اسرائیلي امنیتي ځواکونو دوه فلسطینیان چې ښکاري هغوی ته تسلیم شوي وو په ډزو ووژل
په یوه خپره شوې وېډیو کې ښکاري چې د اسرائیلو امنیتي ځواکونو د اشغال شوې لویدیځې غاړې جنین ښار کې دوه فلسطینيان په داسې حال کې په ډزو وژلي چې هغوی دغو ځواکونو ته تسلیم شوي وو.
په وېډیو کې ښکاري چې دې دوو کسانو له ودانۍ نه د وتلو پرمهال د تسلیمېدو لپاره خپل لاسونه جګ نیولي وو، په داسې حال کې چې سرحدي پولیسو کلابند کړي وو. هغوی بیا پر ځمکه کښېني. د دغو فلسطینیانو یو تن خپل کمیس پورته کوي او داسې ښکاري چې غواړي وښيي وسلې نه لري.
د وېډیو له مخې، په یوه پړاو کې داسې ښکاري چې دوی ته ویل کېږي بېرته ودانۍ ته لاړ شئ او هغوی هم په کېناستو په ټوپونو ودانۍ ته ستنېږي.
وروسته بیا د اسرائیلو د سرحدي پولیسو لخوا له نژدې نه په ډزو ویشتل کېږي او وژل کېږي.
د اسرائیل پوځ او پولیس ادعا کوي دغه دوه کسان تر "څار لاندې ترهګر" وو او دا پېښه اوس تر پلټنې لاندې ده.
پوځ او پولیس په یوه بیان کې ویلي امنیتي ځواکونو هڅه کوله هغه کسان ونیسي چې د دوی په وینا د "ترهګریزو فعالیتونو" په ګډون د چاودېدونکو موادو د غورځولو او د امنیتي ځواکونو پر لوري د ډزو په پېښو کې یې لاس درلود.
په بیان کې راغلي: امنیتي ځواکونه سیمې ته ننوتل، هغه ودانۍ یې محاصره کړه چې مشکوک پکې وو او عملیات یې پیل کړل چې څو ساعته یې دوام وکړ.
بیان زیاتوي چې په ودانۍ کې له انجنیري وسایلو له ګټه اخیستو وروسته دوه مشکوک کسان بهر ووتل او تر وتلو وروسته پرې ډزې وشوې.
د فلسطین ادارې د دغو دوو کسانو وژل "جنګي جنایت" او "بېرحمانه صحرایي اعدام" بللی دی.
خو د اسرائیل د سخت دریځه ښي اړخي کورني امنیت وزیر ایتامار بنګویر د امنیتي ځواکونو له دې کاره دفاع کړې او ویلي یې دي چې "ترهګر باید ووژل شي".
پر جنین دا برید د هغو څو میاشتنیو عملیاتو تازه پېښه ده چې اسرائیل یې د لوېدیځې غاړې په شمالي ښارونو کې ترسره کوي. اسرائیل وايي دا عملیات د هغو فلسطیني وسلهوالو ډلو پر ضد ضروري دي چې د اسرائیلي پوځیانو او یهودي ښارګوټو پر اوسېدونکو د بریدونو مسؤل دي.
د اسرائیل پوځ د چهارشنبې په ورځ د نومبر ۲۶مه جنین ته نژدې د طوباس په ښار کې هم عملیات کړي وو.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه د حماس له برید او د غزې جګړې له پیل وروسته، د لوېدیځې غاړې پر فلسطینیانو د اسرائیل فشار ډېر زیات شوی. اسرائیل دغه فشار "مشروع امنیتي اقدامات" بولي.
ملګرو ملتونو ویلي چې له هماغې ورځې تر اوسه پورې د اسرائیلي ځواکونو یا ښارګوټیوالو له لوري په لوېدیځه غاړه کې تر ۱۰۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې په کې د وسلهوالو ډلو غړي او ملکي کسان دواړه شامل دي.
اسرائیل وايي لږ تر لږه ۴۴ اسرائیلي پوځیان او ملکیان هم د فلسطینیانو په بریدونو یا د پوځ د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.
لوېدیځه غاړه هغه سیمه ده چې د اسرائیل او د اردن د سېند ترمنځ پرته ده او شاوخوا درې میلیونه فلسطینیان پکې ژوند کوي. دا سیمه د بیتالمقدس له ختیځې برخې او د غزې له تړانګې سره یو ځای هغه سیمې جوړوي چې ډېری وخت د "اشغال شوې فلسطیني سیمې" په نوم یادېږي.
په لوېدیځه غاړه او د بیتالمقدس ختیځ کې شاوخوا ۷۰۰ زره یهودیان د شاوخوا ۱۶۰ مېنو په کمپلېکس کې اوسېږي.












