غزه کې د هغې ماشومې نامعلوم برخلیک چې په ټیلفون يې "ما وژغورئ" نارې وهلې

هند رجب

د عکس سرچینه، RAJAB FAMILY

    • Author, لوسي وېليمسن
    • دنده, بي بي سي

د ټيلیفون له بل لوري راتلونکی کوچنۍ غږ له ترهې ډک او ژړغونی و، دا د غزې په جکړه کې د ایسارې یوې شپږ کلنې کوچنۍ ماشومې زنګ و چې د مرګ له وېرې یې د ټیلیفون له لارې د مرستې غوښتنه کوله.

هغې د ټیليفون په کرښه نارې وهلې چې "ټانک زما تر څنګ دی او زما خوا ته را روان دی."

د ټیلیفون په بل لوري کې د فلسطین سرې میاشتې ټولنې په دفتر کې ناستې رانا هڅه کوله چې خپل ځان او غږ قابو کړي، "ډېر نږدې دی؟"

کوچنۍ ماشومې ژر ځواب ورکړ "ډېر نږدې دی، بېخي نږدې."

"تاسې به ما وژغورئ؟ ایا تاسې راځئ؟"

کوچنۍ ماشومې د ټیلیفون په کرښه همدا نارې وهلې او ویل یې "ډېره ډارېږم" ما ژغورلی شئ."

خو بل لوري رانا د ټیلیفون په کرښه د خبرو او ډاډ ورکولو پرته نور هېڅ نشوی کولی.

شپږ کلنه هند رجب په غزه کې د جګړې سختو لمبو منځ کې ګيره وه او د ځان ژغورنې لپاره یې د مرستې سوال کاوه.

هغه په همدې ورځ (د جنورۍ په ۲۹مه) سهار وختي د خپل تره په ګاډي کې له خپلې ترور او پنځو نورو خپلوانو سره کور پرېښودلو ته مجبوره وه.

په همدې ورځ اسرائیلي ځواکونو د غزې له اوسېدونکو غوښتي وو چې د ښار لوېدیځه غاړه خالي کړي او سوېل خواته کډې بار کړي.

دا کورنۍ لکه د ډېرو نورو د ژوند په لټه په لار کې ځای ځای له بمباریو سره مخ وه د دغې شپږ کلنې ماشومې مور وسام وايي، "موږ له یوه ځایه بل ته پناه وړه تر څو له بمباریو بچ شو خو هېڅ ځای مو خوندي و نه موند."

وروسته دغې کورنۍ پرېکړه وکړه چې په سیمه کې د اهلي روغتون په نوم یوه روغتون ته پناه یوسي، دا روغتون د ښار په ختیځه خوا کې دی او دوی فکر کاوه چې "دا ځای به خوندي وي."

وسام او د هغې مشره لور د خوندیتابه په لټه پلي وتلې وې، خو بله د هند رجب په نوم لور یې چې دا رپوټ پرې شوی د تره سره ګاډي کې ځای شوې وه.

وسام وايي، "په دې ورځ چې په سر پناه پسې ګرځېدو سخت باران او ساړه و نو ما هند ته وویل چې ته په موټر کې ځان ځای کړه ځکه ما نه غوښتل چې هغه هم باران کې لمده شي او ساړه یې ووهي."

موټر چې کومې خوا حرکت وکړ په همدې وخت کې د موټر د حرکت له لوري د ډزو درانه غږونه واورېدل شول.

ګاډۍ د هند تره چلاوه او دوی ټول د ښار په لوري د پوهنتون خوا ته روان وو، "ډزې هم له همدې خوا اورېدل کېدې."

په لاره لاره د دوی موټر د پلان او توقع خلاف د اسرائیلو ټانک ته مخامخ شوی و، دوی ترې موټر د سړک غاړې د تېلو پمپ ته تاو کړی و چې په همدې مهال پرې ډزې شوې وې.

موټر کې د ننه بنده کورنۍ له سخت نامعلوم برخلیک سره مخ شوه او په همدې وخت کې د کورنۍ یوې غړې د فلسطین د بېړنیو مرستو دفتر او سرې میاشتې ته زنګ وکړ، دا مرکز له دوی څخه ۸۰ کېلومتره لېرې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې و.

د هند نیکه
د عکس تشریح، د هند نيکه وايي پر ټليفون يې د امبولانس غږ اورېدلی و

د ماسپښین دوې نیمې بجې: د فلسطین سرې میاشتې ټولنې له دفتره هماغې شمېرې ته بېرته زنګ وهل کېږي دا د هند رجب د تره د موبایل شمېره وه خو تیلفون د هغه مشرې لور لایان ځواب کړ.

په ثبت شوي ټیليفوني اړیکه کې اورېدل کېږي چې لایان د سرې میاشتې ټولنې همکار ته وایي، "مور پلار او خور-ورور مې وژل شوي..."

په همدې ټیليفون کې نوموړې چېغې وهي چې "ټانک زمونږ موټر خوا خوله اړولي او ډزې کوي."

تر هغه وخته چې ټیلفون جریان درلود او ثبت شوی چېغې او ډزې اورېدل کېږي او بیا د ټیلیفون اړیکه پرې شوې.

کله چې د سرې میاشتې ټولنې بیا همدې شمېرې ته زنګ وکړ دا ځل کوچنۍ ماشومې هند ځواب ورکړ "غږ یې بشپړ ناست او وېرېدلی و."

روښانه وه چې اوس نو نوموړې په موټر کې یوازینۍ هغه څوک وه چې لا ژوندۍ وه خو لا هم د ډزو خولې ور ماتې وې.

د ټیلیفون له بلې غاړې د سرې میاشتې همکاره ورته وايي، "د څوکۍ لاندې ننوځه، ځان غلی ونیسه، ځان ښه پټ کړه چې څوک دې نه ویني."

د سرې میاشتې د ټیلفون ځواب ویونکي دا همکاره چې رانا فقيح نومېږي، څو ساعته له هند رجب سره په تیلفون وصل وه او له بلې خوا یې هڅه کوله چې اسرائیلي ځواکونه د دوی امبولانس ته اجازه ورکړي چې سیمې ته ورشي.

رانا وايي د تیلفون پر مهال یې احساسوله چې، "هغه ټوله رېږدېده او بیا بیا یې د مرستې غږ کاوه."

ماته یې وویل "موټر کې ټول خپلوان یې وژل شوي" موږ ورته ویل دوی ویده دي پرېږده چې ویده وي ته ډارېږه مه او په دوی هم مه لګېږه پرېږده چې خوب وکړي."

نوموړي داسې مهال دا خبرې کولې چې په ګاډې کې یې شاوخوا هرې خوا د خپلې کورنۍ مړي وو.

"ما له دې ځایه وباسئ!"

هند د ټیلیفون په لیکه بیا بیا ویل "ما له دې ځایه وباسئ!"

رانا چې د دې پېښې په اړه له بي بي سي سره غږېده وايي کله چې د ټیلیفون خبرې اوږدې شوې هند رجب راته وویل، "دلته تیاره کېږي ماښام شو او زه ګوښي ډارېږم."

ماته یې وویل چې "ستا کور څومره لېرې دی؟"

دلته نو ما ځان سخت کمزوری او داسې څوک حس کړه چې هېڅ مرسته مې له لاسه نه و پوره.

دې اړیکې ټول ټال څه باندې درې ساعته وخت ونیو تر دې چې امبولانس د هغې د ژغورنې لپاره سیمې ته ورسېد.

په همدې مهال د سرې میاشتې ټیم د دې ماشومې مور وسام هم موندلې وه او دواړه یې د ټیلیفون په لیکه سره وصل کړل.

رانا وایي، "هغې چې په ټیلیفون د خپلې مور غږ واورېد لا په چېغو شوه او په زوره زوره یې ژړل."

وسام وروسته د همدې پېښې په اړه له بي بي سي سره هم خبرې کړي هغه وايي، "سخته وارخطا وه لور هند ته مې ویل چې ټیلیفون دې مه بندوه او راځه چې قرآن پاک تلاوت کړو، موږ په ګډه دعا وکړه او هغې ما پسې تکراروله او امین یې ویل."

تیاره خپره وه چې د امبولانس ټیم یوسف او احمد سیمې ته نږدې شول خو لا هم د مرګ په ژۍ ولاړې دغې ماشومې د ژغورنې او له مړو ډک ګاډي ته د ورنږدې کېدو لپاره باید د اسرائیلي ځواکونو له تلاشۍ تېر شوي وای.

ټیلیفون لاین لا هم بوخت و، هند سره په یوه وخت د سرې میاشتې ټولنه، له بل لوري د هغې مور وسام او ورسره نږدې امبولانس ټیم چې په ورنږدې کېدو وو.

مور یې ویلي له اوږدې ټیلیفوني اړیکې وروسته یې په ټیلیفون د موټر دروازې د پرانیستل کېدو غږ واورېد او هند رجب ورته وویل، "امبولانس راغی"

وسام بي بي سي ته وویل "هره ثانیه مې د زړه درزا ډېرېده او زړه مې سوځېده."

"هر غږ ، د مرمۍ هر ډز، هره چاودنه، هر بم مې چې په ټیلیفون اورېده فکر مې کاوه چې زما په لورکۍ لګېږي."

مرستې ته ورغلی امبولانس څه شو؟

لا هم نه د غزې د سرې میاشتې ټولنه او نه هم د هند رجب کورنۍ په دې توانېدلې چې سیمې ته ورسېږي.

د سرې میاشتې د ټیلیفوني څانګې همکاره رانا وايې د شپږ کلنې ماشومې دغه غږ یې لا هم په غوږو کې دی چې "راشئ ما وژغورئ."

بي بي سي په دې اړه د اسرائیلي ځواکونو هم پوښتنه کړې چې په دې ورځ او دې سیمه کې یې ولې ډزې کولې؟ په دې اړه هم چې په موټر کې بنده هند رجب څه شوه او سیمې ته ورغلی امبولانس چې د هغې ژغورنې لپاره ورغلی و اوس چېرې دي؟

اسرائیلي ځواکونو وویل چې دوی یې ګوري د ۲۴ ساعتونو له تېرېدو وروسته مو هم چې ورڅخه بیا پوښتنه وکړه ځواب یې همدا و "دوی اوس هم په دې اړه پلټنه کوي."

دغې نامعلوم برخلیک او په شپو شپو غم د هند رجب مور وسام لا اندېښمنه کړې هغې چې په چيغو چيغو ژړل وايي، "د عدالت نړیواله محکمه چېرې ده؟ ولسمشران ولې په خپلو څوکیو غلي ناست دي؟ دوی دا هرڅه نه ویني چې څه روان دي؟"

د وسام د کمکۍ لور له نادرکه کېدو اوونۍ اوړي خو نوموړي په اهلي روغتون کې هره ګړۍ، هره شېبه، هره ثانیه د خپلې لور پیدا کېدو ته شېبې شمېرې.

"زه مې د لورکۍ لپاره دلته په تمه یم، سوال کوم چې د یوې زړه ماتې او غمجنې مور دا ځور مه هېروئ.

هغه وايې په ورځو ورځو غیابت سخته وېرولې خو لا هم د خپلې لورکۍ راتلو ته هیله منه ده.