د تقابل او مرګژوبلې وېره؛ د عمران خان د نیولو عملیات ځنډول شوي

د پاکستان لاهور کې لوړې محکمې د پولیسو لخوا دغلته د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نیولو لپاره د پیل شویو عملیاتو د سملاسي درېدو امر کړی دی.
محکمې ویلي پولیس دې زمان پارک ته له ورڅېرمه سیمو په شا شي.
دا پرېکړه د لاهور د لوړې محکمې قاضي طارق سلیم شیخ اورولې ده.
مخکې تحریک انصاف ګوند له دې محکمې غوښتي وو چې د عمران خان نیولو لپاره روان عملیات ودروي.
تر دې مخکې د پنجاب د اطلاعاتو سرپرست وزیر عامر میر بي بي سي ته ویلي و چې د عمران خان نیولو لپاره د محکمې د امر پر پلي کېدو عمل ګران نه دی، خو حکومت نه غواړي چې مرګژوبله واوړي.
هغه وویل "بنسټیز لامل دا دی چې موږ نه غواړو څوک ووژل شي، نه زموږ خوا، نه د هغوی خوا – که دا زموږ کمزوري ګڼل کېږي، نو پروا نه کوي. موږ سرپرست حکومت یو. خو هغه [عمران خان] یو عدالت او یو حکومت هم نه مني."
د پنجاب د اطلاعاتو وزیر ادعا کوي چې په زمان پارک کې د خیبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان پولیس ځواکونه ځای پر ځای دي او دا چې ګوندې د عمران خان د نیول کېدو مخه نیسي.
نوموړی وايي "هغوی تر دروازې پر ور رسېدلو پولیسو د خپلو ټوپکو خولې را اړولې وې. له دې ځایه چې کوم پولیس تللي، هغوی سره یوازې اوسپنیزې خولۍ، ډالونه او ډنډې وې. هغوی ګواښ کړی و چې که په شا نه شئ، نو ډزې درباندې کوو. د همدې لپاره د شا تګ امر اړتیا پېښه شوه."

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي میر وايي د عمران خان نیولو لپاره د ورغلو پولیسو مشر ورته ویلي که نیول حتمي وي نو دوی دا کار کولی شي خو "شپږ اووه کسان پکې وژل کېږي. هغوی به ډزې وکړي او موږ هم اړ کېږو چې ځواب ورکړو."
د پنجاب د اطلاعاتو سرپرست وزیر زیاتوي چې "عمران خان اوس د طالبانو په څېر عمل کوي. پر هغه چې د 'طالبان خان' کوم تور پورې و، هغه اوس ثابتوي."
ښاغلي میر زیاته کړه چې پخوانی لومړی وزیر قانون او د محکمو پرېکړو ته هېڅ غاړه نه ږدي.
له دې سره هممهاله د ګلګت بلتستان د پولیسو مشر محمد سعید وزیر د بدلېدو خبر هم ورکړی شوی دی.
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د خیبرپښتونخوا د پولیسو یو پېژندل شوی افسر 'دار علي خټک' یې د بلتستان د پولیسو نوی مشر ټاکلی.
بلتستان کې دمګړۍ د تحریک انصاف ګوند واک کې دی.

د عکس سرچینه، Reuters
هاخوا د عمران خان تر هغې وروسته د نیولو لپاره یې ورغلو پولیس شا تګ وکړ، زمان پارک ته څېرمه د خپل استوګنځي مخې ته خپلو راټولو شویو ملاتړو سره لیدلي دي.
نوموړي د تحریک انصاف ګوند غړو ته وینا وکړه او له هغوی سره یې عکسونه واخیستل.











