د افغانستان د لویې حلقوي لارې خوب به رښتیا شي؟

    • Author, احمد شفایي
    • دنده, بي بي سي

د طالبانو د حکومت د ټولګټو یا فواید عامې وزارت ویلي، چې د ارملک –لامان (۵۲ کیلومتره) د سړک قیرکول یې بشپړ کړي او ۶۵ میلیونه ډالر پرې لګېدلي دي.

دا سرک د افغانستان د لویې حلقوي لارې یوه مهمه برخه ده.

د افغانستان لویه حلقوي لاره له درې زرو کیلومترونو زیات اوږدوالی لري او ۱۶ ولایتونه له یو بل سره نښلوي.

د قیصار–لامان سړک، چې ۲۳۳ کیلومتره اوږدوالی لري، کار یې په ۲۰۰۶ کال کې پیل شوی و او د ارملک –لامان د برخې په بشپړېدو سره اوس یوازې ۱۵۱ کیلومتره پاتې دي چې د افغانستان حلقوي سړک بشپړ شي.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق ‌شناس بي‌بي‌سي ته په مرکه کې ویلي، چې ارملک –لامان لاره د افغانستان د حلقوي لویې لارې یوه مهمه، ستراتیژیکه او بنسټیزه برخه ده.

نوموړي د دې برخې اوږدوالی ۵۲ کیلومتره یاد کړ، چې د هرات ولایت د کرخ ولسوالی د بادغیس ولایت له لامان سیمې سره نښلوي. دا سړک د ۶۵ میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.

ښاغلي حق ‌شناس دا پروژه د"افغانستان د حلقوي سړک مهمه او حیاتي برخه" وبلله او زیاته یې کړه، چې دا به د لېږد اسانتیا، د لګښت او وخت د کمېدو، د سیمه‌ ییز تجارت د پیاوړتیا، د خدمتونو د ښه کېدو او د هرات، بادغیس او فاریاب د خلکو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو کې مهم رول ولري.

د افغانستان د لویې حلقوي لارې د جوړولو کار، چې له درې زرو کیلومترو زیات اوږدوالی لري، افغانستان کې د وروستي پرځېدلي جمهوريت پر مهال پیل شوی و او د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې یې ډېرې برخې بشپړې شوې وې.

یوازینۍ پاتې برخه یې د قیصار–لامان لاره ده، چې لا هم بشپړه شوې نه ده.

دا لاره، چې ۲۳۳ کیلومتره اوږدوالی لري، د ښاغلي حق ‌شناس په وینا، ۸۲ کیلومتره یې د جمهوریت پر مهال په دوو قراردادونو کې شامل و، خو بشپړ نه شو. همدا ډول د ارملک –لامان د برخې ۱۱ کیلومتره کار پاتې و، چې د طالبانو د حکومت پر مهال د ۳٫۸ میلیونو ډالرو په ارزښت قرارداد یې تمدید او بشپړ شو.

هغه وویل، چې د دې برخې مالي لګښت د اسیا پراختیايي بانک ورکاوه او اوس د دې لګښت د ورکړې لپاره دیپلوماتیکې خبرې روانې دي.

د هغه په وینا، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د فاریاب ولایت اړوند د حلقوي سړک د ۲۵ کیلومترو کار هم پیل شوی او روان دی او د ۵۰ کیلومترو کار د روان کال د ټولګټو وزارت په بودیجه کې شامل شوی، چې د تدارکاتي پړاونو تر بشپړېدو وروسته به ژر پیل شي. پاتې کار د راتلونکو کلونو په پلان کې شامل دی.

د قیصار– لامان لاره او د سل میلیونه ډالرو د غلا قضیه

دا پروژه د افغانستان له هغو پروژو وه، چې ډېره رسنییزه شوه. د پخواني حکومت چارواکو په ۱۳۹۳ کال کې اعلان وکړ، چې د میمنې – بادغیس د ۴۰۰ میلیونه ډالرو د سړک له بودېجې ۱۰۷ میلیونه ډالر د یوه امریکايي - ترکي شرکت له خوا اختلاس/غلا شوي دي. د دې لارې لګښت د اسیا پراختیايي بانک له لوري ورکول کېږده.

د افغانستان د ټولګټو چارو پخواني وزیر نجیب‌الله اوژن بي‌بي‌سي ته ویلي و، چې په ۱۳۹۱ کال امریکايي – ترکي «ECCI – METAG» شرکت په ګډه دا قرارداد ترلاسه کړ، چې د دې لارې په جوړېدو سره هرات له شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول فاریاب سره نښلول کېده.

د هغه په وینا، دا قرارداد هم د یوه نړیوال بنسټ له خوا دې شرکت ته سپارل شوی و.

د افغانستان د جمهوري حکومت په لومړیو کلونو کې نړیوالو مرسته ‌کوونکو داسې فکر کاوه، چې د افغانستان دولت د لویو قراردادونو د ترسره کولو بشپړ ظرفیت نه لري.

له همدې امله، مرستندوی هېوادونو او بنسټونو څو نړیوال شرکتونه د قراردادونو د ارزونې او سپارلو لپاره ګمارلي وو.

ښاغلي اوژن ویلي و، چې دې شرکت په دوو کلونو کې هېڅ کار ترسره نه کړ او د شرکت مسوولین د ۱۳۹۳ کال د کوچني اختر پر مهال د رخصتۍ په پلمه له افغانستانه "وتښتېدل"

د هغه په وینا، دې شرکت د قرارداد د ټول ارزښت ۲۵ سلنه، چې ۱۰۷ میلیونه ډالر کېدل، د مخکې له مخکې پیسو په توګه ترلاسه کړي وو.

که څه هم په هغه وخت کې د افغانستان وزیرانو شورا د دې ستونزې د څېړلو او حل لپاره یوه کمېټه وګومارله، چې د عدلیې، بهرنیو چارو، عامه ګټو، کورنیو چارو او اقتصاد وزیران په کې شامل وو، خو د دې راپور پایلې هېڅکله رسنیزې نه شوې.

پخواني حکومت د افغانستان د لویې حلقوي لارې جوړول خپل لومړیتوب بللی و، خو له شلو کلونو وروسته هم دغه پروژه نیمګړې پاتې شوه. د پروژې د دې برخې ناامني یو له اصلي خنډونو وه.

د دې پروژې د جوړولو او میلیوني بودیجې معما

د افغانستان د حلقوي سړک د دې برخې نه جوړېدل د ډېرو لپاره یوه معما وه. د دې ۲۳۳ کیلومتره سړک جوړول په ۲۰۰۶ کال کې پیل شوي و، خو د جمهوري حکومت تر وروستیو ورځو (۲۰۲۱) پورې په کې د پام وړ پرمختګ ونه شو.

د دې سړک د جوړولو بودجه له ۴۰۰ میلیونو ډالرو زیاته اعلان شوې وه، چې ټاکل شوې وه د اسیا پراختیايي بانک یې تمویل وکړي، خو د امریکایي– ترکي شرکت له تېښتې وروسته موضوع غلې پاتې شوه.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش ادارې (سیګار) په ۱۳۹۷ کال کې د دې سړک په اړه په نیوکه کې وویل، چې د پروژې کار په ۲۰۰۶ کال کې پیل شوی و، خو تر ۲۰۱۸ پورې درېدلی پاتې شوی.

دغه ادارې د دې برخې د بشپړېدو لپاره ټولې اړتیا وړ بودجې ۷۲۱ میلیونه ډالر اټکل کړي و او ویلي یې و، چې د فواید عامې وزارت ۲۴۹ میلیونه ډالرو ترلاسه کړي، خو یوازې ۱۵ سلنه کار ترسره شوی دی.

سیګار دا هم ویلي و، چې د ۲۰۱۴ کال د مارچ تر ۲۰۱۷ کال د سپتمبر پورې د قیصار–لامان د سړک لپاره هېڅ ساختماني کار نه دی شوی او د دې درې کلن ځنډ له امله هغه چارې هم خرابې شوې چې تر دې مخکې ترسره شوې وې.

په ۱۳۹۶ کال د اوړي په موسم کې د ملي وحدت حکومت د محمد اشرف غني په مشرۍ اعلان وکړ، چې د قیصار–لامان د سړک لومړنی قرارداد فسخ شوی او د دې سړک د جوړولو کار یې دوو هندي او چینایي شرکتونو ته سپارلی، چې کار یې به دوه نیم کاله وخت ونیسي.

ارګ هغه مهال د دې سړک د جوړولو لګښت له ۸۸ میلیونو ډالرو څخه ډېر اعلان کړی و.

سره له دې چې مخکې ویل شوي و، د دې پروژې تمویل د اسیا پراختیايي بانک کوي. په ۱۳۹۷ مالي کال کې د دې پروژې د بشپړېدو لپاره له سعودي عربستانه د پور غوښتنې وړاندیز هم په بودجه کې شامل شوی و.