تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بنو برمته نیونه: پاکستاني چارواکي وایې "ټول ۳۳ بریدګر او دوه سرتېري وژل شوي"
د پاکستان دفاع وزارت وایې د خیبرپښتونخوا په بنو کې د ترهګرۍ ضد مرکز یې د پوځي عملیاتو په پایله کې بیرته نیولی او ټول بریدګر یې له مینځه وړي دي.
د عملیاتو پر مهال ګڼ خلک چې امنیتي کسان هم پکې وو ، له تېرو دریو ورځو راهیسې وسله والو برمته کړي وو .
خو د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وایې چې د عملیاتو پر مهال ټول برمته شوي کسان خوندي را اېستل شوي، یوازې دوه امنیتي سرتیري پکې وژل شوي او تر لسو نور ټپیان دي.
خواجه اصف د هغو کسانو شمېر نه دی یاد کړی، چې دې مرکز کې یرغمل نیول شوي وو.
نوموړي پرون "سه شنبه" وویل:
''نن ورځ ۱۲ بجې سي ټي ډي (کوماندو ځواکونو) عملیات پیل کړل، ټول ترهګر یې په عملیاتو کې ووژل او نژدې دوې نیمې بجې د ترهګرۍ ضد مرکز له چاڼیزو عملیاتو وروسته خوندي اعلان شو.''
د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي ددې برید او برمته نیونې مسئولیت منلی دی.
خو د پاکستان دفاع وزیر پارلمان ته د خبرو پر مهال ویلي چې وسله والو کسانو له مختلفو ډلو سره تړاو درلود.
د پاکستان دفاع وزیر په دې هکله د خپل هېواد پارلمان ته وینا کې دا معلومات ورکول. نوموړي وویل: "په بنو کې د ترهګرۍ ضد مرکز کې ۳۳ ترهګر وو، له دوی نه یوه تشناب ته د تلو پر مهال د یوه مسوول کس پر سر د خښتې ګوزار کړی او هلته نور کسان یې یرغمل کړي وو."
د پاکستان دفاع وزیر وايي "د یرغمل نیونې له دې پيښې وروسته د پاکستان حکومت له وسله والو یرغمل نیونکو سره د خبرو وړاندېز ومانه، خو دغه خبرې سې شنبې غرمه مهال بې پایلې شوې"
یرغمل نیونکو وسله والو وړاندې ویلي وو، چې د نیول شوو کسانو په بدل کې دې دوی ته افغانستان ته د تګ خوندي لار ورکړل شي، خو د پاکستاني حکومت دغه ویاند بیا وایې چې د یرغمل نیونکو غوښتنې نشي منلی.
د پاکستان د طالبانو غورځنګ په دې تړاو په یوه ویناپاڼه کې ویلي و دا چې د دغه مرکز یرغمل نیوونکي ملګري یې له ډېره وخته په بند کې وو، له بهرني وضعیته خبر نه و او په وینا یې دا چې په قبایلي سیمو کې یې ډېره خاوره تر ولکې لاندې ده، افغانستان ته تګ ته یې هېڅ اړتیا نه شته او په وینا یې پاکستاني چارواکو ته یې ویلي چې دغه کسان دې شمالي یا جنوبي وزیرستان ته ور ورسوي.
په بنو کې د دې پېښې له کبله ټولې تعلیمي ادارې تړل شوې وې او دې پوځي سیمې ته ټولې غځېدلې لارې هم تړل شوې وې، خلکو ته ویل شوي چې له خپلو کورونو دې بهر نه راوځي.