د یوه هندي اعلی وزیر لخوا د مسلمانې ډاکترې له مخه د نقاب لېرې کولو ته غبرګونونه

د هند په بیهار ایالت کې پر دوشنبه له هغه وروسته ناندرۍ راپورته شوې، چې اعلی وزیر نیتېش کومار د یوې نوې ګومارل شوې ډاکترې له مخه نقاب لېرې کړ.

اپوزېسیون ګوندونو پر ښاغلي کومار سختې نیوکې کړې او نوموړی یې ''ذهناً بې ثباته'' بللی.

د دې پېښې یو ویډیويي کلیپ پر خواله رسنیو خورا ډېر لاس پر لاس شوی، چې پکې ښاغلی کومار داسې حال کې لیدل کېږي، چې د یوې مسلمانې ایوش ډاکترې (په هند کې د درملنې دودیز ډولونه لکه ایورویدیک، هومیوپیتیک، او یوناني) له مخه هغه مهال نقاب لېرې کوي، چې د ګومارنې رسمي لیک ورسپاري.

د بیهار مرستیال اعلی وزیر سمراټ چودري په دې ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي، چې هڅه کوي اعلی وزیر له داسې کولو وګرځوي. خو په همدې ویډیو کې د بیهار ایالت عامې روغتیا وزیر منګل پانډې او د اعلی وزیر سکرتر دیپک کومار په داسې حال کې لیدل کېږي، چې خاندي.

کله چې نوې ګومارل شوې ډاکتره د رسمي لیک ترلاسه کولو لپاره دریځ ته ورځي هلته ولاړ ۷۵ کلن اعلی وزیر ورته ګوري او وايي: ''دا څه دي؟'' او له دې وروسته ورمخکې کېږي او د ډاکترې له مخه نقاب پورته کوي.

د اعلی وزیر دفتر وروسته د دې مراسمو تصویرونه خپاره کړل او ښاغلي کومار ورسره لیکلي وو: ''نن مې د ګومارنې لیکونو وېشلو په مراسمو کې ګډون وکړ، ۱۲۸۳ ایوش (ایورویدیک، هومیوپیتیک، او یوناني) ډاکترانو ته مې د ګومارل کېدو لیکونه ورکړل.''

د اپوزېسیون ګوندونو نیوکې

کانګرېس او راشټریه جنتا په ګډون اپوزېسیون ګوندونو د ښاغلي کومار ویډیو له خپرولو سره پر نوموړي نیوکې کړې دي. کانګرېس ګوند له رسمي حسابه د دې ویډیو خپرولو تر څنګ لیکلي:

''دا د بیهار اعلی وزیر نتېش کومار دی. دې بې شرمۍ ته وګورئ. کله چې یوه ښځینه ډاکتره د رسمي لیک ترلاسه کولو لپاره ورځي، نتېش کومار یې له مخه نقاب لېرې کوي.''

کانګرېس ګوند په دې پیغام کې زیاته کړې:

''دا سړی په بیهار کې تر ټولو لوړ مقام لري، چې په داسې چلن کې ښکېل دی. فکر وکړئ، چې دې ایالت کې به ښځې څومره خوندي وي. نتېش کومار باید د دې کرکجنې کړنې له کبله سملاسي استعفا وکړي. دغه بې ادبي د هېرولو نه ده.''

غبرګونونه

د بي بي سي خبریال رجنېش کومار په دې هکله خپل تازه رپوټ کې وايي، دې موضوع نه یوازې د هند سیاسیونو او رسنیو تر منځ پراخ غبرګونونه راپارولي، بلکې په ځانګړې توګه په هغو هېوادونو کې هم د بحث موضوع شوې، چې ډېر اوسېدونکي یې مسلمانان دي.

د قطر او ترکیې په رسنیو کې هم د نتېش کومار د کړنې په هکله نیوکې شوې. د بي بي سي خبریال په خپل رپوټ کې کاږي، په پاکستان کې هم پر دې موضوع نیوکې شوې او ځینو کسانو ویلي، چې د یوه مسلمان په حیث په هند کې ژوند اسانه چاره نه ده.

د یادونې ده، چې نتېش کومار له تېرو دوو لسیزو راهیسې د بیهار اعلی وزیر په توګه کار کوي او په تېر کې د نوموړي چلن کې دې ته ورته بېلګې نه لیدل کېږي.

اپوزېسیون سیاستوال وايي، د ښاغلي کومار روغتیايي وضعیت نور د یوې مهمې حکومتي دندې لپاره مناسب نه دی.

کله چې بي بي سي په دې هکله د ښاغلي کومار جنتادل یونایټېډ له ویانده پوښتنه وکړه، ځواب یې دا و، چې په دې هکله نظر څرګندول د دوی له واکه بهر خبره ده.

له دې مخکې د ۲۰۲۲ په جون کې د هند واکمن بي جې پي ګوند نوپور شرما د اسلام د پیغمبر په هکله څرګندونې د دې لامل شوې، چې د مسلمان اکثریت هېوادونو څرګند غبرګونونه یې وپارول او بي جې پي ګوند نوپور شرما د ګوند له غړیتوبه بې برخې کړه.

نتېش کومار هم د بي جې پي په مشرتابه د این ډي اې (نېشنل ډیموکراتیک الاینس) ایتلاف یو مهم غړی دی.