تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګرو ملتونه: په غزه کې د شدیدې لوږې له امله ماشومان مړه شوي
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) مشر وايي، د غزې په شمالي سیمو کې ماشومان د سختې لوږې له امله مري.
د دغه سازمان مشر ټیډروس اډانوم ګیبریسوس وايي، د غزې په شمال کې د العودة او کمال عدوان روغتونونو ته د ملګرو ملتونو د دې ادارې د چارواکو د تېرو دوو ورځو سفرونه د ماشومانو د خوراکي توکو د جدي کمښت او وژونکې خوارځواکۍ څرګندونه کوي.
په ټولنیزو شبکو کې ښاغلي ګیبریسوس دغو روغتونونو ته د خپلو لیدنو پایلې "وېروونکې او بدې موندنې" بللې او لیکلي یې دي چې د خواړو کمښت په دې دوو روغتونونو کې د لسو ماشومانو د مړینې او د خوارځواکۍ خورا لوړې کچې لامل شوي، د دغو روغتونونو ودانۍ او تاسیسات د اسرائیلي پوځ د بریدونو په ترڅ کې زیانمن شوي دي.
د غزې د روغتیايي سازمان چارواکو چې د حماس تر کنټرول لاندې دی، پرون اعلان وکړ چې د غزې په شمال کې د کمال عدوان په روغتون کې ۱۵ ماشومان د لوږې له امله مړه شوي دي.
"وفا" چې د فلسطیني ادارې رسمي خبري اژانس دی، د یکشنبې په ورځ (مارچ درېیمه) د غزې تړانګې په جنوب او د رفح ښار په یوه روغتون کې د لوږې له امله د ۱۶ ماشومانو د مړینې خبر ورکړ.
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ډاکټر ګیبریسوس وویل چې د غزې روغتونونو ته د دې سازمان د چارواکو د سفر راپور "د خوارځواکۍ لوړه کچه په ډاګه کوي او ماشومان د لوږې له امله مري او همدارنګه د سونتوکو، خوراکي توکو او طبي توکو جدي کمښت ښیي."
اټکل شوی چې د غزې په شمال کې اوس شاوخوا ۳۰۰ زره کسان ژوند کوي. د غزې په شمال کې خوراکي توکو او د څښاک اوبو ته نه لاسرسی په وروستیو ورځو کې د مرستندویه سازمانونو له جدي اندېښنو څخه دی.
ملګرو ملتونو تېره اونۍ خبرداری ورکړی و، چې د دغه سازمان د مرستندویه کارکوونکو د کتنو او راپورونو له مخې، "په غزه کې له قحطۍ تېښتنه نه شته."
د غزې په شمالي سیمو کې دغو دوو روغتونونو ته د روغتیا د نړیوال سازمان د استازو لیدنه د ملګرو ملتونو د ادارې له خوا د لاسرسي لپاره له څو میاشتو غوښتنو وروسته ترسره شوه. د دغه سازمان د چارواکو وروستۍ کتنه د تېر کال په اکتوبر مياشت کې شوې وه.
د دې سازمان مشر ټیډروس اډانوم ګیبریسوس په شمالي غزه کې د لوږې له امله د لسو ماشومانو د مړینې خبر په X ټولنیزه شبکه (پخواني ټویټر) کې لیکلي او ویلي یې دي چې دا ماشومان "د خوراکي توکو د نشتوالي" له امله مړه شوي.
"دا په تېرو څو میاشتو کې د خوړو نړیوال سازمان د استازو لومړنی سفر و، هغه هم وروسته له دې چې موږ شمالي غزې ته منظم او دوامداره لاسرسی وموند."
"د الوداع روغتون وضعیت د خپګان وړ دی ځکه چې یوه ودانۍ یې ویجاړه شوې ده."
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو یوه جګپوړي چارواکي ویلي وو چې په غزه کې ۵۷۶ زره کسان (د غزې د نفوس څلورمه برخه) خوراکي توکو ته د لاسرسي له ناورین سره مخ دي او په دې تنګ ساحل کې د دوو کلونو د ټیټ عمر په هرو شپږو ماشومانو کې یو یې له جدي خوارځواکۍ سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) سیمهییز مشر هم خبرداری ورکړ چې "د خوارځواکۍ له جدي خپرېدنې سره چې ټوله غزه پوښي، د ماشومانو د مړینې په اړه اندېښنه لري."