ملګري ملتونه: 'په ټوله نړۍ کې بشري حقونه تر برید لاندې دي'

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېريش د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د پنځه اویایمې کلیزې په مراسمو کې د خبرو پر مهال د بشري حقونو د مدافعانو د ستاینې ترڅنګ خبرداری ور کړ چې په نړیوال کچ بشري حقونه تر برید لاندې دي.

ښاغلي ګوتېرېش وویل د نړۍ حکومتونه باید د بشري حقونو په نړیواله اعلامیه کې راغلي ارزښتونه پلي او راژوندي کړي:

" د بشري حقونو نړیواله اعلامیه پر دې بنسټیز حقیقت د عمل کولو روښانه غوښتنه لري چې موږ د یوې انساني کورنۍ مساوي غړي یوو. پنځه اویا کاله وروسته، نړۍ باید هغه حکمت ور په زړه کړي او باید عمل پرې وکړي، ځکه چې په ټوله نړۍ کې بشري حقونه تر برید لاندې دي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، پخوانۍ کرکې لکه نژادپالنه، پردی ځپنه او نه مذهبي زغم بیاځلي په ډېرېدو دی. خلک یوازې د مذهب، توکم او له یو چا سره د مینې له امله په نښه او د تاوتریخوالي قرباني کېږي.

ښاغلي ګوتېرېش په نړیوال کچ د بشري حقونو د مدافعانو هڅې وستایلې او دوی ته د ورپېښو مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو په تړاو یې خبرې وکړې:

"د بشري حقونو مدافعان په ټوله نړۍ کې په تیارو کې د څراغونو په څېر دي. دوی ژوند ته بدلون ور کوي. مبارزه کوي، پوهاوی ور کوي او ځواکمنان حساب ور کولو ته کېنوي چې بشري حقونه خوندي شي او ساه واخلي. دا چاره له خورا ډېرو ګواښونو سره مله ده. تېر کال کابو ۴۵۰ د بشري حقونو فعالان، خبریالان او د کارګرانو د ټولنې غړي وژل شوي دي. دا شمېره د وړم کال پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي. ۳۳ کسان تري تم شوي دي چې په دې برخه کې هم د ۲۰۲۱ کال پرتله ۳۰۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. ښاغلیو او اغلیو، په همدې اساس اوسنیو شرایطو کې د بشري حقونو جایزه تر ټولو ډېره مهمه ده."

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړه، د ښځو حقونه په ولاړ حالت کې دي او په ځینو مواردو کې یې شاتګ کړی، مدني فضا او د رسنیو ازادۍ د شاتګ په حال کې دي. نړۍ د اقلیم بدلانه او مصنوعي ځیرکتیا په څېر له نویو ګواښونو سره مخامخ ده.

هغه همدارنګه وویل، جګړې د ملکي وګړو لپاره له ویروونکو پایلو سره مخ پر زیاتیدو دي، ځکه چې موږ هره ورځ په ډراماتیک ډول په غزه کې د اکتوبر د اوومې له بریدونو وروسته د ډیرو مرګونو او کړاوونو شاهدان یو او نابرابرۍ لوږه او غوسه ډېره کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتېریش که څه په دغه غونډه کې افغانستان کې روان بشري وضعیت ته اشاره ونه کړه خو دغه سازمان تېره اونۍ د بشري حقونو په نړیواله ورځ د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې خپل مکلفیتونه دې وپېژني او بشري حقونو ته دې درناوی وکړي.

دغه سازمان زیاته کړې وه، په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره حکومت مخ په ډېرېدو دوه ګونی چلند کوي او ورځ تر بلې یې له عام ورځني ژونده څنډې ته کوي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو په وینا د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو پالنه او ساتنه د طالبانو مسولیت دی.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو تل له بشري حقونو د سرغړونې تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دوی د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې د ټولو حقونو ته ژمن دي.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بندیز د طالبانو حکومت هغه پرېکړه ده چې ملګرو ملتونو د بشر له یوه بنسټیز حق څخه سرغړونه ګڼلې او دغه پرېکړه یې په کور دننه او نړیوال کچ له مخالفتونو سره مخامخ ده.

طالبان که څه هم وايي، دغه پرېکړه یې لنډمهالې ده خو پر دغه بندیز له څه باندې دوو کلونو تېرېدو وروسته د چارو شنونکي اندېښنه ښيي چې د طالبانو مشرتابه ښايي د دغه بندیز د لرې کولو اراده ونه لري.