تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کینیا کې د لارۍ بېکنټرولېدو ۴۸ تنه وژلي
پولیس او عیني شاهدان وايي، د کېنیا یوه په یوه بوخته څلورلاره کې د ترافیکي پېښې له کبله لږ تر لږه ۴۸ تنه وژل شوي دي.
سیمه ییزو رسنیو ویلي، پېښه وروسته تر هغه رامنځته شوه چې لوېدیځ کیریچو ښار ته څېرمه په لونډیاني څلورلاره کې د یوه کانتینر لېږدوونکي ګاډي چلوونکي کنټرول له لاسه ورکړ.
د پولیسو یوه مشر جفري مایک ویلي، پېښه کې ۳۰ تنه نور سخت ټپیان شوي، خو وايي دا شمېر "ښايي لوړ شي".
ده اندېښنه وښوده چې "یو یا دوه" تنه ښايي تر موټر لاندې بند پاتې وي.
د فرانسې خبري اژانس سیمه کې د پولیسو د یوه بل قومندان ټام امبویا اودرو له خولې ویلي، یاد ګاډی کیریچو ته وخوځېد چې کنټرول یې له لاسه ورکړ او د موټر سایکلونو په ګډون پر اتو نقلیه وسایلو او د سړک پر غاړه تېرېدونکو او هغو خلکو چې سړک غاړې کاروبار یې پیل کړی و، ور وخوت.
عیني شاهدانو د کینیا رسنیو ته ویلي، چلوونکي هڅه وکړه له هغه ګاډي خپل ګاډي چپ کړي چې د سړک پر غاړه خراب ولاړ و.
د کینیا ولسمشر ویلیم روټو ویلي، ددې خبر په اورېدو او د هغو خلکو په وژل کېدو ناهیلی شوی چې د رزق موندلو لپاره یې د سړک پر غاړه خپل خرڅلاوتوکي اېښي وو.
ښاغلي روټو پر ټوېټر لیکلي: "موږ له چلوونکو غواړو چې پر سړکونو لا ډېر احتیاط وکړي، په تېره اوس چې د ډېر ورښت شاهدان یو".
پر خواله رسنیو خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې لېږدوونکی سور رنګه کانټینر د سړک پر غاړه پروت دی.
د ښار حاکم ډکټر اریک موتای دا پېښه د کیریچو لپاره یوه "تیاره شېبه" بللې ده.
ده پر فیسبوک د کانټینر له عکس سره لیکلي: "زما زړه زړه مات شوی".
ده ویلي چې سیمې ته د بېړنیو خدماتو کسان استول شوي دي.
د رپوټونو له مخې، ښکاري چې په سیمه کې باران د ژغورنې او مرستې عملیات ځنډني کړي دي، خو روښانه نه ده چې ایا دې پېښه کې خرابې هوا او اوبو هم رول لرلی او که نه.
په ختیځه افریقا کې ترافیکي پېښې یوه لویه ستونزه ده؛ ځکه چې له لویو ښارونو بهر سړکونه تر ډېره نري دي.
د روغتیا نړیوال سازمان تېر کال پر خپله وېبپاڼه یوه رپوټ کې ویلي وو، دا لویه وچه د نړۍ په کچه د ترافیکي پېښو د مرګ ژوبلې له اړخه د نوملړ په سر کې ده.
تېر کال د کینیا مرکز کې ۳۴ تنه هغه مهال ووژل شول، چې لېږدوونکی بس یې له پله ولوېد او د نیټي سېند اوبو ته ولوېد.