تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د چین 'کی' وېزه څه ده او چا ته ورکول کېږي؟
له هغه وروسته چې امریکا د خپل ایچ-۱ بي ویزې فیس تر سلو زرو ډالرو لوړ کړ، د چین 'کی' وېزه یو ځل بیا د خلکو د بحثونو ټکی وګرځېد.
د امریکا ایچ-۱ بي وېزه په ۱۹۹۰ کال کې معرفي شوه. دا وېزه ډېر وخت د ساینس، انجنیرۍ، ټیکنالوژۍ او ریاضي په برخو کې مسلکي کارکوونکو ته ورکول کېږي.
امریکا په کال کې د ۶۵ زرو ایچ-۱ بي وېزو د وېشلو حد ټاکلی، خو پر دې سربېره ۲۰ زره نورې وېزې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې له امریکایي پوهنتونونو د ماسټرۍ سند ترلاسه کوي.
د "باونډلېس" په نوم د کډوالۍ په برخه کې د څېړنې د یوې موسسې په وینا، شاوخوا ۷۳ سلنه ایچ-۱ بي وېزې هندي وګړو او ۱۲ سلنه یې چینایي وګړو ته ورکول کېږي.
د شمېرو له مخې، ډېرې ایچ-۱ بي وېزې هندي وګړو ته ورکول کېږي، خو په دې لړ کې دویم ځای چینایي وګړې لري.
د چین لومړي وزیر لي کې چيانګ د دې وېزې د معرفي کولو فرمان لاسلیک کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کار لپاره امریکا ته د ورتلونکو بهرنیو کارپوهانو د کلنۍ وېزې فیس له ۱۵۰۰ ډالرو ۱۰۰ زرو ډالرو ته لوړ کړی دی او دغه پرېکړه به د سپټمبر له ۲۱مې نېټې عملي شي.
د امریکا د سوداګرۍ وزیر هاوارډ لېتونک وايي چې شرکتونه به د هر غوښتونکي لپاره د شپږو کلونو په موده کې همدومره پیسې ورکوي.
د هغه په وینا، شرکت ته به دا فرصت هم په لاس ورشي چې وګوري، ایا اړینه ده چې د دې کس لپاره دولت ته په کال کې یو لک ډالر ورکړي، که هغه کور ته استوي، ترڅو پر ځای یې د امریکایي وګړي کاري فرصتونه ولري.
چین د ۲۰۲۵ کال په اګسټ کې د 'کی' وېزې د وېشلو اعلان وکړ، چې د ساینس او ټیکنالوژۍ په برخو کې د غوره وړتیاوو لرونکي کسان چین ته ورجلب کړي.
د چین د رسمي خبري اژانس شینهوا په وینا، دغه بهیر به د اکټوبر له لومړۍ نېټې پیل شي.
نیوز ویک مجلې د چین د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې دوی د امریکا د نوې وېزې په اړه څه نه وايي، خو دغه وزارت وايي، چین له ټولې نړۍ غوره استعدادونو ته هرکلی وايي.
د 'کی' وېزې ځانګړتیاوې
د شینهوا د راپور له مخې، د چین د اوسنیو ۱۲ وېزو برعکس، د 'کی' وېزې لرونکي به هېواد ته د دننه کېدو، ویزې د مودې او اوسېدو په برخه کې ډېرې اسانتیاوې ولري.
د 'کی' وېزې لرونکي چین ته له ورتګ وروسته په پوهنیزو، کلتوري، ساینسي او ټیکنالوژۍ برخو کې کار کولی شي او خپل کاروبارونه هم پيلولی شي.
د 'کی' وېزې تر ټولو مهمه ګټه دا ده چې غوښتونکي یې د ترلاسه کولو لپاره په چین کې خپل کار ورکوونکي یا ادارې بلنلیک ته اړتیا نه لري او دغه وېزه په اسانه وېشل کېږي.
ویل کېږي چې د 'کی' وېزې د نویو فارغانو، خپلواکو څېړونکو او سوداګرو لپاره خورا اسانه ده. د دې ویزې لپاره دوی په چین کې د کار وړاندیز ته اړتیا نه لري، او دا چې له ورتګ وروسته هم د کار لټه کولی شي.
د دې وېزې لپاره څوک وړ دي؟
د 'کی' وېزې به هغو بهرنیو کسانو ته ورکول کېږي چې په چین یا بهر کې یې له یوه معتبر پوهنتون یا څېړنیز مرکز په ساینس، ټیکنالوژۍ، انجنیرۍ او یا هم ریاضي کې لوړې زده کړې یا سند ترلاسه کړی وي.
مسلکي کسان چې په یوه منل شوې اداره کې تدریس یا څېړنه کوي، هم ورته غوښتنلیک سپارلی شي.
غوښتونکي به د 'کی' وېزې لپاره د عمر، زده کړو او تجربې شرایط پوره کوي او اړین اسناد به هم ورسره وړاندې کوي.
د 'کی' وېزې په اصل کې د چین د 'آر' وېزې نوې بڼه ده، چې په ۲۰۱۳ کال کې د ساینس او ټیکنالوژۍ په برخو کې د غوره استعدادونو د جلبولو لپاره معرفي شوې وه.
اوس د امریکا له خوا د ایچ-۱ بي ویزې د فیس له لوړولو او د ټیکنالوژۍ سکتور د مقرراتو له سختولو وروسته، چین د هندي انجنیرانو او ټیکنالوژۍ مسلکي کسانو لپاره یو غوره ځای ګرځېدلی شي.
په دې وروستیو کلونو کې، چین د ساینس او ټیکنالوژۍ په برخه کې ډېره پانګونه کړې او د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې له امریکا سره سیالۍ کولو ته چمتوالی نیسي.
کارپوهان وايي، چین غواړي د ساینس او ټیکنالوژۍ په برخه کې هم یو لوی ځواک شي. دغه هېواد د سپوږمکیو، فضايي ماموریتونو، فلزي ټیکنالوژۍ، ای ټي سکتور او مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې ډېره پانګونه کړې ده.
د انجنیرانو لپاره ګټې
په نوي ډيلي کې د جواهر لعل نهرو پوهنتون د چین او سویل ختیځې اسیا د څېړنو مرکز پروفیسور ارويند یلاري وايي: "چین د شانګهای او شېنزېن په ګډون په څو ولایتونو کې د لوړې ټیکنالوژۍ پارکونه جوړ کړي دي. چین په دې برخه کې ډېره پانګونه کړې ده. د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو راهیسې، د چین حکومت د معلوماتي ټیکنالوژۍ ادارې جوړوي."
هغه وايي: "په هند کې د انتقادي انجنیرۍ په برخه کې د انجنیرانو ډېر شمېر شته. که له دې ډلې یو سلنه هم چین ته ولاړ شي، نو په دې برخه کې ورته د پرمختګ فرصت ورکولی شي. چینایي شرکتونه د ټیکنالوژۍ د څېړنو او اختراعاتو لپاره له خپل حکومته ارزانه پورونه اخلي، خو د هغوی چارې ډېره سمې نه دي. له همدې امله هندي انجنیران کولی شي دوی له دې کړکېچ وژغوري."
ارویند یلاري وايي: "یوازې چین نه، تایوان هم د مسلکي تخنیکي کسانو لپاره خپلې دروازې پرانیستې دي. له همدې امله هغه کسان چې د ایچ-۱ بي ویزه نه ترلاسه کوي، تایوان ته تللی شي. د وېزې فیس په لوړېدو سره به امریکا ته زیان ورسېږي او د اسیا مخ پر ودې اقتصادونو ته به ګټه ورسېږي."
د هغه په وینا، دا د چین لپاره یو فرصت دی، له همدې امله اوس بیجینګ د 'کي' ویزې وېشل پيل کړل او دا د دې وېشلو یو لامل هم دی چې چین د نړۍ غوره استعدادونو لپاره ډېر فرصتونه برابر کړي.