ټرمپ وايي، اوکرایین ته نورې وسلې لېږي

د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي وار له مخه د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغه بیان هرکلی کړی چې تمه کېږي، ښاغلی ټرمپ به یې له اوکرایین سره د مرستو لړ کې نن اعلان کړي. ښاغلي زېلینسکي له امریکا مننه کړې.

ښاغلي زېلینسکي دا څرګندونې د اوکرایین لپاره د امریکا له ځانګړي استازي کیټ کلاګ سره لیدنه کې کړې چې د اوکرایین پلازمېنې کیېف ته یې سفر کړی.

ولسمشر زېلینسکي وايي، دوی د اوکرایین هوايي دفاع نظام پیاوړتیا او پر روسیې د بندیزونو سختولو پر موضوعاتو خبرې کړې دي.

له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي و، د پاټریاټ هوايي دفاعي نظام په ګډون به اوکرایین ته "ګڼ شمېر، خورا پرمختللي" پوځي تجهیزات ورکړي.

د ولسمشر ټرمپ په خبره، اوکرایین دغه پوځي وسایلو ته ډېره سخته اړتیا لري، چې په خبره یې لګښت به یې اروپايي اتحادیه پرې کوي.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي دا ډول پوځي سیستمونه د 'ژوند رښتیني دفاع کوونکي' وبلل او د دوام غوښتنه یې کړې.

ښاغلي ټرمپ د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین هم نیوکه وکړه، ویې ویل: "هغه ښې خبرې کوي خوهره شپه خلک بمباروي."

په ورته وخت کې، د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی کیټ کلاګ، د اوکرایین پلازمېنې کیېف ته رسېدلی او ټرمپ هم نن د ناټو له سرمنشي مارک روټه سره د لیدنې کوربه دی.

دا دیپلوماتیکې هڅې داسې مهال روانې دي چې د امریکا لوړپوړي جمهوري‌پال سناتوران د مسکو پر ضد د بندیزونو طرح چمتو کوي.

تمه کېږي،چې ټرمپ به نن د روسیې په اړه یو 'مهم بیان' هم ورکړي

دا پرېکړه چې واشنګټن به اوکرایین ته وسلې یا پوځي تجهیزات واستوي، له هغه مخکېني دریځه ۱۸۰ درجې بدلون ګڼل کېږي چې دوې اونۍ مخکې یې د ځینو وسلو د لېږد ځنډولو اعلان کړی و.

د جمهوري غوښتونکو د ګوند سناتور لینډسيګرا هم په امریکا کې د بي‌بي‌سي همکارې رسنۍ سي‌بي‌اېس ته وویل، دغه بندیزونه به ټرمپ ته دا توان ورکړي، چې "د پوتین او هغو ټولو هېوادونو اقتصادونه هدف وګرځوي چې د پوتین د جګړې ملاتړي دي."

دا پلان ولسمشر ته واک ورکوي چې روسیې سره په مرسته کوونکو هېوادونو ۵۰۰سلنه بندیزونه ولګوي.

دوی وايي، دا پلان د ټرمپ ته د روسیې-اوکرایین جګړې د پای ته رسولو ځواک ورکوي.

بل لور د ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي ویلي، "د امریکا او روسیې ترمنځ روانې خبرې د ډېرو خنډونو سره سره، بیا هم روانې دي."

دیمیر تریف د روسیې د ملي شمتنیو د صندوق مشر هم دی او په مسکو کې یې د امریکا سره په مذاکراتو کې ګډون کړی و.

هغه خبریالانو ته ویلي چې د روسیې پر ضد فشارونه به بې پایلې وي او له امریکا سره خبرې به دوام ومومي

ناټو ته د وسلو پلور او اوکرایین ته یې استول

ناټو ویلي، د دې سازمان سرمنشي مارک روټه به د دوشنبې او سې شنبې پر ورځو واشنګټن ته سفر وکړي، هلته به له ټرمپ، دفاع او د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري.

د هوکړې له مخې به ناټو له امریکا څخه وسلې واخلي او اوکرایین ته به یې واستوي.

ښاغلي ټرمپ په دې هکله ویلي: "موږ به هغوی ته ډول‌ډول او ډېر پرمختللي پوځي وسایل واستوو خو هغوی به یې سل په سلو کې پیسې ورکړي."

داسې ښکاري چې د امریکا ولسمشر د سولې هڅې ناکامې شوې دي چې تېره اونۍ یې پر پوتین تور ولګاوه: " امریکا ته دروغ وايي." او د اوکرایین په اړه یې فکر کړی دی.

ټرمپ چې تېره جنورۍ کې سپینې ماڼۍ ته ستون شوی، پر دې ټینګار کوي چې دی کولی شي د روسیې له ولسمشر سره د خبرو له لارې د اوکرایین جګړه ختمه کړې ځکه خو هغه د اروپايي متحدینو برعکس، د مسکو پر ضد د بندیزونو له زیاتولو ډډه کوي.

خو له میاشتو راهیسې، روسیې د امریکا او اوکرایین له خوا وړاندیز شوی اوربند نه دی منلی

د روسیې بریدونه زیات شوي

روسیې بیا د دې ټولو بدلونونو سره، سره پر اوکرایین بریدونه زیات کړي دي.

د اوکرایین هوايي ځواک ویلي، په تېرو دوو شپو کې یې ۱۰۸روسي بې‌پیلوټه الوتکې را غورځولې دي.

د دوی د ټیلیګرام خواله رسنۍ پیغام وايي چې روسیې ۱۳۶ډرون توغولي، لس یې هدف ته رسېدلي دي.

د اوکرایین سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې لږ تر لږه ۶ولسي کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي هم دي