تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د لوڅو فلمونو ډېر کتل مو ګډ ژوند او جنسي روغتیا څه ډول اغېزمنولی شي؟
د راکېش او مالا په نوم (اصلي نومونه یې نه دي) یوه ښځه او مېړه د جنسي مسلو یوې ډاکټرې ته د ورتلو پرېکړه کوي چې د کوروالي او د حمل نه اخیستلو په څېر ستونزو باندې خبرې ورسره ورسره وکړي.
په لومړنیو طبي معاینو کې ډاکټرې ته جوتېږي چې دوی دواړه کومه ځانګړې ستونزه نه لري نو بیا یې له دواړو سره جلا جلا خبرې وکړې.
مالا ډاکټرې ته وايي چې، "راکېش هره شپه تر دوو بجو پورې لوڅ فلمونه ګوري"
د دې لپاره چې راکېش په ټولنه او د ملګرو تر منځ ډېر قدر او عزت درلود نو مالا یې د دغه خوی په اړه هېڅکله چا ته څه نه وو ویلي.
د ښځينه ناروغیو او جنسي ستونزو دې ډاکټرې یا سېکسالوجسټ جیاراني کامراج بي بي سي ته وویل چې د مالا ورکړل شويو مالوماتو پر بنسټ یې د راکېش درملنه پيل کړه.
هغې په دې اړه له بي بي سي سره مرکه وکړه چې ایا د بربنډو یا سېکس فلمونو هر کتونکی طبي مرستې ته اړتیا لري او که څنګه؟ او پر ګډ ژوند څه اغېز کولای شي؟
ځواب یې په لاندې څو ټکو کې په ډاګه کړی:
د کوېډ-۱۹ له کبله د ټولبنیز پر مهال په نړۍ کې د لغړو فلمونو کتل ډېر شوي.
سېکس فلمونه کتل پرې عادت شویو کسانو ته یو ډول ذهني سکون ورکوي او رواني فشار يې ورسره کمېږي.
که واده کړې جوړه د یوه بل په خوښه د یو څه وخت لپاره دا ډول ويډیو ويني نو سمه ده خو تر ۱۸ کلنۍ کمو ماشومانو ته ډېر خطر لري. ځکه چې د لوڅو فلمونو کتل د جنسي مسلو په اړه زدکړې سره هېڅ اړیکه نه لري.
د لوڅو فلمونو کتلو تاوانونه څه دي؟
څېړنو په ډاګه کړې چې د یوازېتوب احساس کوونکي کسان که د لنډ وخت لپاره پورن یا لوڅ فلمونه ګوري نو کله کله یې ذهني یا رواني فشار کموي. خو که د فاحشو ویډيوګانو کتل خپل عادت ګرځوي او دا خوی یې اوږده موده دوام کوي نو منفي پایلې لرلای او دا کس د ژور خپګان په څېر ستونزو سره مخ کېدلی شي.
تر اړتیا ډېر د لوڅو فلمونو کتل ستاسې پر ګډ ژوند او جنسي اړیکو هم ناوړه اغېز پرېباسلی شي.
هغه کسان چې بربنډې ویډیوګانې ډېرې او تل ویني نو په خپل ګډ ژوند کې هم د کوروالي پر مهال د فلم غوندې لوړې تمې لري او د هماغسې څه ترسرولو هڅه کوي. خو په حقيقي یا عام ژوند کې هغسې څه ممکن نه وي او له ناکامۍ سره مخ کېږي چې دا بیا په دغه کس کې ناهیلي پيدا کوي.
څنګه پوه شو چې يو څوک د لوڅو فلمونو پر کتلو روږدی شوی؟
د بربنډو یا پورن فلمونو کتونکي په درې ډوله دي.
لومړۍ ډله: ځينې يې په یوه اوونۍ کې يوازې ۱۷ یا ۲۴ دقيقې لوڅ فلمونه ګوري. دا ډېر خطرناک نه ګڼل کېږي او شاوخوا ۷۵ سلنه خلک په همدې ډله کې راځي. دا ډله خلک رواني او د کورني ژوند ستونزو سره نه مخ کېږي.
دویمه ډله: دا هغه کسان دي چې د لوڅو فلمونو کتل یې عادت شوی وي. هر وخت يې ګوري. ۱۳ سلنه خلک په دې ډله کې راځي.
درېيمه ډله: ۱۴ سلنه خلک په درېيمه ډله کې راځي. دا ډله خلک هره اوونۍ ۱۱۰ دقيقې پورن یا لوڅ فلمونه ګوري. دوی خپګان سره مخ وي، غصه ورځي، په نه خبره قهرېږي او د یوازېتوب احساس کوي. دا ډله خلک له جنسي پلوه هم له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.
پر لوڅو فلمونو روږدو کسانو ته طبي درملنه اړینه ده؟
بالکل. کوم کسان چې ډېر زیات لوڅ فلمونه ګوري، که سړي وي او که ښځې، له بېلا بېلو رواني ستونزو سره مخ کېږي. دا عادت حافظه کمزورې کوي، خوب ورسره خرابېږي او د ادراک ځواک هم زیانمنوي نو ځکه درملنې ته اړتیا لری.