د وينې معاینه یې تشخيص کره کولای شي.

په وينه کې د (اېچ بي اې ون سي) په نامه یوه توکي کچه یې هم د تشخيص لپاره غوره کړای شوې ده.

درملنه

د شکرې ناروغۍ په منجمېنټ کې مناسب خوراک ډېر رول لري. د وزن کموالی، فيزيکي فعالیت او ورزش یې په درملنه کې زیات مهم دي او اوږد مهاله خطرونه یې کموي.

د وينې فشار او کولېسټرول کنټرول یې پر بدن د بدو اغېزو په کمولو کې مرسته کوي. په ټایپ ۲ ډایابيت اخته ځينې کسان یوازې په دغو لارو چارو سره خپل شکر قابو کولای شي خو ځينې نور بیا ګولیو او یا انسولين ته اړتیا پیدا کوي.

د شکرې ناروغانو ته ښایي چې د خپل ډاکټر سره په اړيکه کې وي او د خپل زړه، سترګو، بډوډو او پښو خاص خیال وساتي.