ملګري ملتونه وايي، په مرستو بار کاروان ته اجازه نه ده ورکړل شوې، چې شمالي غزې ته ورشي

    • Author, رابرټ ګرینال
    • دنده, بي بي سي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونېسف بي بي سي ته ویلي، په مرستو یوه داسې کاروان ته اجازه نه ده ورکړل شوې شمالي غزې ته ورشي، چې ټول اړین اسناد یې هم درلودل.

یونېسف ویاند جیمس ایلدر وايي، دا د معمول یوه پېښه ده. ښاغلی ایلدر چې خپله هم د کاروان په یوه لارۍ کې ناست وو، وايي، د پوستې تر څنګ یې د انتظار پر مهال د غزې دوو کب نیونکو وژنه په سترګو ولیده.

د دې څرګندونو په ځواب کې اسرائیلي دفاعي ځواکونو ویلي، په کاروان کې د یونېسف لارې اسناد سم نه وو، چمتو شوي، او پر ښاغلي ایلدر یې تور پورې کړی، چې د تصویر یوازې یو اړخ ښيي.

ښاغلی ایلدر بیا وايي، خلکو ورته ویلي، ښه به وي که کورنه یې بمبار شي، چې ځور یې پای ومومي.

د بي بي سي له نن ورځې خپرونې سره مرکه کې نوموړي وویل: ''دوی سخت مایوس دي، ډېر زړه ماتې دي، د کورنیو ډېر غړي یې له لاسه ورکړي، دوی ته هېڅ نه دي پاتې.''

دی وايي، هغه سیمې چې مرستې نه ور پرېښوول کېږي، د خوړو له داسې سخت کموالي سره مخامخ دي، چې په غزه کې یې هم ساری نه شته.

د یونېسف ویاند زیاتوي د غزې ډاکتران باید د داسې ناروغانو درملنې لپاره وروزل شي، چې دوی یې مخکې د درملنې تجربه نه لري.

د ده دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر ټیډروس ادهانوم غبریاسوس پر چهارشنبه وویل، د غزې د نفوس پاموړ برخه ''د لوږې له داسې ناورین سره مخامخ دي، چې قحطۍ ته ورته ده.''

ډاکتر ټیډروس وايي، له اتو زرو ډېر ماشومان داسې تشخیص شوي، چې د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ دي او له دې ډلې د ۱۵۰۰ هغو وضعیت خورا جدي دی.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، پر غزه د اسرائیل له بریدونو وروسته تر اوسه پورې له ۳۷ زره ډېر کسان وژل شوي او سلګونه زره نور ټپیان شوي دي.

دا جګړه د اکتوبر پر اوومه له هغه وروسته پیل شوه، چې حماس وسله والو پر اسرائیل بریدونه وکړل، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې له ځان سره غزې ته یرغمل کړل.