تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند ته د طالبانو حکومت د وزیر سفر: د پاکستان پر ځای روغتیايي برخه کې هند بیا د رامخکې کېدو په حال کې دی؟
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي، لندن
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د عامې روغتیا وزیر یې په هند کې د دودیزې درملنې په اړه د روغتیا نړیوال سازمان په دویمه نړیواله سرمشریزه کې ګډون کړی او د صحي برخې له بېلابېلو چارواکو او پانګوالو سره یې هم لیدلي دي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دې لیدنو کې مولوي نورجلال جلالي ته د افغانستان له روغتیايي سکتور سره د درملو، روغتیايي توکو، ناروغانو ته د هند ویزو په برابرولو او همداراز په افغانستان کې دننه پر روغتیايي برخې د پانګونې ډاډ ورکړل شوی دی.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي چې ښاغلي جلالي د دغه سفر په ترڅ کې د هند د روغتیا او کورنۍ هوساینې وزیر جګت پراکاش ندا سره هم لیدلي.
په وینا یې، د دواړو لورو ترمنځ "د روغتیايي اړیکو پر پیاوړتیا، د روغتیايي کارکوونکو ترمنځ د تجربو پر تبادلې، د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې ته د زمینې پر برابرولو او همدارنګه افغانستان ته د معیاري درملو د واردولو په اړه خبرې وشوې."
ښاغلی امرخېل زیاتوي، "په دې لیدنه کې د سرطان درملنې، افغان ناروغانو ته په هند کې د درملنې او ویزې برابرولو په اسانتیا او د افغانستان روغتیايي مرکزونو ته د طبي تجهیزاتو په برابرولو هم خبرې شوې دي."
د هند د عامې روغتیا او د کورنۍ هوساینې وزیر جګت پراکاش ندا هم ویلي چې ښاغلي جلالي سره په لیدنه کې یې افغانستان ته د درملو او د بشري مرستو رسولو او د روغتیايي پاملرنې په برخه کې د دوامداره همکارۍ د لا پياوړتیا ژمنه تازه کړې ده.
ښاغلي ندا پرخپله اېکسپاڼه لیکلي چې له افغانانو سره په روغتیايي برخه کې د هند د همکارۍ د ژمنتیا ثابتولو لپاره یې د یوه "سمبولیک" ګام په ترڅ کې د طالبانو حکومت ته تازه "د سرطان درمل او واکیسنونه" سپارلي دي.
هغه ویلي چې "یو لوی مقدار درمل، واکسینونه او یو ۱۲۸-سلایس سيټي سکېنر ماشین هم افغانستان ته لېږل کېږي" چې د ښاغلي امرخېل په وینا، د کابل صحت طفل روغتون ته به وسپارل شي.
د دودیزې درملنې سرمشریزه
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر تر هغه وروسته هند ته سفر کوي چې حکومت یې له پاکستانه د درملو پر واردولو محدودیتونه لګولي دي او هڅه کوي چې د سوداګریزې راکړې ورکړې ترڅنګ په روغتیايي برخه کې هم پر پاکستان تکیې ته بدیل ومومي.
هند ته د مولوي نورجلال جلالي د سفر موخه هلته د روغتیا نړیوال سازمان په دویمه نړیواله سرمشریزه کې ګډون او همداراز په افغانستان کې د "دودیزې درملنې د معیاري کولو" لپاره له هنده د همکارۍ ترلاسه کول بلل شوې.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، ښاغلي جلالي په همدې موخه د دودیزې درملنې په برخه کې د هند د دولت وزارت (ایوش) له وزیر پرتاپاو جاداو سره هم لیدلي دي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، "په دې لیدنه کې په کابل کې د دودیزې درملنې اړوند انسټټيوټ او د یوه څېړنیز مرکز جوړونې او د دودیزې درملنې اړوند کسانو په روزنه کې د مرستې او د دوه اړخیزو همکاریو د یوه هوکړه لیک د لاسلیکېدنې اړوند خبرې وشوې."
هندي وزیر پرتاپاو جاداو هم پر خپله اېکسپاڼه د یوې هندي رسنۍ هغه خبر شریک کړی چې د ده له قوله یې لیکلي چې په دې لیدنه کې یې له ښاغلي جلالي سره د 'یوناني او هومیوپيتي' په څېر د دودیزې درملنې په برخه کې د همکارۍ پر زیاتولو خبرې کړې دي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دودیزې درملنې په اړه دا غونډه پرون چهارشنبه (لیندۍ ۲۶/دسمبر ۱۷) د هند د ایوش وزارت په همغږۍ جوړه شوې وه چې د افغانستان په ګډون د نږدې سلو هېوادونو استازو، د نړۍ د ۲۳ هېوادونو د روغتیا وزیرانو او د صحي سکتور اړوند کارپوهانو ګډون پکې کړی و.
په افغانستان کې پر روغتیايي برخې پانګونه
د طالبانو حکومت وايي چې د دې سفر په ترڅ کې د عامې روغتیا وزیر ته ځينو هندیو پانګوالو ډاډ ورکړی چې افغانستان به د درملو په برخه کې له "هېڅ راز کمي" سره مخ کېدو ته پرې نږدي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي چې مولوي نورجلال جلالي ته دا ډاډ په هغه لیدنه کې ورکړل شوی چې په هند کې یې د درمل جوړونې فابریکو، د درملو صادروونکو شرکتونو او د دودیزو درملو ټولنو له مسؤلانو سره درلوده.
ښاغلی امرخېل وايي، "په دې لیدنه کې افغانستان ته په معیاري درملو واردولو او د قیمت او کېفیت برخې ته په ځانګړې پاملرنې او په افغانستان کې دننه پانګونې باندې هم خبرې وشوې."
د ښاغلي امرخېل په وینا، "مولوي جلالي دغه [هندي] پانګوال هڅولي چې په افغانستان کې د درملو په تولید کې کار او پانګونه وکړي او هغوی ډاډ ورکړی چې د درملو په برخه کې به افغانستان له هېڅ راز کمي سره مخ نه شي."
له پاکستان سره تر ترینګلتیا وروسته داسې برېښي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له هند سره د اړیکو رغولو ته زور ورکړی دی.
پر افغانستان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ بالکل پر هغه ورځ واکمن شول چې د هند د خپلواکۍ ورځ وه خو د اړیکو برخلیک یې ناڅرګند و.
وروسته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر په ګډون بېلابېل چارواکي هند ته لاړل او هندي چارواکو کابل ته سفرونه وکړل چې په روغتیايي برخه کې د همکاریو د راجلبولو دا هڅه یې تازه اقدام دی.
د یادولو ده چې تر دې مخکې د پخوانیو ولسمشرانو حامد کرزي او محمد اشرف غني د حکومتونو پرمهال هم له هند سره د افغانستان اړیکې ډېرې پیاوړې وې. هند په افغانستان کې د سلمی بند په څېر بېلابېلې ودانیزې پروژې پلې کړې او د هوايي دهلیزونو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه هم د پام وړ وه. هند افغانانو ته په مختلفو برخو کې د ویزو اسانتیا برابره کړې وه او هر کال زرګونه افغانان د درملنې، چکر او زدکړو لپاره دغه هېواد ته تلل.