"نارینه هم زما په څېر د سینې په سرطان" اخته کېدای شي

د یوه سړي پام شوی چې په ټټر کې یې د نخود دانې په اندازه یوه غده پیدا شوې بیا وروسته روښانه شوه چې دی د سینې په سرطان اخته شوی دی. اوس نوموړی دا غوښتنه کوي چې د سینې د سرطان د معاینې لپاره هغه کوم عمر چې ټاکل شوی هغه باید بدل شي او په خبره یې په ځواني یا ان کم عمر کې د ښځو او نارینه وو طبي معاینې وشي.

فېلېپ الډرسن، د انګلستان د نیو برایټن اوسېدونکی دی. د ۲۰۱۶ کال په جولای کې، کله چې ۴۴ کلن و، د سینې سرطان دویم پړاو یې تشخیص شو.

فېلېپ، چې اوس ۵۳ کلن دی، په دې باور دی، د سینې د سرطان د احتمال د موندلو لپاره باید د ښځو او نارینه وو دواړو لپاره معمول معاینات ترسره شي، چې له ۴۰ کلنۍ پیلېږي.

ښاغلي الډرسن، چې له خپلې کوچنۍ لور سره د لوبو کولو پر مهال په خپله سینه کې دې ټوټې ته متوجه شو، وویل: "ښايي ډېری ځوانانو دا ټکی له پامه غورځولی وي، ځکه دا ډېره کوچنۍ وه، خو ما له ځان سره وویل، زه به د دې خلکو له ډلې نه شم او تل وایم، دا هغه فکر و چې زما ژوند یې وژغوره."

په بریتانیا کې د سینې سرطان په اړه د شمېرو له مخې، هر کال شاوخوا ۵۵۰۰۰ ښځې او ۴۰۰ نارینه په دې ډول سرطان اخته کېږي.

د سینې سرطان په نارینه وو کې ډېر لږ او کمیابه دی، په بریتانیا کې په کال کې یوازې ۴۰۰ نوې پېښې یې رامنځته کېږي، په داسې حال کې چې په ښځو کې شاوخوا ۵۵۰۰۰ نوې پېښې تشخیص کېږي.

د ښځو لپاره کتنې او ارزونې له ۵۰ کلنۍ پیلېږي، خو د نارینه وو لپاره کومه عامه ارزونه یا کتنه نه شته.

فېلېپ الډرسن، چې یو اولاد لري، ډاکټر ته د تګ په اړه وویل، هغه نه غوښتل چې "بې پروایي" وکړي او هغه ټوټه یا غده له پامه وغورځوي. هغه یوه ورځ وروسته تر هغه ډاکټر ته لاړ چې په سینه کې یې ټوټه ولیدله.

دوه اونۍ وروسته، هغه د سکن او بایوپسي لپاره په ویرال کې د کلاټر برېج روغتون ته ورغی او هلته دا تایید شوه چې هغه د سینې سرطان لري.

دی وايي: "د سینې سرطان درلودل یو ځانګړی بد نوم لري او څرګنده ده چې کله څوک د سرطان کلمه واوري، سخت وېرېږي."

"څلور اونۍ وروسته له هغه چې زما د سینې سرطان تایید شو، د ماسټیکټومي عملیاتو لپاره روغتون ته لاړم. جراحي عملیات په نسایي وارډ کې ترسره شول، چې عجیب وو."

د ۲۰۱۶ کال په سپتمبر کې، ډاکټرانو وویل، د ښاغلي الډرسن سرطان په بشپړه توګه له منځه تللی دی.

هغه د یوه اوږده لیک (تومار) لپاره د لاسلیکونه راټولول پیل کړل چې په کم عمر کې د ارزونو او معایناتو غوښتنه یې کوله، او له ۴۵۰۰ ډېر کسانو لاسلیکونه پکې وکړل.

هغه وايي، که څه هم په نارینه وو کې د ښځو پرتله د دې ناروغۍ کچه کمه ده، خو اړینه ده چې د نارینه وو د سینې سرطان په اړه ډېر وغږېږو، چې نارینه په اسانۍ ډاکټر ته ورشي.

هغه زیاتوي: "له ډاکټر سره سمدلاسه اړیکه، کولی شي د پام وړ جسمي فشار را کم کړي. زه شکر باسم چې تشخیص مې ژر وشو. یاده دې وي چې زیاتره ډاکټرانو لا تر اوسه د سینې سرطان لرونکي نارینه نه دي لیدلي."

ښاغلی الډرسن وايي: "ما کولی شول، هغه له پامه وغورځوم یا ښايي ډاکټر ویلي وای 'څو میاشتې انتظار وکړئ او وګورو چې څه پېښېږي'، زه فکر کوم دا هغه چلند دی چې ځینې ځوان نارینه او ښځینه یې کاروي، خو ژر تشخیص کولی شي د بریالۍ جراحۍ یا د کیموتراپي چټکې او بریدګرې درملنې ترمنځ د توپیر معنی ولري."