تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د جرمني پولیس وايي هامبورګ هوايي ډګر کې د برمته نیونې وضعیت سره مخامخ دي
د جرمني په هامبورګ ښار کې پولیس وايي، چې دوی په هوايي ډګر کې د مشکوکې برمته نیونې له وضعیت سره مخامخ دي.
دوی ویلي یو وسله وال سړی په خپل موټر کې له امنیتي خنډونو په تېرېدو سره هوايي ډګر ته ننوتی دی.
پولیس زیاتوي چې په موټر کې د یوه ماشوم په ګډون لږترلږه دوه کسان دي.
تر دې پېښې وروسته سیمې ته ځانګړي ځواکونه هم استول شوي دي.
رپوټونو کې راغلي چې د دغه مشکوک سړي ښځې د ماشوم تښتولو د احتمال خبر ورکړی.
پولیسو یوه اعلامیه کې ویلي د دوی باور دا دی چې دې قضیې به د ماشوم د سرپرستۍ له شخړې سرچینه اخیستې وې.
دوی زیاته کړې چې مشکوک سړي هوايي ډګر ته تر ننوتلو وړاندې لږترلږده دوه هوايي ډزې کړې او سوځېدونکي بوتلونه یې هم له موټره بهر غورځولي دي.
هغه خپل موټر د هوايي ډګر داسې برخې ته رسولی، چې معمولآ الوتکې پکې تم کېږي.
د هامبورګ پولیسو پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي "له زیاتې اندازه بېړنیو خدماتو سره د پېښې ځای کې یو. موږ دمګړۍ داسې انګیرو چې د برمته نیونې یوه ثابت وضعیت دې وي."
پولیس وايي، روانپوهان او په دا ډول وضعیت کې له برمتهنیونکو سره د خبرو اترو متخصصان هم د پېښې ځای ته ورغلي او دا چې موټر کې له موجود کس سره په اړیکه کې دي.
تر دې پېښې وروسته د هامبورګ ښار له هوايي ډګره او دغه ډګر ته ټولې الوتنې ځنډول شوې.