تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان او پاکستان کې هممهاله ګوزڼ ضد واکسیناسیون کمپاین پیل شوی
نن (دوشنبه د جون درېیمه) افغانستان او پاکستان کې هممهاله د ګوزڼ ضد واکسیناسیون کمپاین پیل شوی دی.
افغانستان کې چارواکي وايي دغه کمپاین څلور ورځې دوام کوي او څه باندې یوولس اعشاریه ۲ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان ته به پکې د ګوزڼ ضد واکسین ورکړ شي.
پاکستان کې بیا دغه کمپاین ته ۷ ورځې پام کې نیول شوې او ۱۶ نیم میلیون ماشومانو ته به واکسین ورکول کېږي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازني هېوادونه دي چې د ګوزن یا پولیو ویروس پکې لا پاتې دی.
اوس افغانستان کې د طالبانو حکومت عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې ۲۰۲۴ کال یې په افغانستان کې د ګوزڼ ویروس د له منځه وړلو کال بللی.
دوی ویلي په دغه کال کې به ټول هېواد کې د پولیو ضد واکسیناسیون څلور ملي کمپاینونه ترسره شي.
دا اوسنی د دې لړۍ دویم سراسرۍ کمپاین دی.
پاکستان کې بیا دا سږ کال د ګوزڼ ضد واکسیناسیون پنځم کمپاین دی.
دا ځل د دغه هېواد په ۶۶ ضلعو یا ولسوالیو کې د واکسیناسیون پلي کېدو ته چمتووالی شوی دی.
د یادونې ده چې پاکستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې تر دې دمه د ګوزڼ ۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
فرصت، خنډونه او مخالفتونه
پولیو ویروس د دایمي معلولیت ترڅنګ د مړینې لامل هم کېدای شي. د ګوزڼ ضد واکسین د څاڅکو په ډول ماشومانو ته ورکول کېږي.
په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د دغه کمپاین په تړوا څرګندونو له دیني عالمانو، قومي مخورو، بانفوذه وګړو او همدا راز له میندو او پلرونو غوښتي چې د دغه کمپاین او واکسیناتورانو ملاتړ وکړي.
هغه ویلي، له خپلو نړیوالو شریکانو سره په ګډه دې ته ژمن دي چې دغه ویروس له افغانستانه ورک کړي.
پاکستان کې د ملي روغتيا خدماتو لپاره د لومړي وزير همغږي کوونکي "ملک مختار بهرت" هم دا یو فرصت بللی او له میندو او پلرونو یې غوښتي چې خپل ماشومان واکسین کړي.
هغه ویلي، په را روان لوی اختر کې یو بل کره د خلکو تګ راتګ سره د دغه ویروس د خپرېدو د خطر ډېرېدو ته په کتو دا ډېره مهمه ده چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.
د یادونې ده چې د افغانستان او پاکستان په وروسته پاتې ټولنو کې نه یوازې دا چې والدین او کورنۍ د خپلو ماشومانو په واکسینولو کې ناغیړي کوي، بلکې دغه واکسین د ناسمو منفي تبلیغاتو او عامه پوهاوي ټیټې کچې له کبله نور مخالفان هم لري، چې پر واکسیناتورانو وخت ناوخت مرګوني بریدونه کوي.
په دې لړ کې تازه د پښتونخوا په لکي مروت کې پولیسو ویلي، چې دغلته نن (دوشنبه) هم د ګوزڼ واکسینو پر ټیم ناپېژانده وسله والو برید کړی او له واکسیناتورانو سره یو ملګری پولیس سرتېری یې ټپي کړی دی.
پولیس وايي، په ځوابي ډوز کې یو بریدګر هم وژل شوی دی.
پر دې سربېره د بلوچستان په چمن ولسوالۍ کې چارواکي وايي، له تېرو اتو میاشتو راهیسې دغلته د روان ولسي پرلت کډونوالو هم د ګوزڼ ضد واکسیناسیون مخه نیولې ده.
ځايي چارواکي وايي، دغلته رامنځته شوي اخ و ډب او تاوتریخوالي کې د واکسیناتورانو څلور ساتونکي ټپي شوي دي.
د یادونې ده چې د سپن بولدک – چمن پر دروازه تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورت د جبري کېدو دغو مخالفو پرلت والو لا له وړاندې ګواښ کړی و، چې که غوښتنه یې ونه منل شي، د پولیو ضد واکسین له کمپاین سره پریکون کوي.
تازه د پرلت کمېټې وياند صادق اڅکزي بي بي سي ته ويلي، چې حکومت د دوی د پریکون له اعلان سره سره دې سيمې ته د واکسين ډلې وراستولې او دا چې ګواکې له دې لارې غواړي وضعیت بيا خراب شي.
دی زیاتوي که څوک په خپله خوښه غواړي چې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي، دوی یې مخه نه نیسي، خو په زور د واکسین ورکولو مخالفت کوي.
ښاغلي اڅکزي دا تور رد کړی، چې ملګرو دې یې د پولیو له ټیمونو سره ملګري سرتېري وهلي وي.
چمن کې د پولیسو یو مشر اطهرعباس ويلي چې د پرلت والو له مخالفت سره سره دغه کمپاين دوام ومومي او د واکسيناتورانو خونديتوب لپاره به اضافې سرتېري هم دې سيمې ته واستول شي.