افغان کروندګر وایي، د نشه‌يي توکو پر کښت د بندیز اقتصادي اغېزې ژورې دي

د نشه‌يي توکو او جرمنو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې نوې سروې ښيي چې د افغانستان په شمال ختیځ کې هغه کروندګر چې پخوا یې کوکنار کرل، د طالبانو حکومت له بندیز راوروسته د اپیوم یا تریاکو د بدیل عاید په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال اپرېل کې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر کر بندیز اعلان کړ او یو‌اېن‌اوډي‌سي وايي، چې دا بندیز اوس هم په ډېر جدي ډول پلی کېږي.

دا سروې په بلخ، بدخشان او کندوز ولایتونو کې شوې او سلګونه کروندګر او کلیوالي مشران پکې پوښتل شوي دي.

د دوی له ډلې په منځنۍ کچه ۸۵ سلنه کورنیو ویلي، چې یا یې د تریاکو د عاید هېڅ بدیل نه دی موندلی او یا دغه بدیل ډېر کم دی.

د طالبانو حکومت تر دې دمه دغې سروې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

یوازې ۱۵ سلنه کورنیو د کوکنارو د بشپړ بدیل موندلو خبر ورکړی دی.

د شمال دغه ولایتونه ځکه مهم دي، چې د ملګرو ملتونو په وینا د طالبانو حکومت لخوا له بندیز وروسته په ۲۰۲۳ کال کې د کوکنارو کښت له جغرافیايي اړخه د افغانستان له سویل لوېدیځه چې شاوخوا دوه لسیزې یې ستر مرکز و، شمال ختیځ ته بدل شوی.

په بلخ، بدخشان او کندوز کې تر ۹۰ سلنې ډېرو کروندګرو ویلي، چې د کوکنارو د بدیل په توګه یې د غلې‌ دانې، په ځانګړې توګه د غنمو کر ته مخه کړې ده.

یواین‌او‌ډي‌سي لخوا د سپوږمۍ په وسیله اخیستل شوي تصویرونه هم دا شواهد تاییدوي.

خو غنم له دې کبله د کوکنارو مناسب بدیل نه شي ګرځېدای چې له تریاکو ډېر ارزانه دي.

ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې پر غنمو له هر هکتار کرل شوې ځمکې شاوخوا ۷۷۰ ډالر عاید ترلاسه کېده، په داسې حال کې چې د کوکنارو عاید یې شاوخوا ۱۰ زره ډالرو ته رسېده.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو په کرکیله له بندیز سربېره اقلیمي بدلون او اوږدمهاله وچکالۍ هم کروندګرو ته د پام وړ زیانونه اړولي دي.

د نشه‌يي توکو او جرمنو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې اداره وايي، کرونګرو ته د نشه‌يي توکو پر کښت د بندېز اقتصادي اغېزې ژورې دي او دا چې خلک د مناسب بدیل په موندلو کې ملاتړ ته بېړنۍ اړتیا لري.

افغانستان، مرکزي اسیا، ایران او پاکستان لپاره د دې ادارې سیمه‌ییز استازي اولېور سټولپ ویلي، د کوکنارو پر کښت د بندیز له اړخه د عاید کمېدو اغېزه او زیان یوازې کرونګرو کورنیو ته نه اوړي.

"د عاید دا کمښت له کورنیو پورته، پېرودلو کلیوالي ځواک کمزوری کوي، سیمه‌ییز اقتصادي فعالیتونه کموي، او د بې‌وزلۍ او خوراکي خوندیتوب له اړخه د ټولنو عمومي زیان ګالنه زیاتوي."

نوموړی زیاتوي، دا چې "بدیلو کښتونو تر اوسه له تریاکو سره د پرتلې وړ عاید نه دی ورکړی" نو د بدیل جامع پراختیایي ستراتیژیو ته بېړنۍ اړتیا ده.

حل لاره څه کېدای شي؟

واک ته د طالبانو له راستنېدو مخکې، افغانستان کلونه کلونه د نړۍ په کچه د نشه‌يي توکو تر ټولو لوی تولیدونکی هېواد ګڼل کېده.

که څه هم نړیوالو بازارونو کې په افغانستان کې د کرل کېدونکو نشه‌يي توکو د پلور له اړخه د ترلاسه کېدونکو لسګونه میلیارد ډالرو خورا کمه اندازه افغان کروندګرو ته په لاس ورتله، خو بیا یې هم د افغانستان په ناخالص کورني تولید که پام وړ ونډه درلوده او د کروندګرو کورنیو ژوند پرې روان و.

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال وروستیو کې اعلان وکړ، چې د طالبانو حکومت لخوا له بندیز وروسته په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه کم شوی او میانمار د تریاکو د تولید له اړخه د نړۍ لومړی ځای نیولی دی.

د طالبانو حکومت لخوا ۲۰۲۲ کال کې د نشه‌يي توکو پر کر د بندیز له اعلان وروسته داسې اندېښنې ښودل کېدې، چې که کوکنارو کښت ته ښه او مناسب بدیل ونه موندل شي، نو په افغانستان کې به د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او ناقانونه کډوالۍ کچه لوړه شي.

د یادونې ده چې تېرو کلونو کې په ځینو سیمو کې د دغه بندیز خلاف د مقاومت او په دې لړ کې له بدخشانه د کوکنارو فصل اړولو پر سر د طالب ځواکونو او ځايي خلکو ترمنځ د شخړو او ان مرګژوبلې اوښتلو رپوټونه هم ترلاسه شوي.

اوس یو‌این‌او‌ډي‌سي وايي، په بدخشان کې که څه هم لکه څنګه چې په سروې کې مستند شوې، د کوکنارو کښت زیات شوی، خو دغه ولایت او بلخ کې ۹۵ سلنه کروندګرو ویلي چې د طالبانو حکومت د بندیز له کبله یې د کوکنارو کر پریښی دی.

د ملګرو ملتونو دې ادارې دوامداره بدیلونو لپاره د اوږدمهاله او همغږي حل غوښتنه کړې ده.

په دې کې له سیمه‌ییزو شرایطو سره د برابرو لوړ ارزښت فصلونو ترویج هم شامل دی.

دې اداره همدا راز د اوبو لګولو د پرمختللو سیسټمونو، مالي چارو او بازارونو ته د ښه لاسرسي، کارموندنې او د عملي مهارتونو روزنې له لارې د کلیوالي پراختیا د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی.

یو‌این‌او‌ډي‌سي وايي، د غیر کرنیزو معیشتونو پراختیا او د کوپراتیفونو، سړو خونو، د پروسس اسانتیاو، سړکونو او ډیجیټل پلېټ‌فارمونو په څېر د بازار پر زیربناوو پانګونه هم اړینه ده.

د نشه‌يي توکو او جرمنو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې، د ملي چارواکو ترمنځ د پیاوړې همغږۍ، کارنده او اغېزناکې سیمه‌ییزې حکومتولۍ، او د زیاتېدنکي نړیوال او خصوصي سکتور ملاتړ هم ټینګار کړی، ترڅو دوامداره او د ټولنې لخوا پرمخ وړل شوي بدلون ترلاسه شي.

که څه هم د طالبانو حکومت د نشه‌يي توکو د کښت بندیز خپله یوه لویه لاسته راوړڼه ګڼي، خو ویل کېږي هممهاله په افغانستان کې د مصنوعي نشه‌يي توکو تولید بیا پراخ شوی دی.

ملګرو ملتونو تېرو کلونو کې په افغانستان کې د میتامفیتامین او کرېسټال یا شیشې تولید یو پراخېدونکی ګواښ بللی او د ایران او تاجکستان په ګډون ځینو هېوادونو یې د ورقاچاقېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د یادودنې ده چې د ملکرو ملتونو د اړوند ادارو او نورو سازمانونو معلومات ښيي، چې د طالبانو حکومت لخوا افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر کښت د بندیز له پلي کېدو سره د ګاونډي پاکستان په څېر ځینې نورو هېوادونو کې د کوکنارو کښت زیات شوی دی.

ویل کېږي کېږي پاکستان کې ډېر نشه‌يي توکي د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په لېرې پرتو سیمو کې کرل کېږي.