د بلوڅانو همغږۍ کمېټه وايي، په ګوادر کې یې پرلت روان دی

د بلوڅانو همغږۍ کمېټې د بلوچستان حکومت هغه ادعا رد کړې، چې ویلي یې وو په ګوادر سیمه کې د 'راجي مچي پرلت' پای ته رسېدلی دی. دغه کمېټه وايي، په ګوادر ساحلي ښار کې یې پرلت روان دی.

دوی زیاتوي، دوې ورځې کېږي چې له حکومت سره مذاکرات کوي، چې لا هم دوام لري.

د بلوڅانو همغږۍ کمېټې یوې مشرې نادیه بلوڅ بي بي سي ته وویل، له حکومت سره مذاکراتو کېدو یا نه کېدو په هکله به خلکو ته پر خواله رسنیو د دوی له رسمي حسابونو معلومات ورکړل شي.

د یادونې ده، چې د بلوڅانو همغږۍ کمېټې مشرانو ماه رنګ بلوڅ او صبغت الله بلوڅ څو اونۍ مخکې د بلوڅانو د قومي اجتماع یا سترې غونډې رابللو اعلان کړی و او له افغانستان او ایرانه یې هم بلوڅانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه.

د بلوڅانو همغږۍ کمېټې په ګوادر کې د جولای پر ۲۸مه نېټه خپله احتجاجي غونډه د غوښتنو منل کېدو تر مهاله په پرلت بدله کړه او پر پاکستاني امنیتي ځواکونو یې تور پورې کړ، چې د دوی غونډې ته د ورتلونکو کسانو مخه یې نیولې او پر سوله ییزو لاریونوالو یې تشدد کړی.

له ګوادر سره، سره د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې هم د بلوڅانو راجي مچي پرلت روان دی او هلته د بلوڅانو همغږۍ کمېټې یوه مشر بیبرګ بلوڅ له بي بي سي سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل، چې تر څو د دې پرلت په تړاو ټول نیول شوي کسان خوشي شوي نه وي او په جبري توګه بې درکه کړل شوي کسان خوشي نه شي، په کوټه کې به د دوی پرلت دوام وکړي.

له دې مخکې د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزارت چارواکو ادعا وکړه، چې د بلوڅان همغږۍ کمېټې له استازو سره یې مذاکرات کامیاب شوي دي.

چارواکي څه وايي؟

د بلوچستان کورنیو چارو صوبايي وزارت له لوري په یوه اعلامیه کې ادعا شوې وه، چې په ګوادر کې به د بلوڅانو د همغږۍ کمېټې احتجاجي پرلت پای ته ورسېږي، او سر له ننه به په بلوچستان کې ټولې تړلې لارې پرانیستل شي.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، د بلوچ راجي مچي یا بلوڅانو قومي غونډې په تړاو نیول شوي کسان به خوشي شي، تړل شوې مخابراتي شبکې به فعالې شي او له لویو لارو به ټول خنډونه لېرې کړل شي.

د دوی یوه غوښتنه دا وه، چې د غونډې په تړاو نیول شوي کسان باید خوشي شي، له لارو خنډونه لېرې او هغو کسانو ته په ګوادر غونډه کې د ګډون اجازه ورکړل شي، چې د بلوچستان بېلابېلو لویو لارو په منځ کې یې مخه نیول شوې وه.

‎ډاکتره ماه رنګ بلوڅ او د بلوڅانو همغږۍ کمېټه کې د دې همکاران یې ادعا کوي، چې د بلوڅانو توکمېزې ډلوژنې تر څنګ زرګونه بلوڅان په جبري توګه بې درکه شوي دي.

دوی وايي، د بلوڅانو بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي او د بلوچستان وسائل غصب شوي دي. د کمېټې مشرتابه په وینا دوی دا غونډه د دې لپاره رابللې، چې د دې اقداماتو مخنیوي لپاره لارې، چارې وسنجول شي.