تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حماس قاهرې ته د اوربند په تړاو خبرو لپاره د پلاوي استولو خبر ورکړی
حماس په یوه بیان کې ویلي، د مصر او قطر په بلنه، چې د اوربند خبرو کې منځګړي دي، د دوی پلاوی په ځايي وخت د شنبې په ماښام (۲۴/۰۸/۲۰۲۴) د مصر پلازمېنې قاهرې ته رسېږي.
بیان زیاتوي د خلیل الحیة په مشرۍ دا پلاوی به قاهره کې د روانو خبرو د پایلو په اړه له منځګړو سره خبرې وکړي.
د حماس بیان کې ټينګار شوی، هغې هوکړې ته ژمن دی، چې د جولای په دویمه نېټه یې د امریکا د ولسمشر جو بایډن د وړاندیز او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې پر بنسټ کړې وه.
حماس غوښتنه کړې، پر اسرائیل دې فشار راوړل شي، چې پر همدې بنسټ اوربند او له غزې د ټولو ځواکونو پر اېستلو موافقه وکړي.
حماس قاهره کې روانو خبرو کې مخامخ ګډون نه درلود.
د اسرائیلو پلاوی د جمعې پر ورځ له قاهرې بېرته ستون شو او ویل کېږي، مصري لوري ته یې د هغو ځایونو نقشې سپارلې، چې د اوربند لومړي پړاو کې به د دوی ځواکونه په کې ځای پر ځای کېږي.
مصر به دا معلومات له حماس سره شریکوي.
قاهره کې روانې خبرې د امریکا د ولسمشر د وړاندیز پر بنسټ روانې دي، او ټاکل شوې بل پړاو یې یکشنبه (۲۵/۰۸/۲۰۲۴) پیل شي.
اسرائیلي سرچینو ویلي، د دې خبرو سبانۍ پړاو یې برخلیک ټاکونکی دی.
د بایډن د سولې پلان، چې مۍ میاشت کې یې وړاندېز کړی و، درې پړاوونه لري.
لومړي پړاو کې د شپږو اونیو لپاره بشپړ اوربند، له استوګنیزو سیمو د ټولو اسرائیلي ځواکونو وتل او د ځینو زندانیانو او یرغمل شویو کسانو تبادله شامل دي.
دویم پړاو کې د ټولو یرغمل شویو کسانو خوشې کول او د جګړې بشپړ پای ته رسولو وړاندیز شوی.
دریم پړاو کې د غزې بیارغونه او د هغو اسرائیلیانو پاتې شونې سپارل، چې حماس یرغمل کړی وو او وژل شوي دي.
حماس ټينګار کړی، چې دا وړاندیز یې دوه میاشتې وړاندې منلی او له هغه وروسته د اسرائیلو نوي شرطونه ورته د منلو نه دي.
د دواړو خواوو ځینې شرطونه د روانو خبرو پر وړاندې خنډ بلل کېږي.
لومړی دا چې اسرائیل وايي، هره هوکړه چې کېږي باید دوی ته حق ورکړي له اړتیا سره سم غزه کې پوځي عملیات وکړي. خو حماس وايي، پوځي عملیات باید بشپړ پای ته ورسول شي.
اسرائیل دغه راز غواړي د غزې سویل کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي، چې د بې ځایه شویو کورنیو بېرته ستنیدو بهیر وځاري. خو حماس وايي، له ټولې غزې دې اسرائیلي ځواکونه ووځي او د غزې له شماله تر سویله دې د خلکو تګ راتګ ازاد وي.
اسرائیل دغه راز غواړي له مصر سره پر ګډه پوله د فلادلفیا مسیر کې ځواکونه ځای پر ځای کړي، تر څو حماس ته د وسلو د لېږد مخه ونیسي. خو حماس او مصر له دې سره مخالفت لري.
د یرغمل شویو اسرائيلیانو او زنداني فلسطینیانو د تبادلې په مسله کې هم ځینې خنډونه شته دي.
د روانو خبرو په لړ کې د امریکا ولسمشر جوبایډن له خپل مصري او قطري سیالانو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د مصر له ولسمشرۍ ماڼۍ خپره شوې وینا پاڼه کې ویل شوي، چې دواړو مشرانو د اوربند پر وړاندې د پرتو خنډونو پر لرې کولو ټينګار کړی.
بیان زیاتوي، چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي بایډن ته ویلي، چې غزه کې بشري وضعیت ته په کتو اړتیا ده، چې سمدستي اوربند وشي او ټولې خواوې خپل دریځونه نرم کړي.
د اوربند دې خبرو غزه کې پر جګړې کوم اغیز نه دی لرلی او لا هم روانه ده.
د غزې یو اوسېدونکی وايي، منځګړي هېوادونه مصر او قطر دې پر دواړو خواوو فشار راوړي، چې زموږ او یهودانو ترمنځ جګړه پای ته ورسېږي.
دی وايي د جګړې له امله له خپلې مینې ګډه شوی او ډول ډول کړاو سره مخامخ دی:
''موږ نور ستړې شوي یو ، پر غزې دې کلابندي پای ته ورسول شي او جګړې دې پای ته ورسیږي. ''
غزه کې د روانې جګړې څه کم یوولس میاشتې یې کېږي، چې له ۴۰ زرو د زیاتو فلسطنیانو ژوند اخېستی او ډېر یې ښځې او ماشومان دي.