پرتګال کې د اسماعیلیه مسلمانانو پر مرکز برید کې دوې ښځې وژل شوې

د پرتګال پلازمېنه لیزبون کې پولیس وايي، د مسلمانانو په یوه مذهبي مرکز کې د چاکو په یوه برید کې دوې ښځې وژل شوې دي. دا برید د اسماعيلیانو په یوه مرکز کې شوی دی.

پولیس وايي، برید ګر په داسې حال کې چې یو لوی چاکو یې هم درلود پر پښه ډزو ویشتل شوی دی. وروسته دا بریدګر نیول شوی او په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوی دی.

تر اوسه د دې برید انګېزه معلومه نه ده. پولیس وايي، پر ۱۱ بجو چې مشکوک بریدګر مرکز ته ننوت، دوی ته خبر ورکړل شو.

پولیسو له مشکوک کسه وغوښتل چې له خپلې کړنې لاس واخلي، خو هغه یې غوښتنه و نه منله، ځکه وروسته په ډزو وویشتل شو. له اېس ای سي نوتیزیاز سره خبرو کې د اسماعیلي ټولنې مشر نظام احمد وايي، بریدګر افغان او دوې وژل شوې ښځې د پرتګال اوسېدونکې وې.

اسماعيلي ټولنې په دې هکله یوه اعلامیه هم خپره کړې، چې پکې ویل شوي، ټولنه د دې پېښې له کبله ''سخت ټکان خوړلی، خواشیني یو او د پېښې قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي او ملاتړ اعلانوي.''

په اعلامیه کې زیاته شوې، د ودانۍ ساحه خوندي شوې او اسماعیلي ټولنه له پولیسو سره د پېښې په هکله پلټنو کې مرسته کوي. د پرتګال لومړی وزیر انتونیو کاستا وايي، داسې ښکاري چې ''دا بریدګر په یوازې سر شوی''

او د انګېزې په هکله بحث به یې له وخته مخکې خبره وي. پولیسو د سې شنبې پر ورځ له ځايي خلکو وغوښتل چې د اسماعیلي مرکز سیمې ته له ورتلو دې ډډه وکړي.

د مرکز یوه کارکوونکي پرتګالۍ رسنۍ ساپو ته په دې هکله ویلي: دا هر څه ډېر ژر وشول، پولیس راغلي دي او د پېښې په هکله پلټنې کوي.

اسماعیلیان د شیعه مسلمانانو یوه برخه دي او شاهزاده کریم اغا خان د خپل مذهبي مشر په توګه مني.