د جنوبي کوریا سېلابونه؛ اوه مړي د اوبو له تونل رایستل شوي

د جنوبي کوریا په مرکزي سیمو کې د سختو بارانونو له امله لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه شوي دي.

سوېلي کوریا کې ژغورندویان هڅه کوي چې د سېلاب له کبله یوه تونل کې بند شوي ګاډي راوباسي او تر اوسه د تونل له اوبو لږ تر لږه اوه مړي رایستل شوي دي.

د پرلپسې بارانونو پر دریمه ورځ د ځمکې ښوېدنې له امله د چنګ چیانګ ولایت یو لوی بند په اوبو کې ډوب شوی.

ترهنده بارانونو سړکونه ویجاړ کړل، موټر یې اوبو کې لاهو کړې او د اورګاډو چلن یې ګډوډ کړ.

چارواکو ویلي، ۱۴ نور کسان لادرکه دي او زرګونه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د مړینې او ژوبلېدو پېښې تر ډېره د شمالي ګيونګ شان ولايت کې شوې، په غرنۍ سيمه کې د ځمکې ښويېدنې له امله ګڼ کورونه ویجاړ شوي.

د بېړنیو حالاتو یوه ځايي کارکوونکي رسنیو ته وویل، په خورا سخت ځپلو شویو سیمو کې کورونه "په بشپړ ډول ویجاړ شوي".

لومړي وزیر هان دوک سو له پوځ وغوښتل چې د ژغورنې په هڅو کې مرسته وکړي. چارواکي وايي، په مرکزي چنګچیانګ ولایت کې د ځمکې لاندې تونل کې ۱۹ موټرونه ډوب شوي دي چې د مړینې او ژوبلې وېره ورسره شته.

په زرګونو خلک د بېلابېلو سیمه ییزو ادارو په هڅو کې ژغورل شوي. د سوېلي کوریا خبري اژانس یونهاپ وايي، شاوخوا ۶۴۰۰ اوسېدونکي وروسته له هغه ایستل شوي چې د ګوزان بند جمعې او شنبې پر ورځو له اوبو ډک شو.

ویل شوي، چې بند ته څېرمه یو شمېر ټیټو سیمو کې پراته کلي او غځېدلي ډېر سړکونه چې دغه سیمې سره نښلوي، تر اوبو لاندې شوي، یو شمېر اوسېدونکي یې په خپلو کورونو کې بند پاتې دي.

د کوریا د اورګاډو ملي شبکې ټول هېواد کې د اور ګاډو چلن ځنډولی او خبرداری یې ورکړی چې ورېدونکي بارانونه د اورګاډو لیکې ګډوډلی شي.

د جمعې پر ورځ ناوخته، په شمالي چنګچیانګ کې یو اورګاډی وروسته له هغه له پټلۍ وغورځېده چې د ځمکې ښوېدنې له امله په کروندو کې د شګو ډېرۍ جوړې شوې.

په پېښه کې یو انجینر ټپي شوی دی خو اور ګاډی هغه مهال په اورګاډی کې سپرلۍ نه وې. د کوریا د هوا پېژندنې اداره د راتلونکې اونۍ تر چهارشنبې پورې د لا نورو زورورو بارانونو وړاندوینه کوي. دغه ادارې خبرداری ورکړ چې د هوا حالت یو "جدي" خطر پېښولی شي.

سختو باراني اورښتونه په تېرو پنځلسو ورځو کې د هند، چین او جاپان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې سېلابونه او د ځمکې ښوېدنې لامل شوي دي. ساینس پوهان وايي د تودوخې فضا، د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوي سپېره موسمونه د سختو بارانونو شونتیا ډېروي.