مینه، زیان او دنده: د جګړې کیسې د اوکرایین عکاسانو په تصویرونو کې

د عکس سرچینه، Valeria Demenko/DSNS
- Author, جارج برکي
- دنده, بي بي سي
نن پر اوکرایین د روسیې د یرغل دریم کال دی. د تېرو درې کلونو په موده کې چې روسي ځواکونو پر اوکرایین یرغل کړی، سلګونو عکاسانو د جګړې لومړۍ کرښه او ملکي سیمو کې پر انسانانو د جګړې اغېز مستند کړی دی.
دوی د خپلو تصویرونو په تړاو معلومات هم وړاندې کړي، چې ځینې یې د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې د بي بي سي د خبري پوښښ په برخه کې خپاره شوي دي.
ولادا او کوستیانتېن لېبېروف
دې جوړې د جګړې له پیل مخکې د تور سمندر په ساحلي ښار اوډېسه کې د ودونو او نورو مراسمو پر مهال د عکاسانو په توګه دنده درلوده.
ولادا وايي، ژر یې ''د مینې د کیسو له عکاسۍ د جګړې عکاسۍ ته مخه کړه.''
دا وايي، د خپلې دندې په ترڅ کې احتمالي خطرونه ورته معلوم دي. دا زیاتوي، په ۲۰۰۳ کال کې دونیڅک سیمه کې د یوې چاودنې پر مهال په بمي چرې ټپي شوه چې ډاکترانو ویل، نه ایستل یې ښه دي.

د عکس سرچینه، Kostiantyn Liberov/Libkos via Getty Images
کوستیانتېن لېبېروف د ۲۰۲۴ کال په دوبي کې دا اغېز لرونکي تصویر د روسیې پر کورسک سیمه کې د اوکراییني پوځ د برید پر مهال اخیستی، چې وروسته د بي بي سي خبري پوښښ پر پاڼو خپور شو.
په دې تصویر کې یو اوکرایینی سرتېری په داسې حال کې لیدل کېږي، چې خپل نهیلي همکار ته ډاډ ورکوي. دوی له هغه بریده بېرته ستنېدل چې یو همکار یې په کې وژل شوی و. لېبېروف لپاره دا تصویر په جګړه کې د پوځیانو تر منځ یو څه سربداله حالت انځوروي.
دی وايي: ''د خپل هېواد د دفاع پر ځای د روسیې په خاوره کې د یوه ملګري سرتېري له لاسه ورکول خورا ګرانه ده. ما دا تصویر پر ځان د دې پېښې رواني اغېز ته په پام سره واخیست.''
ولادا وايي، د دې وضعیت په هکله له هر چا سره خبرې نه شي کېدای، ځکه، ''په یوه سخت وضعیت کې وي او هېڅوک هم سم نه پوهېږي، چې مناسب حل به څه وي؟''
د دې په یوه تصویر کې د اوکرایین (سپینو فرښتو) پولیس ځواک یو سرتېری له یوه ناکام بریده د ستنېدو په حال کې لیدل کېږي.
دا تصویر د اویدوکا ښارګوټي یوه وروستي پاتې اوسېدونکي ته سپارښتنه کوي، چې د روسي پوځیانو له رسېدو مخکې باید له خپل مېشت ځایه ووځي.

د عکس سرچینه، Vlada Liberov/Libkos via Getty Images
دې جوړې د ځورونکو شېبو مستندولو تر څنګ ځینې داسې شېبې هم وموندلې، چې د دوی لپاره د ذهني سکون لامل کېدې.
دیمترو له یوې لسیزې راهیسې په اوکرایین کې جګړه کوله. د ده تصویر په داسې حال کې اخیستل شوی، چې مېرمنې یې اولاد زېږولی و:
''موږ د جګړې په سنګرونو کې د ده تصویرونه اخیستي وو او بیا مو په داسې حال کې د دې لوړ-دنګ، زړور سرتېري تصویر واخیست، چې خپله کوچنۍ ماشومه یې په غېږ کې وه او له سترګو یې اوښکې وې. دلته انسان پوهېږي، چې دا سرتېري یوازې د ځان لپاره جګړه نه کوي، بلکې د داسې شېبو لپاره جګړه کوي. په اوکرایین کې د ټولو خلکو لپاره جګړه کوي.''

د عکس سرچینه، Kostiantyn Liberov/Libkos via Getty Images
والیریا دیمینکو
والیریا دیمینکو له ۲۰۱۶ کال راهیسې په ختیځه سیومې سیمه کې د اوکرایین مرستندویانو ادارې (ډي اېس این اېس) فعالیتونه مستند کوي. دا اوس له هغو مرستندویانو سره یو ځای شوې، چې د روسیې له بمباریو اغېزمنو سیمو ته استول شوي دي.
''دا تل یوه سخته چاره ده، ځکه نه پوهېږې، چې څه ډول احتمالي خطر سره مخامخ کېدای شې... دا خطر هغه مهال لا زیات شي، چې پر ملکي تاسیساتو بریدونه کېږي.''
د دې په یادښت کې د هغې پېښې تصویر تازه دی، چې پر یوه پنځه پوړیزه ودانۍ د روسي ځواکونو له بمبارۍ وروسته مرستندویه کارکوونکو هغو کسانو ته د رسېدلو هڅه کوله، چې د بمبارۍ پر مهال په ودانۍ کې دننه ایسار پاتې وو.

د عکس سرچینه، Valeria Demenko/DSNS
والریا هغه پېښه یادوي، چې څلور ورځې مرستندویانو پرلپسې پکې فعالیت کاوه. دا وايي: ''په څلورم پوړ کې یوه نانځکه وه، مانا یې دا چې هلته یو ماشوم یا ماشومه وه، چې کېدای شي شمېر یې له یوه زیات وي.''
دا وايي، دا او همکاران یې غواړي، چې خپل ټول توان د دې لپاره وکاروي، چې د ''سوله ییزو اوکرایینیانو پر ضد د روسیې جرمونه نړیوالو ته څرګند شي.''

د عکس سرچینه، Valeria Demenko/DSNS
الکساندر ایرموچینکو
الکساندر ایرموچینکو په ختیځه دونیڅک سیمه کې له ۱۱ کلونو راهیسې د اوکرایین جګړه د عکاس خبریال په توګه مستندوي. ده د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو کې هم د پېښو تصویرونه اخیستي او په وینا یې ''داسې تصور مې نه کاوه، چې په خپل کور کې به د جګړې تصویرونه اخلم.''
دی زیاتوي: ''د کرښې دواړو غاړو ته د هغه سړي د څېرې تصویر یو ډول دی، چې کور یې نړېدلی وي. دا ډېره مهمه ده، چې وښوول شي، د ټولو وینه یو ډول سور رنګ لري.''
بي بي سي د روسیې لور ته خبري تصویرونو ته ځکه ډېر لاسرسی نه لري، چې کریملین چارواکو پر نړیوالو خبریالانو محدودیتونه لګولي دي او په روسیه کې بیا ډېر خبري اژانسونه د دولت په واک کې دي.
بي بي سي د دې مطلب لپاره د روسیې یوه عکاس خبریال سره اړیکه ونیوله، خو هېڅ ډول غبرګون یې ترلاسه نه شو.

د عکس سرچینه، Alexander Ermochenko/Reuters
په پورتني تصویر کې ایرموچینکو د روسيې پلوو فعالانو تصویر هغه مهال اخیستی، چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۱مه د دوی ختیځه سیمه خپلواکه اعلان کړه.
دا تصویر د هغې پېښې خبري پوښښ په ترڅ کې د بي بي سي پر پاڼو خپور شوی و.
دی یې د تشریح په هکله وايي، چې په یوه مناسب وخت د خبریال کمرې کارول څومره د پام وړ اغېز کولای شي.

د عکس سرچینه، Alexander Ermochenko/Reuters
اوکراییني چارواکو ویلي و، چې د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې د ماریو پول پر تیاتر د روسیې بمبارۍ له کبله تر ۳۰۰ پورې کسان وژل شوي وو.
بله میاشت الکساندر ایرموچینکو دا تصویر واخیست، چې د بي بي سي په رپوټ کې خپور شو، چې یو عکاس په کې د ورځني ژوند په ترڅ کې د ډله ییزې وژنې یوه پېښه تشریح کوي. دی وايي: ''ویجاړي سخته ډېره وه، نهه پوړیزې ودانۍ د هالیوډ فلمي صحنې ته ورته ښکارېدې، خو دا اصلي وې او په همدا وروستیو کې خلکو ودانې کړې وې.''
جالبه دا چې په څنګلورو کوڅو کې د جګړې له دوام سره سره ژوند هم روان و. خلک په ظاهره ارام ښکارېدل، خو دوي د روان حالت له کبله له سخت شاک حالت سره مخامخ وو.

د عکس سرچینه، Alexander Ermochenko/Reuters
دغه تصویر چې د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې پر زاپوریژیا اتومي بټۍ د بمبارۍ د خبري پوښښ په تړاو د بي بي سي ژوندۍ پاڼې کې خپور شوی و، د جګړې پر مهال د عکاسۍ ستونزې ښيي.
ایرموچینکو وايي:
''هغه وخت د بټۍ تصویرونه کمساري وو، پرلپسې یې ساتنه کېږي، خو سرتېري پخپله وضعیت څرګندوي.''
د هغو ستړیو، ستونزو تر څنګ چې دی او همکاران یې ورسره مخامخ دي، دی وايي:
''جګړه یوازې زما د کاري ژوند برخه نه ده، بلکې زما د خپل ژوند یوه لویه برخه ده... هر څومره چې ستونزه منه وي، زه به دوام ورکړم.''
الینا سموتکو

د عکس سرچینه، Alina Smutko/Reuters
کېیف مېشتې عکاسه خبریاله الینا سموتکو پر انسانانو د دې جګړې پر اغېزو د خپل کار او شخصي تجربو له لارې پوهېږي. دا وايي:
''درې کاله کېږي، چې پر ښار د روسیې توغندیزو او ډرون بریدونو شاهده یم. په دې موده کې پرلپسې کورنۍ، ماشوم، دوستانو او همکارانو ته اندېښمنه یم.''
دا وايي، د خوب خونې له کړکۍ یې په کوڅه کې پر یوه بل کور برید ولید، خو ځان ځکه بختور بولي، چې خپله او کور یې خوندي پاتې شول.

د عکس سرچینه، Alina Smutko/Reuters
پر اوکرایین د روسي ځواکونو له یرغل سملاسي وروسته به دې له کورنۍ او دوستانو سره هره ورځ د یوه بل حال اخیستو لپاره اړیکه نیوله. خو د بریدونو پرلپسې کېدو له کبله دوی پوه شول، چې باید جګړه د یوه واقعیت په توګه وبولي او تر څنګ یې د ژوند چارو له پرمخ بیولو سره عادي شي.
د دې د دندې بیه درنه ده. دا وايي:
''موږ ولیدل چې د دې یرغل په ترڅ کې زموږ همکاران او په ځانګړې توګه تصویري خبریالان ووژل شول. زموږ د خپلې ډلې یو همکار مو له لاسه ورکړ او بل همکار مو سخت ټپي شو.''

د عکس سرچینه، Alina Smutko/Reuters
سموتکو هڅه کوي، چې د هغه څه په هکله ډېره اندېښنه و نه کړي، چې دا پرې بوخته ده، خو په وینا یې دا ډېره مهمه ده، چې له نړیوالو سره د جګړې اغېز شریک کړي.
دا وايي: ''فکر کوم دا په یو ډول مرسته کوي، خو ګومان نه کوم یو تصویر به وکولای شي جګړه ختمه کړي. که دا شونې واي، موږ به دلته دومره کسان له لاسه نه ورکول. خو بیا هم په دې باور یم، چې مستند کول یې اړین دي، ځکه که د یو ې پېښې تصویر ونه لرو، مانا یې دا ده، چې داسې کومه پېښه نه ده شوې. دا چاره باید وشي او زه خپله ټوله هڅه کوم.''
په لومړني تصویر کې مرستندویان په داسې حال کې لیدل کېږي، چې د سیومې شمال ختیځ کې د ګازو پر یوه زېرمه د روسیې له برید وروسته لګېدلی اور وژني.








