د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: ایران ته د شاهین ۳ ډوله توغندي ورکولو رپوټونه دروغ دي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د یوې اسرائیلۍ ورځپاڼې هغه رپوټ رد کړی، چې وايي، که د ایران او اسرائیلو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شي، پاکستان به ایران ته شاهین ډوله توغندي ورکړي.

د یادونې ده، چې اسرائیلۍ ورځپاڼې یروشلم پوسټ "د ګڼ شمېر عربي سرچینو" په حواله دا رپوټ لیکلی دی.

د جمعې پر ورځ بیا د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ وویل:

" دا رپوټونه دروغ دي. پر دې بې بنسټه رپوټونو ته له پام کولو مخکې مهمه دا ده، چې د دې تر شا ناوړه اجنډا وکتل شي."

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړه:

"په منځني ختیځ کې خورا نازک وضعیت دی. موږ د رسنیو په ګډون له ټولو اړخونو غواړو، چې د جعلي خبرونو له خپرولو ډډه وکړي."

پاکستان تېر کال (۲۰۲۲) کې د شاهین درې ډوله توغندي ازموینه وکړه، چې له ځمکې پر ځمکه ګوزار کوي.

د پاکستاني پوځ په وینا دا توغندی تر ۲۷۵۰ کیلومترو پورې هدف په نښه کولای شي.

د یادونې ده، چې د حماس سیاسي څانګې مشر د جولای پر ۳۱مه په داسې حال کې د ایران پلازمېنه تهران کې ووژل شو، چې د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزیشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره هلته تللی و.

اسرائیلو تر اوسه پورې په دې هکله څه نه دي ویلي.

د اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته د ایران او اسرائیلو ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوی دی او ایراني چارواکو ویلي، د اسماعیل هنیه وژنې غچ به واخلي.