د افغانستان د ترکمنانو لومړني سیاسي ګوند جوړېدل: "له طالبانو سره خبرې کوو"

    • Author, محب مدثر
    • دنده, خبریال

په وروستیو کې د افغانستان د ترکمنانو یوې ډلې ټولنیزو، کلتوري او سیاسي شخصیتونو د لومړي ځل لپاره "د افغانستان ملي عدالت" ګوند په نوم د نوي جوړښت اعلان وکړ.

محمد عیسی مصباح د دغه سیاسي جوړښت مشر ټاکل شوی. هغه بي‌بي‌سي ته وویل چې د طالبانو له حکومت سره د خبرو هڅه کوي.

د دې ګوند د مشرتابه غړي مختلفو هېوادونو کې استوګن دي. الله نظر نظري ترکمن او شګوفه فرهنګ د دې ګوند مرستیالان ټاکل شوي.

ښاغلي مصباح دا هم وویل چې د افغانستان ترکمنان له کلونو راهیسې له زدکړو بې برخې دي، کادرونه نه لري او له تبعیض یا توپیري چلند سره مخ دي، ځکه دوی د ترکمنانو او نورو قومونو حق غواړي.

څو ترکمن فعالانو له بي‌بي‌سي سره سره خبرو کې وویل، د دې ګوند بنسټېدل د خبرو چاپېریال پرانیستلو او د قومونو نږدې کېدو کې مرسته کولی شي، چې د طالبانو حکومت په اوسني جوړښت کې سخت محدود دی.

د طالبانو حکومت د سیاسي ګوندونو جوړېدل او فعالیت بند کړی او تر اوسه یې بهر کې له سیاسي ډلو سره د واک وېشلو لپاره خبرو ته لېوالتیا نه ده ښودلې.

د شلمې پېړۍ تر نیمايي د افغانستان په سیاسي جوړښت کې د ترکمنانو او اوزبکانو رول ډېر پیکه و. دوی دعوه کوي چې له سیستماتیک توپیر سره مخ وو.

د ۱۹۸۰ لسیزې چپیو حکومتونو کې د ترکمنانو سیاسي ګډون زیات شو او ځینو ترکمن څېرو دولتي پوستونه تر لاسه کړل او سیاسي بهیرونو ته ننوتل، خو له دې سره هم دغه حضور د پرېکړو لوړې کچې ته ډېره لږ لار ومونده.

په دغه دوره کې ترکمنانو د افغانستان شمال کې د منظمو پوځي ځواکونو یوه برخه جوړوله. د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د پوځ " ۵۳ فرقه" کې ترکمن جنکیالي وو، چې د وخت د حکومت پوځي مټ بلل کېده. هغه مهال ځینې ترکمنان د حکومت مخالفو جهادي ډلو سره هم یو ځای شول.

د امریکا په ملاتړ د جمهوریت دوو لسیزو کې په ډېرو کابینو کې ترکمن وزیران وو، چې ور سره ترکمن څېرې د پوهنې، کډوالو او حج او اوقافو وزیران شول. ترکمن استازي په ولسي او مشرانو جرګو کې هم وو. که څه هم د محمد اشرف غني د ولسمشرۍ په تېره دویمه دوره کې، چې د ۱۴۰۰ کال دوبي کې پیل شوه، ترکمنانو نه کابینه کې استازی درلود او نه یې هم په ولسي جرګه کې مهم رول لوباوه.

د افغانستان د ترکمنانو تاریخي رېښې

ترکمنان د منځنۍ اسیا د ترک توکمو یو قام دی چې د افغانستان شمالي برخه، ترکمنستان، د منځنۍ اسیا هېوادونو او ان د ایران، عراق، سوریې او پاکستان ځینو برخو کې استوګن دي. دوی د ترکانو اوغوز څانګه بلل کېږي. ژبه یې ترکمني، د ترکي - اوغوزي ژبو د کورنۍ څانګه ده، چې د اورال- التايي ژبو په ټولګه کې راځي.

په افغانستان کې ډېری ترکمنان په ترکمني ژبه خبرې کوي، خو ځینې یې چې له تاریخي پلوه د ترکمن قبایلو برخه ګڼل کېږي، لکه افشاریان، بیاتیان او قزلباش په فارسي خبرې کوي. د افغانستان ډېری ترکمنان سنیان او د حنفي فقې پېروان دي.

ترکمن ټولنه په دودیز ډول په خېلونو او ګڼو قبیلو وېشل شوې چې مهم یې " یموت، ګوګلن، اروس، سالور، ارک، چاودار، یمرلي، ارساري، ساریق او تکه" دي.

دا چې افغانستان کې کره او پراخه سرشمېرنه نه ده شوې، نو د ترکمنانو نفوس هم معلوم نه دی.

ترکمنان تر ډېره د افغانستان په شمال، شمال ختیځ، شمال لوېدیځ او لوېدیځ کې ژوند کوي. د ترکمنو ډېرې قبیلې پخوا کوچیان وو، خو ګام په ګام ځایي او استوګن شول.

غالۍ او ټغر اوبدل د ترکمنانو مهم لاسي صنایع دي چې نړیوال شهرت لري.

ترکمنان د منځنۍ اسیا په تاریخ کې جنګیالي قبایل بلل کېږي چې د سلجوقیانو، خوارزمشاهیانو، عثمانیانو، صفویانو، اق قویونولانو، قراقویونلویانو، افشاریانو او قاجاریانو په ګډون یې د ترک توکمو د سترو امپراتوریو په جوړولو او پیاوړتیا کې اغېزناک رول لوبولی دی. د اتلسمې پېړۍ تر نیمايي، ترکمنانو د سیمې په سیاسي او پوځي اړیکو کې مهم رول درلود.

د طالبانو حکومت کې د ترکمنانو ونډه

په وروستیو کلونو کې د پام وړ شمېر ترکمنان او ازبکان له طالبانو سره یو ځای شول.

ښاغلی مصاح د دې لېوالتیا اصلي عامل هم پراخه بې سوادي او ترکمن مېشتو سیمو کې د پوهنې اسانتیاوو نشتوالی بولي، چې د ده په خبره، دې ستونزې د مدرسو پراختیا او توندلارۍ ته لار برابره کړې ده. همدارنګه سخته بې وزلي، بېکاري او د کاري چانسونو نشتوالي ترکمن ځوانان توندلارو ډلو ته ورتلو ته هڅولي دي.

ترکمن فعالان هم په دې باور دي چې ترکمن مېشتو سیمو ته د مرکزي حکومت "تاريخي نه پاملرنه" او " د ځايي او قومي زورواکو فشار، ظلم او ستم" ژوره نارضایتي پیدا کړې ده. دا عوامل سبب شوې چې ځینې ترکمنان په بې ساري ډول د طالبانو او توندلارو ډلو لیکو ته ور شي.

ترکمن وسلوالو له طالب ځواکونو سره په ګډه د افغانستان په ډېرو شمالي سیمو کې د دې ډلې په مهمو عملیاتو کې کارند او اوڅار رول درلود.

د ۱۴۰۰ کال په دوبي کې د طالبانو له واکمنېدو سره قومي او مذهبي لږکي څنډې ته کړل شول.

د طالبانو حکومت کې مهمه ترکمن څېره هم "شیخ محمد قاسم راسخ" دی چې د مرستیال لوی قاضي دنده لري.

دوه مهم ترکمن قومندانان "قاري محمد اسماعیل" او "قاري حفیظ" چې د طالبانو لپاره یې د افغانستان د شمال په نیولو کې مهم رول درلود، د یو څه وخت لپاره یې مهمو امنیتي دندو کې کار کاوه، خو فاریاب ولایت کې د پښتنو او ازبک طالبانو تر نښتو وروسته قاري اسماعیل هم د ازبک قومندانانو په څېر له خپل ټولنیز مرکز لرې کړل شو او د افغانستان سوېل کې دنده ور کړل شوه. نور ترکمن قوندانان هم چې د شمال نیولو او د کابل پنجشېر عملیاتو کې یې رول درلود، ګام په ګام څنډې ته کړل شول.

خو له دې سره په وروستیو کې ترکمن صنیع الله فرهمند ترکیه کې د طالبانو حکومت د استازي پلاوي مشر وټاکل شو.

جمهوریت کې یوازې د لنډ وخت لپاره ښاغلی مصباح د قرغزستان په بشکیک کې د افغانستان سفیر و.

ترکمني ژبه او کلتور

ترکمنان غني کلتور لري، چې د ژوند ځانګړی سبک، له ځانګړو موسیقي الو سره دودیز ساز، د ښځو او سړیو دودیزې جامې، لاسي صنایع او بې جوړې دود دستور پکې راځي.

ترکمن فعالان وايي د افغانستان ځینو حکومتونو هڅه کړې د دوی کلتور او تاریخ چې د ترکي کلتور برخه ده، "څنډې ته کړي یا له منځه یوسي. "

په ۱۳۵۱ کال کې لومړی ځل د افغانستان له ملي رادیو تلوېزون ترکمني پروګرامونه پیل شول.

په ۱۳۶۰ لسیزه کې د ترکمني کلتور پروګرامونه زیات شول او ښوونځیو کې د ترکمني ژبې زدکړه پیل شوه.

په ترکمني ژبه "ګوراش" او په ازبکي ژبه "یولدوز" مجلې چاپېدې. د ځايي ژبو تدریس هم په ښوونځیو کې رسمي پیل شو او ورو ورو یې پوهنتونونو ته لار وکړه او په څو پوهنتونونو کې د ترکمني ژبې څانګه جوړه او په ترکمني ژبه کتابونه چاپ شول. له دې پلوه دې دورې د افغانستان په اوسني تاریخ کې ساری نه درلود.

د ۲۰۰۴ کال اساسي قانون کې، د ترکمنانو په ګډون د ۱۴ قومونو هویت په رسمیت وپېژندل شو. پر پښتو او دري سربېره ازبکي او ترکمني ژبې هم په هغو سیمو کې درېیمې رسمي ژبې ومنل شوې چې ډېر خلک پکې په دغو ژبو خبرې کوي.

د افغانستان ملي سرود کې هم د مختلفو قومونو نومونه راوړل شول، که څه هم ملي سرود په پښتو و.

اوسنیو شرایطو کې د نوي جوړ شوي ګوند ملي عدالت مشران هیله لري چې د دې ګوند چارې به د ترکمنانو د زدکړو پراختیا، کلتوري غوړېدا او سیاسي ګډون سره مرسته وکړي.

د دې ګوند مشر محمد عیسا مصباح وايي، د افغانستان وضعیت به په اوسني حالت نه پاتېږي او دوی به له دې حکومت سره د خبرو چانس ترلاسه کړي.

ښاغلی مصباح ټینګار کوي چې د دې ګوند یوه غوښتنه هم د ترکمنانو ښوونځیو کې پر پښتو او دري سربېره په ترکمني ژبه د ښوونې د کچې لوړول دي.

د ترکمنستان رول

له بلې خوا ښایې له ترکمنستان سره د طالبانو اړیکي د افغانستان له ترکمنانو سره د دوی په تعامل کې مهم رول ولري.

د ټاپي په نوم سوېلي اسیا ته د ترکمنستان د ګازو نل‌لیکې پروژه، د سونتوکو او انرژۍ واردات او سرحدي همکارۍ د دې تعامل مهمې برخې بلل کېږي.

د طالبانو حکومت په لومړۍ دوره کې هم ترکمنستان په هغو څو هېوادونو کې و چې خپل ډیپلوماټان یې په افغانستان کې ساتلي وو.

په تېرو درېیو لسیزو کې ټاپي پروژه د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ یو مهم جیوپولیټیک او اقتصادي تړاو دی. دا پروژه اول ځل په ۱۹۹۰یمه لسیزه کې مطرح شوه.

عشق اباد ته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سفر او هرات او کابل ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د سفرونو په ګډون متقابلې رسمي لیدنې د سیاسي او اقتصادي همکارۍ د پراختیا نښه ده. ترکمنستان د "بې پرې مثبت" بهرني سیاست په چوکاټ کې هڅه کوي چې په انرژۍ او سوداګرۍ کې له افغانستان سره اړیکي پراخې کړي.

د افغانستان او ترکمنستان د ترکمنانو ترمنځ قومي او ژبنیزو ګډولو ته په پام طالبانو د خپلې واکمنۍ په دواړو دورو کې هڅه کړې چې د افغانستان له ترکمنانو سره سوله‌ییزې اړیکي ولري چې له ترکمنستان سره یې اړیکې خرابې نه شي.

خو له دې سره د ترکمنانو د ځمکو غصب، د دوی د کلتوري پېژندګلوۍ او ژبې لرې کولو، ان په ترکمن مېشتو سیمو کې دوی له دولتي جوړښتونو لرې کولو په ترکمنانو کې نارضایتي راپورته کړې ده.

خو د ځینو ترکمنو فعالانو په خبره، د عشق اباد ساتنپالی یا محافظه کار او د ګوښه‌توب سیاست د دې سبب شوی چې د افغانستان ترکمنان د پولې د هغې خوا قومیانو له علمي، کلتوري او پوهنیزو وړتیاوو بې برخې پاتې شي.