تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د شکرې ټايپ۱ ناروغۍ نوې مخکښه درملنه
لومړۍ هغه مخکښه درملنه چې د بدن معافيت يا خونديتابه سيستم په کې د شکرې ټايپ ۱ يا لومړۍ بڼې ناروغۍ پر وړاندې مبارزې لپاره بيا روزل کېږي، ښوولې چې خوندي ده. ايميونوتېراپې، يا د خونديتابه درملنه، چې دلته بريتانيا کې پر ۲۷ کسانو ازمويل شوې، د حالت ورو کولو کې یې مرسته کړې ده. کارپوهانو ويلي دا ښايي پای کې هغه خلک له ورځنيو پيچکاريو يا ستنو لګولو خلاص کړي، چې د شکرې له ټايپ ۱ يا لومړۍ بڼې ناروغۍ رنځېږي، چې د ماشومتوب مهال تر ټولو زياته خپره شکرې ناروغي بلل کېږي.