د اسرائیل له لوري د غزې د لرغونو اثارو د لوټ په اړه حقیقت څه دی؟

    • Author, شیرین شریف
    • دنده, د بي بي سي حقیقت موندونکی ټیم

په وروستیو کې یوه وېډیو خپره شوې چې اسرائیلي پوځیان پکې لیدل کېږي چې غزه کې یوې زېرمې ته ننوځي او ویل کېږي چې لرغوني اثار ترې لوټ کوي.

هغو کسانو چې دا وېډیو خپره کړې ويلي دا وېډیو د اسرائیلو د لرغونو اثارو د ادارې د مشر ایلي اسکوزیدو پر انسټاګرام هم خپره شوې ده.

لاس په لاس شوې وېدیو کې اسرائیلي پوځیان ښکاري چې د ګوړکیو (خټینو جګونو) یوې زېرمې ته ننوځي چې د وېدیو تبصره کوونکي په وینا، دا ګوړکي لرغوني اثار دي. په ثبت شوې وېدیو کې یو پوځي بل پوځي ته نارې وهي او په عبري ژبه ورته وايي "ایا لاسبندونه دې ولیدل، راشه لاسبندونه وګوره".

په وېډیو کې ایلي اسکوزیدو یو متن هم لیکلی چې پکې راغلي: "د اسرائیلو د اثارو د ادارې مرستیال غزې ته تللی چې د لرغونو اثارو ډکې زېرمې څرک ولګوي، د جنګیالي موشي اګامي مننه".

بي بي سي کره کړې دا د لرغونو اثارو هغه زېرمه ده چې ډلې یې په ۲۰۱۹ کال کې د فلسطیني د اثارو له یوه کارپوه فضل العطل سره انځور/وېډیو پکې اخیستې وه.

په همدې وېدیو کې د دې اثارو ځینې نور انځورونه دي چې په یوه ښیښه‌يي صندوق کې ځینې اثار اېښودل شوي او پرې لیکل شوي "ځینې دا اثار د اسرائیلو د پارلمان ودانۍ کې نندارې ته وړاندې کېږي".

د دې منشور نېټه د خپروونکي په وینا د جنورۍ ۲۱مه د یکشنبې ورځ ښودل شوې ده.

اسکوزیدو ته منسوبه خواله رسنۍ مو په دویمه ورځ وکتله، هلته مو یو ځای د یوه منشور انځور ولید چې پرې لیکل شوي "د اسرائیلي پوځ له لوري د اثارو اړوند چارواکي خبر کړل شويی چې په غزه کې د یوې زېرمې په اړه معلومات ورکړل شي چې ګومان کېږي لرغوني اثار دي. لرغونپوهانو لومړنۍ ازموینې وکړې او وروسته به پوځ ته رپوټ ورکړل شي"، وايي دا اثار پر خپل ځای پرېښودل شوي او له پوځ غوښتل شوي لکه څنګه چې دي هماغسې یې وساتي.

د اسرائیلو د پارلمان ودانۍ (کنیست) کې مو د غزې د اېښودل کېدونکو لرغونو اثارو کومه وېدیو یا انځور ونه موند.

د جګړې په حالت کې د کولتوري ملکیتونو د ساتنې په تړاو د هاګ د هوکړې پربنسټ- چې اسرائیل هم لاسلیک کړې ده، له نیول شوې خاورې د لرغونو پر لېږد بندیز دی او که ولېږدول شي دا د کولتوري ملکیتونو لوټل ګڼل او د بشر حقونو له نړیوال قانون سرغړونه ګڼل کېږي.

له ایلي اسکوزیدو او د اسرائیلو د لرغونو اثارو له ادارې سره مو د اړیکو نیولو هڅه وکړه، چې کره کړو ایا رښتیا دوی دا اثار وړي او که وړي یې وي ولې یې وړي، خو ددغه رپوټ د خپرېدو تر وخت پورې مو د دوی هېڅ غبرګون ترلاسه نه کړ.