ټرمپ وايي، اوکرایین ته نورې وسلې لېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي وار له مخه د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغه بیان هرکلی کړی چې تمه کېږي، ښاغلی ټرمپ به یې له اوکرایین سره د مرستو لړ کې نن اعلان کړي. ښاغلي زېلینسکي له امریکا مننه کړې.
ښاغلي زېلینسکي دا څرګندونې د اوکرایین لپاره د امریکا له ځانګړي استازي کیټ کلاګ سره لیدنه کې کړې چې د اوکرایین پلازمېنې کیېف ته یې سفر کړی.
ولسمشر زېلینسکي وايي، دوی د اوکرایین هوايي دفاع نظام پیاوړتیا او پر روسیې د بندیزونو سختولو پر موضوعاتو خبرې کړې دي.
له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي و، د پاټریاټ هوايي دفاعي نظام په ګډون به اوکرایین ته "ګڼ شمېر، خورا پرمختللي" پوځي تجهیزات ورکړي.
د ولسمشر ټرمپ په خبره، اوکرایین دغه پوځي وسایلو ته ډېره سخته اړتیا لري، چې په خبره یې لګښت به یې اروپايي اتحادیه پرې کوي.
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي دا ډول پوځي سیستمونه د 'ژوند رښتیني دفاع کوونکي' وبلل او د دوام غوښتنه یې کړې.
ښاغلي ټرمپ د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین هم نیوکه وکړه، ویې ویل: "هغه ښې خبرې کوي خوهره شپه خلک بمباروي."
په ورته وخت کې، د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی کیټ کلاګ، د اوکرایین پلازمېنې کیېف ته رسېدلی او ټرمپ هم نن د ناټو له سرمنشي مارک روټه سره د لیدنې کوربه دی.
دا دیپلوماتیکې هڅې داسې مهال روانې دي چې د امریکا لوړپوړي جمهوريپال سناتوران د مسکو پر ضد د بندیزونو طرح چمتو کوي.
تمه کېږي،چې ټرمپ به نن د روسیې په اړه یو 'مهم بیان' هم ورکړي

د عکس سرچینه، Reuters
دا پرېکړه چې واشنګټن به اوکرایین ته وسلې یا پوځي تجهیزات واستوي، له هغه مخکېني دریځه ۱۸۰ درجې بدلون ګڼل کېږي چې دوې اونۍ مخکې یې د ځینو وسلو د لېږد ځنډولو اعلان کړی و.
د جمهوري غوښتونکو د ګوند سناتور لینډسيګرا هم په امریکا کې د بيبيسي همکارې رسنۍ سيبياېس ته وویل، دغه بندیزونه به ټرمپ ته دا توان ورکړي، چې "د پوتین او هغو ټولو هېوادونو اقتصادونه هدف وګرځوي چې د پوتین د جګړې ملاتړي دي."
دا پلان ولسمشر ته واک ورکوي چې روسیې سره په مرسته کوونکو هېوادونو ۵۰۰سلنه بندیزونه ولګوي.
دوی وايي، دا پلان د ټرمپ ته د روسیې-اوکرایین جګړې د پای ته رسولو ځواک ورکوي.
بل لور د ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي ویلي، "د امریکا او روسیې ترمنځ روانې خبرې د ډېرو خنډونو سره سره، بیا هم روانې دي."
دیمیر تریف د روسیې د ملي شمتنیو د صندوق مشر هم دی او په مسکو کې یې د امریکا سره په مذاکراتو کې ګډون کړی و.
هغه خبریالانو ته ویلي چې د روسیې پر ضد فشارونه به بې پایلې وي او له امریکا سره خبرې به دوام ومومي

د عکس سرچینه، Reuters
ناټو ته د وسلو پلور او اوکرایین ته یې استول
ناټو ویلي، د دې سازمان سرمنشي مارک روټه به د دوشنبې او سې شنبې پر ورځو واشنګټن ته سفر وکړي، هلته به له ټرمپ، دفاع او د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري.
د هوکړې له مخې به ناټو له امریکا څخه وسلې واخلي او اوکرایین ته به یې واستوي.
ښاغلي ټرمپ په دې هکله ویلي: "موږ به هغوی ته ډولډول او ډېر پرمختللي پوځي وسایل واستوو خو هغوی به یې سل په سلو کې پیسې ورکړي."
داسې ښکاري چې د امریکا ولسمشر د سولې هڅې ناکامې شوې دي چې تېره اونۍ یې پر پوتین تور ولګاوه: " امریکا ته دروغ وايي." او د اوکرایین په اړه یې فکر کړی دی.
ټرمپ چې تېره جنورۍ کې سپینې ماڼۍ ته ستون شوی، پر دې ټینګار کوي چې دی کولی شي د روسیې له ولسمشر سره د خبرو له لارې د اوکرایین جګړه ختمه کړې ځکه خو هغه د اروپايي متحدینو برعکس، د مسکو پر ضد د بندیزونو له زیاتولو ډډه کوي.
خو له میاشتو راهیسې، روسیې د امریکا او اوکرایین له خوا وړاندیز شوی اوربند نه دی منلی

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
د روسیې بریدونه زیات شوي
روسیې بیا د دې ټولو بدلونونو سره، سره پر اوکرایین بریدونه زیات کړي دي.
د اوکرایین هوايي ځواک ویلي، په تېرو دوو شپو کې یې ۱۰۸روسي بېپیلوټه الوتکې را غورځولې دي.
د دوی د ټیلیګرام خواله رسنۍ پیغام وايي چې روسیې ۱۳۶ډرون توغولي، لس یې هدف ته رسېدلي دي.
د اوکرایین سیمهییزو چارواکو ویلي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې لږ تر لږه ۶ولسي کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي هم دي








