تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په جرمني کې د چړې مرګونی بريد؛ پوليسو وايي مشکوک بریدګر يې نيولی
د جرمني پولیسو وايي هغه کس نیولی چې د دغه هېواد پر دریو وګړو د چړې برید شک پرې کېږي.
د جرمني د شمالي وېستفېليا ايالت د کورونيو چارو وزير هربرټ رېيول د يکشنبې په شپه وويل، "هغه کس چې موږ يې ټوله ورځ په لټه کې وو څو دقيقې وړاندې ونيول شو."
نوموړي په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي خو د جرمني بېلډ او شپيګل رسنيو ويلي، مشکوک کس داسې حال کې په خپله پوليسو ته ځان سپارلی چې په "وينو لړلې" جامې يې اغوستې وې.
وړاندې د بېلډ ورځپاڼې راپور ورکړی و چې د پوليسو ځانګړو ځواکونو د کډوالو پر کمپ چاپه وهلې وه او يو بل مشکوک کس يې نيولی و.
د دې ورځپاڼې د راپور له مخې د کډوالو دغه مرکز د بريد له سيمې په ۳۰۰ مترۍ پروت دی.
د دغې پېښې په تړاو تراوسه دری تنه نيول شوي دي.
مخکې پلټونکو يوه چاړه موندلې وه چې داسې اټکل کېږي په بريد کې ترې کار اخيستل شوی دی.
اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) د شنبې په ورځ پر خپل ټېلېګرام د بريد مسووليت ومانه خو د خپلې ادعا په اړه يې شواهد نه دي وړاندې کړي. لا نه ده روښانه چې دغه ډلې له بريدګر سره څه تړاو لري.
تر دې وړاندې پوليسو په زولېنګن سيمه کې د چړې د بريد په تړاو يو ۱۵ کلن هلک نيولی و. پر ده تور دی چې له وړاندې د بريد په تړاو خبر و.
پوليسو ويلي، دغه هلک يې وروسته له هغه ونيو چې دوی ته خبر ورکړل شو چې، کس له بل چا سره د بريد په تړاو خبرې کولې.
پوليسو د شنبې په ورځ په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې دوی د بريد تر شاه د "ترهګرۍ انګېزه" نشي ردولي.
په دغه بريد کې يوې ۵۶ کلنې مېرمنې، دوه نارينه وو چې ۵۶ او ۶۷ کاله عمر لري خپل ژوند وبايله.
د جرمني لومړي وزير اولاف شولتز دا بريد يو "وحشيانه عمل" بللی او وړاندې يې ويلي وو چې په دغه بريد کې ښکېل کسان دې ژر تر ژره ونيول شي.
دا برید د جمعې په ماښام داسې حال شوی، چې خلک د دې صنعتي زولېنګن ښار د تاسیس ۶۵۰ مې کلیزې لمانځنې مراسمو روان وو.
ياد ښار د جرمني په لوېدیځ کې یو ښار دی، چې ۱۶۰ زره وګړي په کې ژوند کوي.
د زولېنګن ښاروال ټیم کورزباچ پر خواله رسنیو په دې هکله یوه پیغام کې ویلي، هغه ټول کسان چې د ښار تاسیس کلیزه یې لمانځله ''سخت خواشیني، حیران او غوسه دي.''
د نوموړي په پیغام کې ویل شوي، په زولېنګن کې دې برید ''زما زړه مات کړی دی.''